تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسيايي لوبې؛ د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله جاپان ته ولاړه
د افغانستان کرېکټ الف یا ابداليانو لوبډله د اسيايي لوبو (اشیېن ګېمز) په شلم پړاو کې ګډون لپاره جاپان ته روانه شوې ده.
د اسيايي لوبو سږنۍ سیالۍ، چې د فوټبال، کرېکټ، سوک وهنې، غېږ نیونې، تکواندو، جودو، ځغاستې، لامبو، نښه ویشتلو، بایسکل ځغلونې، ګالف، هاکي او کښتۍ چلونې په ګډون نژدې ۶۰ ورزشي څانګې پکې شاملې دي، د جاپان په ناګویا ښار کې کېږي.
د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو د بېلابېلو سپورتي څانګو لوبغاړي په دغو سیالیو ګډون کوي.
ټاکل شوې دا سیالۍ د راتلونکې اوکتوبر مياشتې تر څلورمې دوام وکړي.
د طالبانو په حکومت کې د اولمپیک او بدني روزنې کمېټې ویاند اتل مشواني بيبيسي ته وویل، څه باندې ۳۰ افغان لوبغاړي په اتو سپورټي رشتو کې په دغو سیالیو کې برخه اخلي.
د رزمي ورزشونو د لوبغاړو ترڅنګ، د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله یا افغان ابدالیان هم په جاپان کې په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بيبيسي ته ویلي، تېرو تجربو ته په کتو هیله لري چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان کرېکټ بورډ د دروېش رسولۍ په لوبډلمشرۍ، اسحاق رحیمي (وېکټ ساتونکی) حسن عیسی خېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب الله ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمان ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب ګل، فریدون داودزی او عبدالله احمدزی ته په لوبډله کې ځای ورکړی دی.
ټاکل شوې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ سيالي د پنجشنبې پر ورځ له جاپان او دويمه د جمعې پر ورځ له نيپال سره وشي.
افغان لوبډله له بریا وروسته بل پړاو ته لار موندی شي. افغان لوبډلې د اسیايي لوبو تېر پړاو کې پایلوبې ته لار موندلې وه خو دا چې پایلوبه د باران له کبله ونه شوه، نو د سپينو زرو مډال یې وګاټه.
اسیايي سیالۍ د دې لویې وچې له مهمو ورزشي فعالیتونه څخه دي. دغه لوبې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي او د اسیا د بېلابېلو هېوادونو زرګونه لوبغاړي پکې برخه اخلي.
د اسیایي لوبو بېلابېلو رشتو کې ښځینه لوبغاړې هم برخه اخلي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځینو پر ورزش بندیز لګېدلی، خو یو شمېر افغانې لوبغاړې، چې له هېواده بهر اوسېږي، په دغو لوبو کې ګډون کوي.