فوټبال نړيوال جام: سعودي له يوروګوای او مصر له بلجيم سره لوبې مساوي کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام ګروپي‌ سیالیو کې سعودي عربستان له يوروګوای او مصر له بلجيم سره لوبې يو يو مساوي پايته ورسولې.

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ د ميامي په هارډ راک لوبغالي کې د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړيوال جام د ګروپي پړاو سياليو کې خپله لوبه له پياوړې لوبډلې يوروګوای سره ۱-۱ مساوي کړه او يو ارزښتناک پواينټ يا نومره یې ترلاسه کړه.

د لوبې لومړی ګول د سعودي عربستان عبدالاله علي عوض العمري په ۴۱ دقيقه کې وکړ او له دې سره یې د لوبې لومړۍ نيمايي په بریا پايته ورسوله. خو د دويمې نيمايي په ۸۰ دقيقه کې د يوروګوای مکسيمليانو ايوروجو په ګول وهلو سره لوبه مساوي کړه او له دې سره لوبې همداسې يو يو پايته ورسېده.

یوروګوای له سعودي عربستانه نسبتا ډېره پياوړې لوبډله ده او په دې سيالۍ کې یې پر ګول ټول ۲۷ ګوزارونه وکړل چې لس يې پر ګول ولګېدل او د سعودي عربستان ګول ساتونکي محمد خليل ابراهيم العويس ترې په ښه توګه دفاع وکړه.

د سعودي عربستان راتلونکې لوبه د يکشنبې په ورځ له اسپانيا سره ده په داسې حال کې چې يوروګوای به له کبو ورډې سره مخامخ کېږي.

له دې وړاندې په جي ګروپ کې د بلجيم او مصر لوبه هم يو يو مساوي پايته رسېدلې وه. په دې سيالۍ کې دواړو لوبډلو يوه يوه نومره ترلاسه کړه. په لوبه کې لومړی ګول د مصر امام عاشور وکړ. ورپسې د مصر محمد هاني جمال الدمرداش په خپله لوبډله ګول وواهه او لوبه ۱-۱ مساوي پايته ورسېده.

دا څلورم ځل دی چې مصر په نړيوال جام کې ګډون کوي.

په نننۍ لوبه کې د مصر لپاره بریدګر لوبغاړی محمد صلاح هم لوبېده. کوم ګول یې ونکړ خو د يوازیني ګول په وهلو کې مرسته وکړه. محمد صلاح سږ کال لېورپول پرېښود او لا یې له کوم کلب سره تړون نه دی لاسليک کړی.

د مصر راتلونکې لوبه له نيوزيلنډ سره او بلجيم به د ایران پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته وځي.

د سې‌شنبې شپې ته دوه نورې سیالۍ هم پلان شوې دي چې فرانسه به پکې له سېنېګال او عراق له ناروې سره مخامخ شي.

دغه لوبډلې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو په (ای) ګروپ کې لوبېږي.