لغمان کې سېند ته د کډوالو بار ټېلر د لوېدو کیسه
لغمان کې سېند ته د کډوالو بار ټېلر د لوېدو کیسه
د خپرېدو وخت
له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو یو موټر چې وړمه شپه لغمان ولایت کې سېند ته لوېدلی و چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د پېښې یو ژغورل شوی کس د پېښې کیسه کوي خو وايي د کورنۍ ۱۳ غړي یې وژل شوي دي.
جنت خان وايي، اوبو ته د دوی د کډو بار موټر له لوېدو سره اوبو نژدې ۵۰ متره موټر ورغړاوه.
د جنت خان په وینا، پېښه کې دده درې بچیان یې مړه شوي او یو ژوندی پاتې شو. د یوه ورور یې څلور بچیان وژل شوي او د دویم ورور یې یې پنځه بچیان او مېرمن مړه شول او دوه بچیان یې ژوندي پاتې شول.



