د بریتانیا د لومړي وزیر استعفا: انډي برنهم د پارلمان د غړي په توګه لوړه کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بریتانیا د کارګر ګوند د مشر او لومړي وزیر سر کېیر سټارمر تر استعفا وروسته د دغه ګوند بل غړي انډي برنهام د پارلمان د غړي په توګه لوړه وکړه.

ښاغلي برنهم تایید کړې چې غواړي د لومړي وزیر په توګه د سټارمر ځایناستی شي.

خو هغه بي‌بي‌سي ته ویلي، اوس تر وخت وړاندې ده چې د نویو عمومي ټاکنو په تړاو فکر وشي.

برنهم چې پخوا د مانچستر ښاروال پاتې شوی، لومړي وزیر کېدو لپاره د خپل احتمالي سیال وېس سټریټېنګ ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.‌

ښاغلي سټریټېنګ، چې له ۲۰۲۴ څخه د روان ۲۰۲۶م کال تر می میاشتې یې د بریتانیا د روغتیا وزیر به توګه دنده ترسره کړې، بي‌بي‌سي ته ویلي چې ښاغلي برنهم ورسره د ملاتړ بدل کې په کابینه کې د ځای ژمنه نه ده کړې.

ښاغلي سټارمر دوشنبه د استعفا له وړاندې کولو مخکې وویل چې د کارګر ګوند مشري داسې مهال په میراث ورپاتې شوه چې دغه ګوند له "سیاسي، اقتصادي او د باور له پلوه دیوالیه و".

ده زیاته کړه چې "وخت په وخت" ورته ویل شوي چې دا ګوند نور "له منځه تللی دی" خو ښاغلی سټارمر وايي، "هغه خلک یې ناسم ثابت کړل" او بېرته یې "اقتصادي، دفاعي او د ملي امنیت په برخه کې باور ترلاسه کړ".

کېیر سټارمر د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې په ټاکنو کې د برېتانیا د کارګر ګوند د مشر په توګه له کمسارې بریا وروسته د دغه هېواد لومړی وزیر ټاکل شوی و.

سټارمر چې د لومړي وزیر دفتر مخې ته یې وینا کوله، وویل چې نن سهار یې د برېتانیا پاچا سره خبرې کړې دي او هغه یې له خپلې پرېکړې خبر کړی دی.

ده ویلي چې د کارګر یا لېبر ګوند له ملي اجرائیه کمېټې نه یې غوښتنه کړې چې د نوي‌ مشرتابه ټاکنې او ورته د نوملیکنې لپاره دې د راروانې جولای میاشتې تر نهمې نېټې مهالوېش جوړ کړي کړي چې دا بهیر د اووړي تر رخصتیو پورې بشپړ شي.

"له خپل ځای‌ناستي هېڅ راز ملاتړ نه سپموم"

دا په دې معنا ده چې دغه ګوند به په سپتمبر کې د پارلمان له بېرته راستنېدو د مخه نوی مشر ولري.

کېیر سټارمر ویلي چې دی به تر هغې د لومړي وزیر په توګه پر دنده پاتې شي.

کېیر سټارمر ویلي، ګوند یې پوښتنه کوي چې په راروانو ټاکنو کې د دغه ګوند مشرۍ ته وړ دی او که نه. دی وايي، د خپل ګوند "ځواب" یې اورېدلی او دا "په نېک پال مني".

ښاغلي سټارمر ویلي چې په خپله هره پرېکړه کې یې د "خپل هېواد مینې ته لومړیتوب" ورکړی دی او ویې ویل، "زه به د کارګر ګوند له مشرۍ استعفا وکړم".

سټارمر وویل چې دی به په منظم ډول د واک لېږد لپاره خپل پوره وس وکړي او له ځای‌ناستي به هېڅ راز ملاتړ و نه سپموي.

هغه وویل چې د لومړي وزیر په توګه دنده ورته د ژوند "تر ټولو ډېره د ویاړ" موده وه.

د خپلې وینا په وروستیو کې احساساتي شو او ویې ویل چې اوس به خپلې "ښکلې مېرمنې" ته د "غوره مېړه" او خپلو "ښایسته اولادونو" ته د "غوره پلار" په توګه وخت ورکړای شي او وروسته یې خپلې مېرمنې ته غېږ ورکړه.

د برېتانیا په سيمه‌یيزو ټاکنو کې د کارګر ګوند سخته ماتې او د خلکو ترمنځ د دغه ګوند د "محبوبیت کمېدل" ځينې هغه عوامل دي چې ویل کېږي، د برېتانیا دغه لومړی وزیر یې استعفا ته اړ کړ.

کېیر سټارمر څوک دی؟

کېیر سټارمر د ۲۰۲۴ کال د جولای په ټاکنو کې د محافظه کارګوند له ماتې وروسته د مخکېني لومړي وزیر رشي سوناک ځای‌ناستی شو.

دی تر هغه شاوخوا څلور کاله مخکې د کارګر ګوند مخکېنې مشر جیریمي کوربېن ته له ماتې ورکولو وروسته د دغه ګوند مشر شو. ښاغلي سټارمر ژمنه کړې وه چې په دغه ګوند کې به "ژور بدلونونه" راولي.‌

ښاغلی سټارمر چې ۱۶ کلن و نو د کارګر ګوند له یوه سیمه‌ییز دفتر سره یې د کیڼ‌ اړخو په یوه مجله کې کار کاوه.‌

سیاست ته له ورتګ او په ۲۰۱۵ کې د پارلمان له غړي کېدو مخکې ښاغلي‌ سټارمر د قانوني وکیل په توګه دنده لرله او د کیڼ اړخي سیاست پلوی بلل کېده.

د قانوني وکیل په توګه هغه په افریقايي او کرابین هېوادونو کې د مرګ سزا د ختمولو لپاره هم کار وکړ.

دی په ۱۹۶۲ کال کې په انګلېنډ کې زېږېدلی، دوه خویندې او یو ورور لري.

کېیر سټارمر په ۲۰۰۷ کال کې واده کړی او دوه اولادونه لري.‌ زدکړې یې د قانون په برخه کې د بریتانیا په لیډز او اکسفورډ پوهنتونو کې کړې دي.‌