کرېکټ: انګلنډ لومړی ځل له هند څخه د شل اوریزو سیالیو لړۍ وګټله

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

انګلنډ کرېکټ لوبډلې لومړی ځل له هند سره لوبو کې د شل اوریزو سیالیو لړۍ وګټله او هند لوبډلې پنځمه پرلپسې تاریخي ماتې وخوړه.

په پرونۍ لوبه کې هند لوبډلې انګلنډ ته د ۱۵۹ منډو هدف ټاکلی و، چې د انګلنډ پهیل سالټ او لوبډلمشر هیري بروک د دویمې وېکټې لپاره د ۱۴۴ منډو ملګرتیا وکړه او خپله لوبډله یې یوازې په ۱۳.۵ اورونو کې ټاکلي هدف ته ورسوله.

په بریسټول ښار کې ترسره شوې دې څلورمې شل اوریزې لوبې کې انګلنډ په اسانۍ سره بریا خپله کړه. هیري بروک له ۳۵ توپونو ۷۹ منډې جوړې کړې او پهیل سالټ د ۴۲ توپونو پر مټ ۵۹ منډې وکړې، سره له دې چې د خپلې پاڼۍ په لومړیو نهو توپونو یې هېڅ منډه ونه کړه.

انګلنډ لوبډله اوس د پنځو لوبو په دې لړۍ کې ۳-۰ مخکښه ده. د چیسټر-لي-سټریټ لومړۍ لوبه د باران له امله لغو شوې وه، خو انګلنډ ورپسې درې سره لوبې وګټلې.

د هند لپاره دا پرلپسې ماتې او له دې لړۍ وړاندې د ائرلنډ پر وړاندې دوې ناڅاپي ماتې پر شریاس ائر فشار زیاتوي، چې د جون میاشتې په پیل کې یې د هند د شل اوریزې لوبډلې مشري پر غاړه اخیستې وه.

شریاس، چې لومړی یې د توپ ‌وهنې پرېکړه کړې وه، زړوره لوبه ترسره کړه او په څلورم ځای کې یې د ۴۹ توپونو پر مټ ناسوځېدلې ۸۰ منډې وکړې، خو د خپلو ملګرو له لوري یې کافي ملاتړ ونه موند او هند خپله پاڼۍ د ۷ وېکټو په زیان له ۱۵۸ منډو سره پای ته ورسوله.

د تېرو دوو لوبو په څېر، هندي توپوهونکو بیا هم بې ‌احتیاطه لوړ شاټونه ووهل چې د انګلنډ د فیلډرانو لاسونو ته ولوېدل. ۱۵ کلن ویبهاو سوریوانشي لومړنی لوبغاړی و چې وسوځېد، هغه په داسې حال کې چې ۱۵ منډې یې کړې وې د جوفرا ارچر توپ پورته کړ او سام کوران ته یې کېچ ورکړ،.

له هندي لوبډلمشر پرته، شیوام دوبې یوازینی توپوهونکی و چې له لسو پورته منډې یې وکړې. هغه د ۲۳ توپونو پر مټ ۲۲ منډې جوړې کړې او له شریاس سره یې د څلورمې وېکټې لپاره د ۵۳ منډو ملګرتیا وکړه، خو وروسته یې د ویل جېکس توپ لانګ ان لوري ته وواهه او ټام بینټن یې کېچ ونیو.

جوفرا ارچر، چې د ۲-۲۰ غوره توپ‌اچونې شمېرې یې ثبت کړې، د هند پاڼۍ په یوې ښکلي فیلډینګ سره پای ته ورسوله. هغه توپ په پښه وواهه او سټمپونو ته یې ورساوه، چې له امله یې اکشر پټېل د منډې بشپړولو مخکې رن‌اوټ شو.

د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د شنبې په ورځ په ساوت ‌همپټن پښار کې ترسره شي. هند، چې د شل اوریز نړیوال جام پرلپسې اتله لوبډله ده، هڅه کوي چې د پنځو لوبو په شل اوریزه لړۍ کې لومړی ځل په بشپړه توګه له بې ‌بریالیتوبه مخنیوی وکړي.