د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل

یک ذخیران گاز

د عکس سرچینه، AOGC

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره د کنټرول معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.‌

دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اوکرایین لخوا روسیه کې د سونتوکو پر زیرمو له بریدونو وروسته د افغانستان د تېلو او ګازو له ۶۰ تر ۷۰ سلنې واردات، چې له دغه هېواده کېدل، بند شوي دي.

له دې سره د افغانستان په کورني بازار کې د تېلو، ګازو او نورو نفتي توکو بیې لوړې شوې چې د خلکو شکایتونه هم ورسره ډېر شوي دي.

د افغانستان د تېلو او ګازو امارتي‌ (حکومتي) شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د کورني بازار پر وضعیت باندې د تېلو د نړیوالو بدلونونو مستقیمې اغېزې د دې لامل شوې، چې د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي پلاوی، د اوسنیو شرایطو له هر اړخېزې بیاکتنې او د کورني بازار د اړتیاوو له ارزونې وروسته د تېلو او ګازو د کمښت مخنیوي، بازار کې د ثبات ساتلو او د تېلو او ګازو د رسولو بهیر کې د ګډوډیو مخنیوي لپاره پرېکړه کړې چې تر ځانګړو شرایطو لاندې د پیټرول، ډیزل او اوبلن ګاز په تخنیکي مشخصاتو او معیارونو کې ځینې ټاکل شوي محدودیتونه په لنډمهاله توګه کم کړي‌.‌

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تدابیر "موقت او استثنايي" دي او د بازار د شرایطو له عادي کېدو وروسته به پخواني اصول او معیارونه په پام کې ساتل کېږي.

د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت دا هم ویلي چې "د بازار د ثبات او منظمۍ عرضې د دوام لپاره هره ورځ په لسګونه ټنه اوبلن ګاز او نور نفتي توکي د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدوي چې د بارزار اړتیا پوره" کړي.

دغه شرکت زیاته کړې چې "د ستراتېژیکو زېرمو د مدیریت، د بازار دوامداره څارنې او د عرضې د منظم تنظیم له لارې هڅه کوي چې د نفتي‌ توکو او اوبلن ګاز د بیو د لا لوړېدو مخه ونیسي."

تېل ګاز

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د سټنډرډ ملي ادارې د ۲۰۲۵ کال لومړۍ نیمايي کې ویلي وو چې له ایرانه د ټولو واردو شویو تېلو نږدې۶۰ سلنه یې د ټیټ‌کیفیت له امله بېرته ستانه کړي دي

که څه هم د طالبانو حکومت په کابل کې د یو لیتر پټرول بیه ۷۷ افغانۍ، د یو لیتر ډیزل بیه ۷۳ افغانۍ او د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۴ افغانۍ اعلان کړې وه، خو خلک وايي چې بیې عملآ تر دې ډېرې لوړې دي.

په دې وروستیو کې د هرات یو شمېر اوسیدونکو ویلي وو چې په دغه ښار کې د پټرول بیه ۸۶، د ډیزل ۷۵ او د مایع ګاز بیه ۸۲ افغانۍ ته رسېدلې ده.

مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه خان‌ جان الکوزي بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې له ایران سره د امریکا او اسرائيل د جګړې دوام او نورو نړیوالو ستونزو په افغانستان کې هم د نفتو او ګازو پر بیو اغېزه ښندلې.

د هغه په وینا د افغانستان له ۶۰ تر ۷۰ سلنې نفت او ګاز له روسیې او ۳۰ سنله له ایرانه وارېدل، خو روسیې د دغه هېواد د تېلو پر زېرمو د اوکرایین له بریدونو وروسته مرکزي‌ اسیا ته د تېلو صادرات درولي.

‌ نوموړي ویلي‌ وو افغانستان اوس یوازې له ترکمنستانه واردات لري چې د دغه هېواد زېرمې هم ډېرې کمې دي.

د ښاغلي الکوزي په وینا له ایرانه د تېلو واردات له دې کبله کم دي چې د افغانستان له اړخه واردېدونکو نفتو او ګازو ته ټاکل شوي معیارونه تر ډېره نه پوره کوي.

خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت غواړي له ایرانه د نفتو او ګازو د وارداتو زیاتولو سره کورني بازار کې د روسیې د تېلو تشه ډکه کړي.‌