پر پکتیا، پکتیکا او کونړ د پاکستان هوايي بریدونه: د طالبانو حکومت وايي لسګونو ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان جنګي الوتکو یو ځل د افغانستان ختیځ کې د کونړ په مروره او په سویل ختیځ کې د پکتیا او پکتیکا په څمکنیو او ګیان ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي په دغو بریدونو ملکي خلک په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "موږ دغه بزدلانه عمل او تجاوز غندو او یو جنایت او وحشت یې بولو."

تر ټولو د ډېرې مرکژوبلې راپور د پکتیا د څمکنیو له مندیخېلو ورکړی شوی دی.

د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دغلته شاوخوا ۱۰۰ کسان "شهیدان او زخمیان دي."

څمکنیو کې د ځايي روغتون سرطبیب ډاکتر نوروز هم په یوه ویډیو کې وايي، دغه روغتون ته تر څلوېښتو ډېر ټپیان ور وړل شوي، چې ځینې هملته بستر او نور ګردیز ته استول شوي دي.

د پکتیکا په ګیان کې د برید په اړه ویل شوي، چې هلته د محمد امین په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي کور په نښه شوی او دا چې د ښځو په ګډون پکې شپږ کسان وژل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکو په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال سید عبدالله نظامي ته ویلي چې د مرورې ولسوالۍ برول سیمه کې هم د شپې ناوخته په هوايي برید کې یو کور په نښه شوی، خو دا چې سیمه لېرې پرته ده نو تر اوسه د مرګژوبله او اوښتي زیان جزییات نه شته.

بي‌بي‌سي نه شي کولی چې د طالبانو حکومت لخوا د پاکستاني الوتکو بریدونو کې د اوښتې مرکژوبلې اعلان شوی شمېر په خپلواک ډول رد یا تایید کړي.

ځینې ټپیان او عیني شاهدان هم چې ویډیوګانې یې بي‌بي‌سي ته استول شوې، د ملکي استوګنې کورونو د هدف ګرځېدو او عامو خلکو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتلو خبره کوي.

پاکستان: ۲۹ وسله‌وال مو وژلي

تر دې ورمخکې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې وه، چې د دوی ځواکونو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه لومړی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې "ښه پلان شوي ځمکني عملیات" او ورپسې کرښې ته څېرمه سیمو کې د جماعت الاحرار او پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د اړوندو "ترهګرو پر پټنځایونو او خوندي مرکزونو" هدفمند هوايي بریدونه کړي.‌

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطا‌الله تارړ په خپله اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په دغو عملیاتو او بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.

د ښاغلي تارړ لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ځمکني عملیات د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته نږدې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې شوي چې د ده په وینا د وسله‌والو یو ډېر مطلوب قوماندان خان فروش (زبال) پکې د جماعت الاحرار له درېیو نورو وسله‌والو سره یو ځای وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي‌ دي.‌

اعلامیه کې زیاته شوې، چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ترسره شویو هوايي بریدونو کې د ټي‌ټي‌پي او جماعت‌ الاحرار د وسله والو اړوند درې اهداف ویجاړ شوي، ۲۵ وسله‌وال پکې وژل شوي او زیاته اندازه وسلې او مهمات پکې لمنځه وړل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه د وسله‌والو خوا خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې "د بې‌ګناه خلکو پر وړاندې د وروستیو ترهګریزو پېښو" او د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د رېنجرز ځواکونو پر مرکز د تېرې شپې له برید وروسته "د دقیقو استخباراتي مالوماتو پر بنسټ" شوي دي.‌

د یادونې ده چې د سند رېنجرز پر مرکز د شنبې د ماښام برید مسوولیت جماعت‌ الاحرار دلې منلی و. په دغه برید کې د درېیو سرتېرو او دریېو بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی و.

د پاکستان د حکومت اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه هېواد تل سیمه کې د سولې او ثبات د ساتنې هڅه کړې، خو د خپلو خلکو امنیت او خوندیتوب یې لومړیتوب دی او جوړجاړی پرې نه کوي.

د یادونې ده چې د پاکستان هوايي ځواکونو د روانې جون میاشتې د نهمې او لسمې ترمنځ پر شپه هم د خوست په سپېره، د پکتیکا په برمل او کونړ په شلتن ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي وو.

د طالبانو حکومت په هغو بریدونو کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۳ ملکي کسانو د وژل کېدو او څوارلسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم وویل چې په دغو بریدونو کې یې د ۱۳ ملکي کسانو مړینه مستنده کړې ده.

تر دغو بریدونو شاوخوا یوه نیمه اوونۍ وروسته (د جون ۱۹مه) په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت اعلان وکړ، چې هوايي ځواکونو یې د بلوچستان د قلعه عبدالله په ګلستان او شکراب او د خیبر پښتونخوا د خیبر په قمبرخېلو کې د "داعش" پر اړوندو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي‌.

پاکستان ورمخکې هم د کابل، کندهار او ننګرهار په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې خونړي هوايي بریدونه کړي او طالبانو هم وخت ناوخت د کوچنیو چاودېدونکو ډرونونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړی.

پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هغو وسله‌والو ته خپله خاوره کې ځای ورکړی چې پاکستان کې بریدونو کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

په دې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سعودي، قطر، ترکیې او چین په منځګړيتوب له سوله ییزو لارو د اختلافاتو د حل هڅه هم شوې خو لا یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.