زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟

د ویډیو تشریح، زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟
زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟
د خپرېدو وخت

زینک یو مهم منرال دی، چې زموږ بدن د ښې روغتیا لپاره په لږه کچه ورته اړتیا لري.

زموږ بدن د نورو منرالونو په څېر زینک نه شي تولیدولای، نو ځکه باید دا د خوړو له لارې ترلاسه کړو؛ ځکه چې بدن زینک په ډېره اندازه نه شي ذخیره کولی، نو ضروري ده، چې په منظم ډول یې استعمال کړو، چې په بدن کې یې کچه د اړتیا وړ او سالمه پاتې شي.

زموږ بدن دا مهم منرال یوازې له خوړو ترلاسه کولای شي، خو تل یې په اسانۍ نه شي جذبولای.

نو څنګه ډاډ ترلاسه کړو، چې کافي اندازه زینک اخلو؟ او د زینک کمښت کومې ستونزې رامنځ‌ته کوي؟