د شپږیزې ۱۱ پړاو پایلوبه؛ سپين‌غر پړانګان امو نهنګان ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان په خوست کې د شپږیزې د یوولسم پړاو په پایلوبه کې سپين‌غر پړانګان لوبډلې خپلې سیالې امو نهنګان لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف ټاکلی دی.

د سپين‌غر لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹ اوور کې په ۱۶۶ منډو وسوځېدل او امو نهنګان ته یې ۱۶۷ منډې هدف وټاکه.

په رحمت‌ ولي مسرور کرېکټ لوبغالي‌ کې د نننۍ لوبې پچه یا ټاس د سپین غر پړانګانو لوبډلمشر دروېش رسولي وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

خو د سپين‌غر پړانګان لوبډلې د توپ‌وهنې پيل ښه نه و او د سر پنځه لوبغاړي یې يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.

نن عصمت عالم د دې لوبډلې یوازېنی توپ‌وهونکی و چې وېکټ یې وساتله او تر ټولو ډېرې ۶۷ منډې یې جوړې کړې. بل یوه لوبغاړي هم سپين‌غر پړانګان ته تر ۳۰ هم رنزونه وا نه ړول.

د امو نهنګان له لوري ښه توپ‌اچونه یا بالېنګ وشو.

فضل حق فاروقي، ګلبدین نایب، عبدالله احمدزي او قیس احمد د سپين‌غر دوه دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډلسمشر یامین احمدزي یوه وېکټ ترلاسه کړه.

اوس امو نهنګان توپ‌وهنه او ۱۶۷ هدف ته د رسېدو هڅه کوي چې ډېر سخت نه برېښي.

سپین‌غر پړانګان که امو نهنګان؟

د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ سپین غر پړانګانو سږ کال له خپلو ۸ سیالیو ۶ ګټلې، یوه یې بایللې او یوه د باران له کبله لغوه شوې ده.

دوی له ۱۳ پواینټونو سره د جدول په سر کې دي.

د یامین احمدزي امو نهنګانو بیا په ۸ سیالیو کې ۵ ګټلې، ۲ یې بایللي او یوه یې د باران له کبله نه بې پایلې پاتې شوې ده.

دغه لوبډله له ۱۱ پواینټونو سره د جدول دویم ځای کې ده.

د یادونې ده چې سپین غر پړانګانو او امو نهنګانو په سږنۍ شپږېزه کې دوه ځله سره مخامخ شوې او دواړو لوبډلو یوه یوه سیالي ګتلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې او سږکال یې یوولسم پړاو دی.

سپین‌غر پړانګانو تر دې دمه د دغه لیګ درې او امو نهنګانو، مس عینک اتلانو او کابل بازانو دوه-دوه اتلولۍ ګټلې دي.

بند امیر ښامارانو یوازې یو ځل د دغه لیګ اتلولي ګټلې ده.

سږکال شپږیزه کې چا ډېرې منډې کړې؟

سږ کال د مس عینک اتلانو لوبډلمشر رحمان‌الله ګوربز په شپږیزه لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو د لیست په سر کې دی.

هغه په ۷ سیالیو کې له څه باندې ۲۴۴ سټرایک رېټ او د منډو ۶۸ اوسط سره ۴۱۰ منډې کړې دي.‌

د یادونې ده چې ګوربز په وروستیو دوو سیالیو کې سر په سر دوه چټکې سلیزې او په ورمخکې سیالیو کې دوه پنځوسیزې کړې وې.

د افغانستان ملي لوبډلې دغه تکړه پیلیز توپوهونکي،‌ چې د تېزې لوبې او د میدان هر لور ته توپ وهلو د وړتیا درلودو له کبله مشهور دی، سږکال په دغو سیالیو کې ۳۶ شپږیزې او ۳۴ څلوریزې وهلې، چې تر بل هر لوبغاړي ډېرې دي.

په هغه پسې دویم ځای نن پایلوبه کې د لوبېدونکي سپین‌غر بازانو محمد اکرم نیولی دی.

محمد اکرم سږ کال شپږیزه لیګ کې له څه باندې ۱۹۳ سټرایک رېټ او د منډو ۴۸ اوسط سره ۳۳۹ منډې کړې او د پرله پسې ښې توپوهنې له کبله یې د ډېرو پام ځان ته ور واړاوه.

نوموړي تېرو سیالیو کې پر دوو پنځوسیزو سربېره د همدې امو نهنګانو لوبډلې پر وړاندې په ۴۸ توپونو ۱۰۳ چټکې منډې کړې وې.

محمد اکرم سپین غر بازانو لپاره تېرو ۷ سیالیو کې ۲۶ شپږیزې او ۲۸ څلوریزې وهلې دي.

د بند امیر ښامارانو صدیق الله اتل په ۸ سیالیو کې له ۳۳۸ منډو سره درېیم او د امو نهنګانو عمران میر بیا په ۸ لوبو کې له ۲۵۴ منډو سره د دغه نوملړ څلورم ځای خپل کړی دی.

او ډېر لوبغاړي چا سوځولي؟

شپږیزه کې د ډېرو وېکټو د ترلاسه کوونکو لوبغاړو د نوملړ په سر کې هم د مس عینک اتلانو سوکه توپ اچوونکي خلیل ګوربز دی.

هغه په ۷ سیالیو کې ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي.‌

د همدې مس عینک ضیا‌الرحمان شریفي له ۱۲ وېکټو سره دویم او د امو نهنګانو ګلبدین نایب او یامین احمدزی بیا له ۱۱ -۱۱ وېکټو سره په ترتیب درېیم او څلورم ځای لري.