ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې پايته رسولو تړون لاسليک شوی او جزيات به یې "ډېر ژر په ډاګه" شي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د جګړې پایته رسولو لپاره یوه ابتدايي موافقه لا دمخه لاسلیک شوې ده او زياته کړې یې ده چې د هوکړې جزیات به "ډېر ژر" خپاره شي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د جي۷ یا د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د فرانسې له ولسمشر اېمانویل مکرون سره د خبرو اترو په ترڅ کې وویل، "ډېر خوښ یم چې ووایم دا تړون ټولو لاسليک کړی دی."
لوړ پوړو امریکایي چارواکو هم د موافقې د محتوا په اړه ځینې توضیحات ورکول پیل کړي، او وايي د هرمز تنګی به د جمعې په ورځ کله چې دا هوکړه په رسمي ډول په جينوا کې لاسلیک کېږي، بېرته پرانستل شي.
تمه کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه تخنیکي خبرې اترې به پدې اوونۍ کې پیل شي، پداسې حال کې چې د بندیزونو هر ډول کمښت یا د شتمنیو ازادول به د ایران د تړون لاندې ژمنو پوره کولو پورې تړاو ولري.