دغه پاڼه د اوس لپاره نه تازه کېږي
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ژوندۍ پاڼه, سنټکام: په ایران کې مو هدفونه بمبار کړل؛ سپاه پاسداران: په سیمه کې مو د امریکايي پوځ ځایونه په نښه کړل
د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، په سیمه کې یې د امریکا د پوځ ځایونه په نښه کړي او خبرداری یې ورکړی چې که بریدونه بیا تکرار شي، د ایران ځواب به لا پراخ وي. تر دې وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي وو چې امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د ایران د برید په غبرګون کې، په ایران کې هدفونه بمبار کړي دي.
لنډیز
- د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، د دوی سمندري ځواک د ایران پر ساحلونو د امریکا د بریدونو په غبرګون کې په سیمه کې د امریکا د پوځ ځایونه هدف ګرځولي دي
- له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران تورن کړ، چې هرمز تنګي کې یې پر یوې باروړونکې بېړۍ له برید سره له اوربنده ''احمقانه'' سرغړونه کړې، د امریکا پوځ پر ایراني هدفونو بریدونه کړي
- د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د اعلامیې له مخې، امریکايي الوتکو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز د ایران ساحلي راډاري تاسیسات بمبار کړل
- د امریکا مرکزي قوماندانۍ وايي، د دې هېواد ځواکونه به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تېرېدو لپاره همغږي او ملاتړ ته دوام ورکړي
ژوندی پوښښ
'په سیریک کې د چاودنې غږونه اورېدل شوي'
د ایران راډیو ټلویزیون ادارې صداوسیما خبریال له سیریک ښاره راپور ورکړی چې د جمعې په شپه له ځايي وخت سره سم د شپې په ۱۱-۱۵ بجو، د طاهروي اسکله په ساحه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
خبر کې د یوې پوځي سرچینې له قوله ویل شوي، چې دا غږ د یوه توغندیز یا ویشتونکې وسیلې د لګېدو له امله رامنځته شوی، چې د طاهروي اسکله سیمه یې په نښه کړې ده. تر اوسه د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په هکله نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
په ورته مهال د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز ساحلي راډاري تاسیسات په نښه کړي دي.
د صداوسیما په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، له دې پېښې شاوخوا پنځه ساعته مخکې، د سیریک له سیمې پر هغو بېړیو چې «متخلفې» بلل شوې وې، څو اخطاري ډزې شوې وې.
د راپور له مخې، دوه اخطاري توغندي د کرپان له سیمې د هرمز تنګي پر لور توغول شوي وو.
سیریک سیمه د بندرعباس ختیځ لور ته شاوخوا ۱۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
سپاه پاسداران: د امریکا برید به بې ځوابه نه پاتې کېږي
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک د امریکا د نن شپې بریدونو ته په غبرګون کې چې په سیریک سیمه کې ترسره شوي، ویلي چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونو له دې برید سره ''مقابله'' کړې او بریدګر ځواکونه یې ''شاتګ ته اړ کړي'' دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا برید شنډ کړی شوی او په وینا یې دا چاره به ''بې ځوابه نه پاتې کېږي.''
په یوه بیان کې راغلي چې د ایران ځواب به ''هغه وخت او ځای کې چې خپله یې ټاکي، چټک او غوڅ'' وي.
سپاه پاسداران دغه راز خبرداری ورکوي، چې هر ډول تازه پوځي اقدام به له ''سخت غبرګون'' سره مخامخ شي.
سنټکام: پر سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې امریکا په ایران کې ځینې هدفونه وویشتل
له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران تورن کړ، چې هرمز تنګي کې یې پر یوې باروړونکې بېړۍ له برید سره له اوربنده احمقانه سرغړونه کړې، د امریکا پوځ پر ایراني هدفونو بریدونه کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د اعلامیې له مخې، امریکايي الوتکو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز د ایران ساحلي راډاري تاسیسات بمبار کړل.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د هرمز تنګي کې پر یوه سوداګریزه بېړۍ د برید په غبرګون کې په ایران کې د ترسره شویو بریدونو نور جزئیات خپاره کړي دي.
سنټکام وايي، امریکايي الوتکو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز د ایران ساحلي راډاري تاسیسات په نښه کړل.
د دې بیان له مخې، د ''اور لاولي'' په نوم بېړۍ چې د سنګاپور بیرغ یې درلود، د جون پر ۲۵مه نېټه هغه مهال د عمان د سواحلو په اوږدو کې د هرمز تنګي څخه د وتلو پر مهال، د یوه اړخیز انتحاري ډرون په وسیله وویشتل شوه.
په دې پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو دغه پېښه د دې لامل شوه چې په سیمه کې د بند پاتې شاوخوا ۱۱ زره سمندري کارکوونکو د ایستلو پلان په موقت ډول وځنډول شي.
سنټکام دا برید د ایران کار بللی او دا یې له اوربنده ښکاره سرغړونه بللې، او وايي، دا ډول اقدام د نړۍ له مهمو سوداګریزو لارو په یوه کې د بېړیو تګ راتګ ازادي له خطرونو سره مخامخوي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه راز وايي، د دې هېواد ځواکونه به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تېرېدو لپاره همغږي او ملاتړ ته دوام ورکړي، او په بشپړه توګه له ایران سره د هوکړې پلي کېدو باوري کولو لپاره به لا هم په سیمه کې شتون ولري او په چمتو حالت کې به پاتې شي.