ګرم چای که سوړ څښاک؛ ګرمۍ کې د تندې ماتولو لپاره کوم یو غوره دی؟
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په اوړي کې د ګرمۍ کمولو او د تندې د ماتولو لپاره تر ټولو ښه لاره څه ده؟ ګرم چای وڅښو که یخ څښاکونه؟
کېدای شي په ګرمه هوا کې د ګرم چای څښل عجیب ښکاره شي، خو ځینې معلومات ښيي چې دا کار له بدن سره د لوړې تودوخې په زغملو کې مرسته کوي.
ګرم څښاک د وینې رګونه پراخوي او له همدې امله د بدن د تودوخې په کمولو کې مرسته کوي.
دا بهیر کله رامنځته کېږي؟
ګرم چای په ګرمه هوا کې ګټور انتخاب کېدای شي، خو دا اغېز هغه وخت رامنځته کېږي چې تاسو بهر یاست یا په داسې ځای کې یاست چې ښه هوا پکې ګرځي.
د بدن د تودوخې د تنظیم سیستمونه د تودوخې تبادله برابروي او کله کله په ګرمه هوا کې د لیمو د سړو اوبو پر ځای ګرم چای څښل غوره وي.
نو د ګرم چای د ګټې شرط دا دی چې تاسو په پرانیستې فضا یا ښه هوا لرونکي ځای کې وئ.
که په کور کې یا په داسې ځای کې یاست چې هوا پکې نه چلېږي، نو ګرم چای مه څښئ، بلکې یخ څښاکونه وڅښئ.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ولې ګرم چای له یخو اوبو غوره بلل کېږي؟
که موږ خپل حالت په دقت سره وګورو، وبه وینو چې په ګرمه هوا کې ډېرې اوبه څښو، خو بیا هم د تندې احساس ژر نه ختمېږي. په عمومي ډول بدن یخوالي ته اړتیا لري او ډېری خلک فکر کوي چې یخ څښاکونه به دا اغېز رامنځته کړي او تنده به ماته کړي، خو لږ وخت وروسته بیا د نورو مایعاتو څښلو ته اړتیا پیدا کېږي.
بدن د یخولو اضافي لارې لري چې کله د ډېرې ګرمۍ احساس وکړو، فعالېږي.
د خولې (عرق) له لارې بدن تودوخه بهر باسي او ځان یخوي.
له همدې امله، کله چې یو څوک په ګرمه هوا کې ګرم چای وڅښي، بدن د زیاتې خولې کولو له لارې یخېږي. خو د دې لپاره یو مهم شرط شته: د هوا حرکت باید موجود وي. په ساده ډول، بدن باید د هوا له جریان سره مخامخ وي، چې خوله وچه شي او د تازګۍ احساس رامنځته شي. که تاسو ګرم چای په یوه تړلې کوټه کې وڅښئ، ډېر احتمال شته چې لا به د زیاتې ګرمۍ احساس وکړئ.
کله چې دا ساده قاعده مراعات کړئ، یعنې ګرم څښاکونه په ښه هوا لرونکي ځای یا بهر کې وڅښئ، نو د وینې رګونه پراخېږي او بدن له اضافي تودوخې خلاصېږي.
په پایله کې به ستاسو د تندې احساس د یخو اوبو له څښلو پرتله لږ وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
یخ څښاکونه پر بدن څه اغېز کوي؟
په ګرمه هوا کې هر څوک غواړي د یخ له ټوټو سره د مېوو جوس یا نور یخ څښاکونه وڅښي، خو ساینسپوهانو له ډېر وخت راهیسې ثابته کړې چې دا کار د بدن په یخولو کې ډېره مرسته نه کوي او که اغېز ولري هم، ډېر لنډمهاله وي.
کله چې یخ مایع بدن ته ننوځي، د بدن تودوخه لږ راټیټېږي او خوله کول کمېږي، خو دا اغېز ژر پای ته رسېږي، ځکه بدن خپله اضافي تودوخه نه وي ایستلې. له همدې امله تنده بېرته ژر راګرځي.
یوازېنی هغه حالت چې په اوړي کې د یخو مشروباتو څښلو سپارښتنه کېږي، هغه وخت دی چې تاسو په بند ځای کې یاست، هوا ګرمه او ډېره ځورونکې وي. په دې حالت کې د بدن د زیاتې تودوخې د مخنیوي لپاره یخ مشروبات ګټور دي.
په ګرمه هوا کې انسان د خولې کولو له لارې د ډېرو مایعاتو له لاسه ورکولو له امله ستړی کېږي او ډېری وخت بدن د انرژۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره کافي اوبه نه شي موندلای. له همدې امله په اوړي کې باید دومره اوبه وڅښل شي چې د بدن د دندو د سم کار کولو لپاره کافي وي. په ورځ کې د شاوخوا دوه لېټرو اوبو څښلو سپارښتنه شوې ده.
البته ځینې خلک ډېرې اوبه څښل نه خوښوي. د بدن د اړتیا وړ مایعاتو د ترلاسه کولو لپاره دا نور انتخابونه هم شته:

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- په کور کې جوړ شوی د لیمو جوس
- د ناریال اوبه
- د سبزیجاتو او مېوو جوسونه
- بې غوړو شیدې
- یخ او ګرم چای
- د بوټو چای
او سپارښتنه کېږي چې په ګرمه هوا کې له ګاز لرونکو مشروباتو په بشپړه توګه ډډه وشي، ځکه دا ډېر شکر او کالوري لري، عموماً ګټه نه لري او انسان دې ته هڅوي چې لا ډېر یې وڅښي، چې دا کار د پښتورګو لپاره زیانمن کېدای شي.
سخته ګرمي زموږ پر بدن څه اغېز کوي؟
کله چې د بدن تودوخه لوړېږي، د وینې رګونه پراخېږي. دا کار د وینې فشار راکموي او زړه اړ باسي چې د بدن په اوږدو کې د وینې د ګرځولو لپاره لا ډېر کار وکړي.
دا بهیر کېدای شي د لږو نښو لامل شي، لکه د ګرمۍ له امله د پوستکي خارښت لرونکی دانې (heat rash) یا د پښو پړسوب.
په همدې وخت کې، خوله کول د بدن د اوبو او مالګې د له لاسه ورکولو سبب کېږي او تر ټولو مهمه دا چې په بدن کې د اوبو او مالګې ترمنځ توازن ګډوډېږي.
دا حالت، د وینې له ټیټ فشار سره یوځای، د ګرمۍ له کبله ستړیا (Heat exhaustion) رامنځته کولی شي. نښې یې دا دي:
- سر ګرځېدل
- زړه بدوالی
- ګډوډي یا د فکر خرابوالی
- د عضلو دردونه یا شخوالی
- سر درد
- ډېره خوله کول
- ستړیا او کمزوري



















