په یونان کې له ځنګليز اوره اسونه تښتي

د ویډیو تشریح، په یونان کې له ځنګليز اوره اسونه تښتي
په یونان کې له ځنګليز اوره اسونه تښتي
د خپرېدو وخت

په دې ويډیو کې هغه شېبه وینئ چې د یونان د اتن سیمې له ځنګلیز اوره یوه ډله اسان په تېښته دي. یوې سیمه‌ييزې رسنۍ د دې صحنې ویډيو ثبت کړې او ویلي یې دي چې اسونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. وروستیو ځنګلیزو اورونو د یونان ځينې برخې سختې سوځولې او ځپلې دي. څو ورځې مخکې د اور مړ کولو په هڅه کې دوه چورلکې هم سره ټکر شوې چې د عملې دوه غړي یې پکې ووژل شول.