تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟
زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟
د خپرېدو وخت
زینک یو مهم منرال دی، چې زموږ بدن د ښې روغتیا لپاره په لږه کچه ورته اړتیا لري.
زموږ بدن د نورو منرالونو په څېر زینک نه شي تولیدولای، نو ځکه باید دا د خوړو له لارې ترلاسه کړو؛ ځکه چې بدن زینک په ډېره اندازه نه شي ذخیره کولی، نو ضروري ده، چې په منظم ډول یې استعمال کړو، چې په بدن کې یې کچه د اړتیا وړ او سالمه پاتې شي.
زموږ بدن دا مهم منرال یوازې له خوړو ترلاسه کولای شي، خو تل یې په اسانۍ نه شي جذبولای.
نو څنګه ډاډ ترلاسه کړو، چې کافي اندازه زینک اخلو؟ او د زینک کمښت کومې ستونزې رامنځته کوي؟