د یمن حوثیانو د سعودي عرب هوايي ډګرونو او مهمو تاسیساتو په نښه کولو ګواښ وکړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د یمن حوثي ډلې ویلي چې د دوی ځواکونو له هغو ''سعودي جنګي الوتکو'' سره مقابله کړې چې د دوی په وینا غوښتل یې د ایران یوه ملکي الوتکه د صنعا په هوايي ډګر کې له ښکته کېدو وګرځوي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع خبرداری ورکړی چې که سعودي عرب د هغه په وینا د ''یمن د هوايي حریم سرغړونې'' ته دوام ورکړي، نو دا ډله به ''د سعودي عرب هوايي ډګرونه او په وچه او سمندر کې مهمې ګټې'' په نښه کړي.

هغه زیاته کړې چې د صنعا او تهران ترمنځ الوتنې به د ''احتمالي پایلو'' سره سره دوام ومومي.

د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړی چې یوې ایراني الوتکې د جمعې په ورځ صنعا ته الوتنه وکړه او د دې ډلې رسمي پلاوی یې د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولېږداوه.

د راپور له مخې، په دغه الوتکه کې تر ۲۰۰ ډېر ناروغان هم وو.

په ورته مهال د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف د شنبې په سهار د حوثیانو د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې دا خبرې د یمن د خلکو پر وړاندې د دغې ډلې له کړنو د پام اړولو هڅه ده.

ائتلاف خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب د په نښه کولو یا د یمن د ملي حاکمیت د نقض هر ډول هڅې ته به په ''غوڅ'' او ''بې‌ساري ځواک'' ځواب ورکړي.

سعودي عرب له ۲۰۱۵ کال راهیسې، وروسته له هغې چې د ایران ملاتړو حوثیانو د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله، د یمن په جګړه کې د پوځي ائتلاف مشري کوي.

په ۲۰۰۰مو کلونو کې، حوثیانو یمن کې د اوږدمهاله ولسمشر علي عبدالله صالح پر ضد څو پاڅونونه وکړل. دوی غوښتل چې د یمن په شمال کې د خپلې مېنې لپاره د هغه له استبدادي واک زیاته خپلواکي ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۱ کال کې، د عرب پسرلي په ترڅ کې د خلکو پاڅون ولسمشر صالح اړ کړ چې واک خپل مرستیال عبد ربه منصور هادي ته وسپاري.

د هادي د واکمنۍ پر مهال، حوثیانو له دندې لیرې شوي صالح او هغو امنیتي ځواکونو سره چې لا هم صالح ته وفادار وو، یو تړون وکړ. دوی د یمن شمالي ولایت صعده تر خپل واک لاندې راوست او د یمن پلازمېنه صنعاء یې ونیوله.

په ۲۰۱۵ کال کې، یاغیانو د یمن د لوېدیځو سیمو ډېره برخه ونیوله، چې ولسمشر اړ شو له هېواده وتښتي.

ګاونډي سعودي عربستان وډار شو چې حوثیان به ټول یمن ونیسي او دغه هېواد به د خپل دوښمن ایران یوه نیابتي سیمه کړي.

سعودي عربستان د عربو هېوادونو یوه ټلواله جوړه کړه او په جګړه کې ښکېل شو. خو د کلونو هوايي بریدونو او ځمکنيو جګړو حوثیان له هغو سیمو نه ‌دي شړلي چې نیولي یې دي.