شپږیزه؛ راشد خان کابل ته ستون شو، نن د خوست کرېکټ لوبغالي ته "۱۵۰۰۰" نندارچیان ورټول وو

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان کابل ته ستون شوی دی.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بي‌بي‌سي ته وویل چې راشد خان نن جمعه (چنګاښ۱۲/جولای ۳) کابل ته رسېدلی او سبا خوست ته ورځي چې هلته په شپږیزه لیګ کې د سپين‌غر زمریان لوبډلې لپاره ولوبېږي. سبا یې له بست ساتونکي لوبډلې سره سیالي ده.

د افغانستان د ملي‌ لوبډلې دغه مخکېنی لوبډلمشر شاوخوا دوه کاله وروسته خپل وطن ته ستنېږي.

د راشد خان په ګډون د ملي لوبډلې ګڼ نور لوبغاړي له نړیوالو سیالیو وروسته اوس په کورني کرېکټ لوبو کې د ګډون لپاره په افغانستان کې دي. دا هغه مسؤلیت دی چې افغان کرېکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته ورترغاړی کړی چې د سوداګریزو لوبو ترڅنګ باید د خپل هېواد په کورنیو لوبو کې لوبېدو ته هم وخت اوباسي چې راتلونکي لوبغاړي ورسره په لوبېدو کې تجربې ترلاسه کړي.

راشد خان، رحمان الله ګوربز، الله محمد غضنفر، محمد نبي او مجیب الرحمان له ځينو هغو لوبغاړو دي چې د هند د ای‌پي‌اېل په ګډون په ځينو بهرنیو سوداګریزو سیالیو کې لوبېږي او اوس یې ځينې په شپږیزه لیګ کې د لوبډلو لوبډلمشري کوي او یا یې برخه دي.

"۱۵ زره" نندارچیان؟

سږ کال د شپږیزه لیګ يوولسم پړاو دی او دا لومړی ځل دی چې د پلازمېنې کابل پر ځای دا سیالۍ په خوست کې کېږي. هغه ولایت چې افغان کرېکټ ته یې مهم لوبغاړي ورکړي دي او د ځینو نورو ولایتونو غوندې د کرېکټ مینه‌وال هم پکې خورا ډېر دي.

خوست کې د شپږیزې سږني جام لوبو ته د (رحمت ولي‌ مسرور کرېکټ لوبغالی) ځانګړی شوی دی.

بي‌بي‌سي ته په لوبغالي کې ځينو نندارچیانو ویلي چې له بېلابېلو ولایتونو د لوبو نندارې ته ورټول شوي دي او خوښ دي چې ځينې هغه لوبغاړي اوس له نږدې ګوري چې پخوا یې یوازې د تلویزون پر پرده کتلي وو.

د نننۍ لوبې پرمهال افغان کرېکټ بورډ وویل چې دې لوبغالي ته شاوخوا "۱۵۰۰۰" نندارچیان ورټول شوي او په وینا یې، "په میدان کې نور خالي ځای نه دی پاتې".

کرېکټ بورډ پرخپله فېسبوک‌پاڼه له لوبغالي بهر ورټولو خلکو ته اعلان وکړ چې خپلو کورونو ته ستانه شي او ویې لیکل چې، "میدان ته د راتګ زحمت او له کرېکټ سره ستاسې د بې‌سارې مینې پوروړي یو".

کرېکټ بورډ د هغو کسانو د پیسو بېرته ورکولو ژمنه هم کړې چې ټېکټ یې پېرلی وي خو لوبغالي ته په ننوتلو نه وي‌ بریالي شوي.

تر دې وړاندې د پلازمېنې کابل په کرېکټ لوبغالي کې هم زرګونه نندارچیان شپږیزې لیګ ته ورټولېدل او په خوست کې یوې لوبې ته د شاوخوا ۱۵ زره نندارچیانو ورټولېدنه بې‌سارې برېښي.

نن د چا ترمنځ سیالي وشوه؟

نن جمعه (چنګاښ ۱۲/جولای ۳) د شپږیزې سږني لیګ پنځمه لوبه د مېس عینک اتلان او د بند امیر ښاماران لوبډلو ترمنځ وشوه.

د مېس عینک لوبډلمشر رحمان الله ګوربز پچه وګټله خو د بند امیر پر وړاندې یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ بند امیر ښاماران لوبډلې د مېس عینک توپ‌اچوونکو د مقابلې تاب رانه‌ووړ او ټوله لوبډله یې په ۱۱۴ منډو وسوځېده.

مېس عینک بیا دا هدف په ډېرې اسانۍ په لسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ورته پوره کړ او په اتو وېکټو یې لوبه ترې وګټله.

لوبډلمشر رحمان الله ګوربز او خالد تڼيوال پکې پنځوسیزې ووهلې.

د دې لوبډلې چټک توپ‌اچوونکي ضیاء الرحمان شریفي د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه ځکه چې هغه په ۲.۳ اوورونو کې په ۱۲ منډو ورکولو سره د بند امیر درې لوبغاړي وسوځول.

د نننۍ لوبې یوه ویډيو هم اوس پر خواله رسنیو ډېره لاس‌په‌لاس کېږي چې د رحمان الله ګوربز یو مینه‌وال د لوبې ډګر ته دننه ورځي، یو ساتونکی د هغه مخه نیول غواړي خو ګوربز یې منع کوي او مینه‌وال ځان ورسوي او د هغه له سره خولۍ تښتوي. ګوربز تشو ته لاسونه ورکوي او حیران درېږي. هاخوا د خولۍ وړونکی کس بېرته د نندارچیانو پر لور ورځغلي او د ویاړ په انداز لاسونه نېغوي چې ګواکې د ګوربز د سر خولۍ یې ترلاسه کړه.

د لوبو مینه‌وال ډېر کله هڅه کوي چې د ځینو لوبغاړو خولۍ، کمیس (شرټ)، بېټ او یا کوم بل لوبیز توکی ترلاسه او د نښې په توګه وساتي. خو کله کله د مینه‌والو پر چلند نیوکې هم کېږي.

نن یوه لوبه وشوه خو سبا شنبه (چنګاښ ۱۳/جولای ۴) د نورو ورځو په څېر دوه سیالۍ کېدونکې دي. لومړی د بست ساتونکو او سپين‌غر زمریانو ترمنځ ده چې راشد خان هم پکې د سپين‌غر لوبډلې په ملاتړ لوبېږي.

دویمه لوبه هم د امو نهنګان او مېس عینک اتلان ترمنځ کېدونکې ده.

کرېکټ بورډ ویلي چې دا لوبې به شاوخوا دوه اوونۍ روانې وي او په وینا یې، د سیالیو د بڼې له مخې هره لوبډله له بلې سره دوه سیالۍ کوي چې ټولټال ۲۱ لوبې کېږي. د دوی له ډلې به دوه مخکښې لوبډلې د روانې چنګاښ میاشتې پر ۲۳ نېټه (جولای ۱۴) پایلوبه کوي.

د شپږیزې د تېر پړاو اتولي امو نهنګان لوبډلې ګټلې خو وکتل شي چې سږنی جام څوک پورته کوي.

د کرېکټ بورډ مسؤلان وايي چې د شپږیزې په څېر کورنیو لیګونو د افغانستان د کرېکټ د ودې او پرمختګ په برخه کې اغېزناک رول لوبولی دی او افغان کرېکټ ته یې نوي او تکړه لوبغاړي ورکړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کورني کرکټ دا شل اووریزې سیالۍ لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې او له هغه راهیسې یې لس پړاوونه ترسره شوي دي چې سږنی یې یوولسم دی. تېر لس واړه پړاوه په پلازمېنه کابل کې شوي خو سږنی په خوست کې دی.

کرېکټ بورډ ویلي چې ښايي د شپږیزې راتلونکي پړاوونه د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.