کرېکټ: د افغانستان پر وړاندې د هند درېيمه بریا؛ ابراهيم ځدراڼ وايي له سترو لوبډلو سره بايد ډېرې لوبې وکړو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ شل اوريزو سياليو د لوبلړۍ درېيمه لوبه هم هند له افغانستانه د ۱۲۷ منډو په لوی توپير وګټله.
افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ له لوبې وروسته وويل، له دې امله "خامخا نهيلي يوو، په پاور پلې کې مو يو څه ښه بټېنګ وکړ خو وروسته مو ژر پرلپسې وېکټې له لاسه ورکړې..."
ابراهيم ځدراڼ زیاته کړه، "له نړيوال شل اوريز جام وروسته دا زموږ لومړنۍ شل اوريزه لوبلړۍ وه، موږ اړتيا لرو چې ډېرې لوبې ترسره کړو په ځانګړې توګه له سترو لوبډلو سره. له همدې لارې موږ کولی شوو پرمختګ وکړو".
هندي لوبډلمشر شرېاس اير بیا له دې امله چې افغان لوبډله هند ته راغلې او دلته د لوبلړۍ کوربتوب کوي ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوی هم د "ستاينې وړ" لوبه وکړه.
د افغانستان او هند تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو دا لړۍ د افغانستان په کوربتوب د هند په ډيلي کې وشوه چې دری واړه لوبې یې هند وګټلې.
د وروستۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د هند ابيشېک شرما چټکه لوبه پيل او د سيليزې په پوره کولو سره یې په ۳۴ توپونو ۱۰۸ منډې وکړې چې له دې سره د دې لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د ده تر څنګ سنجو سمسن ۵۰، شرېاس اير ۲۹، شېوم دوبې ۱۴ او اېشان کېشن ۱۰ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي دوې، راشد خان او عبدالله احمدزي يوه يوه وېکټه واخيسته. په توپوهنه کې بيا افغان لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ ۲۵، عظمت الله عمرزي ۱۷، رحمان الله ګوربز ۱۵ او نور رحمان ۱۱ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، ACB
د هند نېتېش کومار رېډي او روي بېشنوی هر يوه دری دری، اکشر پټېل دوې، جسپريت بومرا او يش ټاکور يوه يوه وېکټه واخيسته.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند په اوو وېکټو او دویمه هم په اوو وېکټو ګټلې وه. لکه څنګه چې تمه کېده افغان لوبغاړي په تېره توپوهونکې په دې لوبلړۍ کې ښه ونه ځلېدل او په دواړو لوبو کې یې هند ته د پام وړ هدف ونشوای ټاکلی. خو د افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ په وینا، "ښايي په يو يا دوه لوبلړیو کې به له ستونزو سره مخامخ شو" خو په وینا یې د وخت په تېرېدو او له "پياوړ لوبډلو سره په لوبېدو به ښه شوو."
که دواړو لوبډلو ته وکتل شي، هند د کرېکټ اوږد تاریخ لري او څو ځله یې نړيوال جامونه هم ګټلې دي، بل پلو د افغانستان کرېکټ نوی د راغوړېدو په حال کې دی او په دې وروستيو کې یې په نړيواله کچه د ډېرو پام ځانته را اړولی دی.
د افغانستان او هند دغې لوبلړۍ ته د "دوستۍ جام" نوم ورکړل شوی چې ټولې تخنیکي چارې د افغانستان کرېکټ بورډ پر غاړه وې.
له دې لوبلړۍ وروسته په اسيايي شل اوريزو لوبو کې د روانې سپټمبر مياشتې پر ۲۴مه د افغانستان لومړنۍ سيالي له جاپان او دويمه له نيپال سره ده.
له اسيايي لوبو وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ، په متحده عرب اماراتو کې له بنګله دېش او زېمبابوې سره د بېلابېلو فارمټونو څو لوبې پلان کړې دي.
په دغو سياليو کې د بنګله دېش پر وړاندې يوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو درې اړخيزه لوبلړۍ، له زېمبابوې سره دری شل اوريزې او دوې ټېسټ لوبې شاملې دي.


















