تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا وايي پاکستان حق لري چې د 'ترهګریزو بریدونو' پر وړاندې د ځان دفاع وکړي
په داسې حال کې چې د پاکستان او ګاونډي افغانستان ترمنځ نښتې او تاوتریخوالی لا هم په وقفهیي ډول دوام لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ وویل چې واشنګټن "د پاکستان د دې حق ملاتړ کوي چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي".
د طالبانو حکومت د امریکا دې دریځ ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ویاندویانو پرلپسې ادعا کړې چې د پاکستان بریدونه د هغوی پر ټکو د امریکا په نغوته کېږي او دا چې " یوه پلان شوې پروژه ده."
دا څرګندونې تر هغه وروسته مخې ته راغلې چې همدا اوونۍ پاکستان د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
پاکستان ویلي چې په دې عملیاتو کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او "جماعت الاحرار" ډلې پټنځایونه په نښه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې د دغو ډلو ۲۵ غړي وژل شوي، خو دا شمېرې د طالبانو او ملګرو ملتونو له راپور سره په څرګند ډول توپیر لري.
طالبانو ویلي چې پاکستان ملکي کورونه بمبار کړي او د دوی ځواکونو وروسته په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د داعش او نورو "دوښمنو عناصرو" پر ګډو مرکزونو بریدونه کړي دي.
پاکستان له دغو بریدونو وروسته تایید کړه چې له افغانستانه یې هوایي حریم ته څلور بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) ننوتلي، خو ویلي یې دي چې هوايي دفاعي ځواکونو یې له هدف ته رسېدو مخکې ویشتلي او له منځه وړي دي. د پاکستان پوځ طالبانو ته خبرداری ورکړی چې نور بریدونه ونه کړي.
دا وروستی کړکېچ د څو میاشتو خرابېدونکو اړیکو او د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د وقفهيي نښتو دوام دی. په تېره فبرورۍ میاشت کې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو حکومت ځواکونو ترمنځ د کلونو پرتله تر ټولو سختې نښتې شوې وې.
پاکستان پر طالبانو دا تور تکراروي چې د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي وسلهوالو ته اجازه ورکوي چې فعالیت وکړي او په پاکستان کې بریدونه پلان کړي. د طالبان حکومت دا تور ردوي او وایي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي او د پاکستان ناامني د هغوی کورنۍ ستونزه ده.
دغه شخړه ورځ تر بلې د مخامخ پوځي مقابلې بڼه اخلي. پاکستاني ځواکونو څو ځله د افغانستان دننه بریدونه کړي او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د لانجمنې فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې هم شوي دي.
په تېره جون میاشت کې پاکستان پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هم هوايي بریدونه کړي وو. یوناما ویلي وو چې په هغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي وو. پاکستان ویلي چې دا بریدونه د هېواد دننه د وسلهوالو بریدونو، په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان، بنو او نورو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد له حملو وروسته ترسره شوي وو.
تازه تاوتریخوالی د تېر زېږدیز کال اکټوبر کې پیل شوی، په قطر، ترکیې، سعودي، د چین په ارومچي اونورو ځایونو کې د خبرو او هوکړو سره سره دوام موندلی دی.
نړیوالې غوښتنې
د تاوتریخوالي دې تازه څپې نړیوالې غوښتنې راپورته کړي چې دواړه لوري دې زغم وکړي او د ملکي خلکو خوندیتوب دې یقیني کړي. ملګرو ملتونو له دواړو خواوو غوښتي چې خپلې شخړې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي او د نړیوال بشري قانون مراعت وکړي.
روسیې هم له کابل او اسلام اباده د زغم او سیاسي حل غوښتنه کړې ده.
خو د امریکا بیان په ځانګړي ډول د پاکستان د امنیتي اندېښنو او د وسلهوالو بریدونو پر اغېزو تمرکز کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، پاکستان د امریکا یو مهم غیر ناټو متحد بلل کېږي او د واشنګټن او اسلاماباد اړیکې سپينې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته ښې شوې دي.