د اوکرایین ځنګل ولې د نوري فایبر ډرونونو په کیبلونو پوښل شوی؟

د اوکرایین ځنګل ولې د نوري فایبر ډرونونو په کیبلونو پوښل شوی؟
د خپرېدو وخت

د اوکرایین د ۵۷مې موټریزې لوا له خوا د جولای په ۳۱مه خپره شوې ویډیو ښيي چې د خارکېیف سیمې ځنګلونه د روسي ډرونونو له خوا پرېښودل شویو نوري فایبر کېبلونو پوښلي دي. د لوا په وینا، وېډیو ووچانسک ته نژدې په یوه ځنګل کې ثبت شوې، چېرې چې د سیمې ډېره برخه د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. نوري فایبر ډرونونه په جګړه‌ییز ډګر کې ورځ تر بلې ډېر کارول کېږي، ځکه چې موندل او د هغوی د مخابراتي اړیکو ګډوډول ستونزمن دي. دغه ډرونونه د الوتنې پر مهال تر شا څو کیلومتره اوږده کېبلونه پرېږدي.