تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلجیم د طالبانو حکومت یوه پلاوي ته د اروپايي ټولنې ناسته کې ګډون لپاره ویزې صادرې کړې
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو حکومت یوه پینځه کسیز پلاوي ته یې د ګډوالۍ په تړاو د اروپايي ټولنې په ناسته کې ګډون لپاره ویزې صادرې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، له دغه وزارته دوشنبه (د جون ۲۲مه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "دا ویزې له جغرافیايي او زماني اړخه محدود اعتبار لري؛ یوازې بلجیم... او یوې ورځ" لپاره دي.
خو د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله ویل شوي، چې د دې لیدنې کره نېټه د امنیتي لاملونو له کبله نه اعلانېږي.
پخپله د طالبانو حکومت تر اوسه اروپا ته د خپلو استازو د سفر او د دې ناستې د ایجنډا په اړه څه نه دي ویلي.
دا په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راوروسته لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه د دوی د حکومت د استازو کوربتوب کوي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ځینې مشران د اروپایي ټولنې له ځینو بندیزونو سره مخامخ دي.
دې ټولنې دا نه دي ویلي چې دغې ناستې ته د طالبانو حکومت کوم چارواکي وربلل شوي.
خو د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي، چې د دغه پینځه کسیز پلاوي مشري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي او دا چې سېشنبه (د جون ۲۳مه) به "له ترکیې د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته روان شي."
بيبيسي ته ویل شوي چې د طالبانو حکومت دغه استازي له څو ورځو راهیسې ترکیه کې دي، او هلته یې هم د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو په ګډون بېلابېلو خواو سره کتنې کړې.
دې سرچینې بيبيسي ته ویلي، د طالبانو حکومت د هغو افغان کډوالو ورستنېدو ته چمتووالی ښودلی چې د جرمنو له کبله یې د ایستل کېدو پرېکړه شوې، خو د اروپايي ټولنې غړي غواړي هغه افغانان هم خپل هېواد ته ستانه کړي چې د پناه غوښتنې قضیې یې رد شوې دي.
افغانستان ته د کډوالو او پناه غوښتونکو ستنول دا داسې ګام دی چې د بشري حقونو د ځینو مدافع بنسټونو له غبرګون او نیوکو سره مخامخ شوی دی.
دوی خبرداری ورکوي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د کډوالو ستنول هغوی له خطر سره مخامخولی او د اروپايي ټولنې ارزښتونه کمزوري کولی شي.
اروپايي کمېسیون، چې د اروپايي ټولنې د اجرائیوي قویې په توګه عمل کوی، اعلان کړی چې دغه ناسته تخنیکي ماهیت لري او د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.
طالبانو واک ته له راستنېدو راهیسې د لوړو زدکړو او کار په ګډون د ښځو فردي او ټولنیزې ازادۍ پرلهپسې محدودې کړې دي.
د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او فعالانو غبرګون
اروپايي ټولنه په داسې حال کې د طالبانو حکومت د استازو کوربتوب ته چمتووالی کوي، چې د بشري حقونو ځینو سازمانونو او فعالانو له دې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت له استازو سره د خبرو اترو له پلانه تېر شي.
په دې لړ کې د بشري حقونو د څار ادارې یوې افغانې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، "له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په ساتنه او ځواب وینه متمرکز وي، نه خطرناک ځای ته د افرادو پر ستنولو."
د بښنې نړیوال سازمان کې د اروپايي بنسټونو د دفتر مدیرې ایو ګدي هم ویلي چې "تر اوسه له افغانستانه د اروپايي ټولنې د کارکوونکو په ګډون د خلکو د تښتېدو د نهیلې کوونکې صحنو یاد تازه دی."
هغه زیاته کړې: "د تصور وړ نه ده چې اروپايي ټولنه دې اوس هڅه وکړي – افغانستان ته، چې په دې موده کې یوازې لا پسې خطرناک شوی، کسان وباسي."
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارد بېنېټ هم پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې "بشري حقونو او د کډوالۍ قانون ته درناوی ضروري دی. افغانان باید بېرته یوه ناخوندي حالت ته ستانه نه کړل شي. په بروکسل کې به له طالبانو سره ناسته افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو ته سپکاوی وي."
د نجونو د زدکړو د حق فعالې او د سولې نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلی چې "اروپايي ټولنه باید داسې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي، چې په نړۍ کې د بشري حقونو د یوه تر ټولو ناوړه ناورین مسوول دی. له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو او نجونو له حقونو پیل او پر همغوی پای ومومي."
بشري کړکېچ
له ۲۰۲۱ کال راهیسې زرګونو افغانانو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې.
د دې ټولنې قوانین که څه هم پر جدي جرمونو د محکومیت او یا امنیت ته د ګواښ ګڼل کېدو پر مهال د افرادو د شړلو اجازه ورکوي، خو د افغانانو په تړاو ستونزه دا ده، چې دوی د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک اړیکي او راشه درشه نه لري.
هممهاله د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د کډوالۍ اړوندو تګلارو او سیاستونو له سختېدو سره کډوالو ته د پناه ورکولو عمومي کچه هم ټیټه شوې ده.
افغانستان دمګړۍ له پراخ بشري کړکېچ سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې وايي، په دغه هېواد کې له هرو درېیو یو تن چې ۱۷ میلیونه کسان کېږي، د خوړو خوندیتوب نه لري.
په تېرو کلونو کې له ایران او پاکستانه په زور د میلیونونو افغان کډوالو ایستل کېدو بشري وضعیت لا پسې خراب او کړاو زیات کړی دی.