تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جبري واده؛ په اېټالیا کې څنګه یوه پاکستانۍ نجلۍ خپل مور او پلار ووژله؟
د ثمن عباس په نوم یوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په خټه پاکستانۍ وه او په اېټالیا کې اوسېده، خپلې کورنۍ په ۲۰۲۱ کې ووژله. لامل یې دا و چې په پاکستان کې یې د خپلې کورنۍ د خوښې هلک سره له واده انکار کړی و.
د اېټالیا سترې محکمې یې د وژنې په تور په ۲۰۲۳ کې د مور او پلار په ګډون پنځو خپلوانو ته د عمري بند سزا واوروله.
دوی د استیناف غوښتنه کړې وه خو اوس د اېټالیا تر ټولو لوړې محکمې دا سزا تایید کړې او بدلون یې نه دی پکې راوستی.
دې محکمې هم د ثمن عباس پلار شبر عباس، مور نازیه شاهین او دوه تره زامن اعجاز اکرام او نعمان الحق د هغې د قتل په قضیه کې پړه بللي او هغوی ته اورول شوې سزا یې تایید کړې ده.
د ثمن تره دانش حسنین ته د ۲۲ کاله بند سزا اورول شوې ده.
هغه ويډو چې قضیه یې افشا کړه
د ثمن عباس کورنۍ غوښتل چې هغه په ۲۰۲۰ کې له خوښې پرته خپل تره زوی ته واده کړي.
دا هغه مهال بالغه نه وه، له واده یې انکار کړی و او په اېټالیا کې یې د ټولنیزو چارو له ادارې د مرستې غوښتنه هم کړې وه. دې ادارې ثمن په هماغه کال امن خونې ته لېږلې وه.
ثمن عباس پر خپل مور او پلار پولیسو ته عریضه هم کړې وه خو د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې پر ۱۱ نېټه بېرته له امن خونې خپلې کورنۍ ته ورغلې او وروسته تریتم شوه.
د همدغه کال د مې میاشتې پر پنځمه نېټه په اېټالیا کې پولیسو د هغې لټون پیل کړ خو چې کور ته ورغلل نو تش تور و.
پولیسو له دې وروسته پلټنې پيل کړې او ورته څرګنده شوه چې مور او پلار یې له لور پرته پاکستان ته تللي دي.
خو د دوی کور ته له یوې نږدې امنیتي کامرې داسې ویډيو ترلاسه شوه چې پولیس یې شکمن کړل چې کومه بده پېښه شوې ده.
دا ویډيو د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې د ۲۹ نېټې وه چې پکې ښکاري، پنځه تنه بېلچې، سطل/بالټۍ او اوسپنيز سیخونه ورسره اخلي، له دغه کوره وځي او شاوخوا یونیم ساعت وروسته بېرته راځي.
پولیسو ته په ډاګه شوه چې ثمن عباس وژل شوې او مور او پلار یې پاکستان ته تښتېدلي.
خو پاکستانیو چارواکو د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د ثمن پلار ونیو او اېټالیا ته یې وسپاره. د هغې مور نازیه شاهین ته بیا د هغې په غیاب کې سزا اورول شوې وه. وروسته د ۲۰۲۴ کال په جون کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ونیول شوه او د اېټالیا چارواکو ته وسپارل شوه.
د اېټالیا لومړۍ وزیرې څه ویلي؟
تېره چارشنبه د اېټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې "د محاکمې غمجن بهیر پای ته ورسېد".
اغلې میلوني پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، "د ثمن عباس د وژنې قضیې له وروستۍ پرېکړې سره د محکمې دردمنې هلېځلې پای ته ورسېدې".
د هغې په وینا، ثمن عباس ځکه خپل مور او پلار او ځينو خپلوانو ووژله چې هغې له جبري واده انکار کړی و او د خپلې راتلونکې په اړه یې پخپله پرېکړه کولو باندې ټينګار کاوه.
د مېلوني په وینا که څه هم "د محکمې هېڅ پرېکړه هغه بېرته نه شي را ژوندۍ کولی خو د دې ظلم ترسروونکو ته باید د قانون له مخې خامخا سزا ورکړل شوې وای".
د اېټالیا لومړۍ وزیرې همدراز ویلي، "په اېټالیا کې هغو خلکو ته هېڅ ځای نه شته چې د خپل کلتور او مذهب حوالې په ورکولو سره له یوې ښځې د هغې د خپلواکۍ، وقار او د ژوند کولو حق اخیستلو هڅه کوي. دا هغه څه دي چې موږ هېڅکله نه معامله پرې کوو او نه ترې تېرېږو".
پېښه څنګه شوې؟
د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې د "غیرت په نوم" د ثمن عباس وژنې ټوله اېټالیا حیرانه کړې وه. د هغې له تريتم کېدو وروسته هلته اسلامي ټولنو د جبري یا له خوښې پرته واده پر ضد فتوا هم ورکړه.
د اېټالیا رسنیو د معلوماتو له مخې، ثمن په ۲۰۱۶ کې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه اېټالیا ته ورغلې وه او د دغه هېواد په نوویلارا سیمه کې اوسېده.
دې په اېټالیا کې له یوه پاکستاني ځوان سره اړیکه لرله.
مور او پلار یې هله ترې خپه او ورته غصه شوي وو چې له دغه کس سره یې د لور هغه عکس لیدلی و چې د سړک پر سر یو بل په شونډو ښکلوي.
د اېټالويو چارواکو د پلټنو له مخې، د ثمن مور او پلار هغه په ۲۰۲۰ کې پاکستان ته لېږله او هلته یې وار د مخه او د دې له خوښې پرته له یو چا سره د دې د واده خبره کړې وه خو ثمن یې مخالفت کړی و.
یو نیم کال وروسته د مړي موندل کېدل
د ۲۰۲۰ کال له اکتوبره تر څو نورو میاشتو پورې ثمن عباس د اېټالیا د ټولنیزو چارو ادارې په امن خونه کې اوسېده. خو کورنۍ یې په پرلهپسې ډول پیغامونه ورلېږل او بلاخره هغه د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې رضا شوه او په نووېلارا کې خپل کور ته ورستنه شوه.
د دې مدافع وکیل ویلي چې هغه په چل او دوکې کور ته غوښتل شوې وه او هماغلته تریتم کړای شوې وه. مور او پلار یې د ورکېدو له خبر وروسته پاکستان ته تښتېدلي وو خو تره یې دانش حسنین او دوه د تره زامن یې فرانسې او اسپانیا ته تللي وو.
د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې یې تره پولیسو ته د نوموړې کور ته څېرمه سیمه کې هغه ځای وروښود چې ثمن عباس پکې تر قتل وروسته ښخه کړل شوې وه. نو په دې ډول، د ثمن عباس مړی د هغې له ورکېدو شاوخوا ۱۸ میاشتې وروسته د اېټالیا په شمال کې له یوې کرنیزې ځمکې ترلاسه شو.
د عدلي طب په پلټنو کې معلومه شوه چې د ورمېږ هډوکی یې مات شوی و. د پلټونکو په باور، دا هډوکی ښايي د هغې د مرۍ خپه کولو له امله مات شوی وي.
د هغې تره دانش حسنین په ۲۰۲۱ کې په پاریس کې او پلار یې شبر عباس په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې تر نیول کېدو وروسته د همدغه کال د اګست پر ۳۱ اېټالیايي چارواکو ته سپارل شوی و. د ثمن عباس مور نازیه شاهین ته په غیاب کې د اېټالیا د ریګیو ایمیلیا سیمې محکمې د هغې د مېړه په څېر د عمر بند سزا اورولې وه. تره ته یې د هغې په قتل کې د ښکېلتیا په تور د ۱۴ کاله بند جزا ټاکلې وه خو د تره دوو زامنو ته یې برات ورکړی و.
اوس د دې له تره پرته د هغې مور او پلار او دوو تره زامنو ته د عمري بند سزا اورول شوې ده.
د ثمن پلار شبر عباس محکمې ته ویلي، "ما هېڅکله په ټول ژوند کې هم د خپلې لور د وژلو فکر نه دی کړی".
د نوموړي په وینا هغه یې د تريتم کېدو پر شپه له خپلې ښځې سره په ګډه تعقیبوله چې چېرې روانه ده ځکه چې ډېر ناوخته و او هغه له کوره په خپګان وتلې وه.