یوه ۱۱ کلن هلک په موټر څنګه نهه بودايي راهبان ووژل
یوه ۱۱ کلن هلک په موټر څنګه نهه بودايي راهبان ووژل
د خپرېدو وخت
پولیس وایي، نهه بودایي راهبان هغه وخت ووژل شول او د هغوی د یون څو نور ګډونوال ټپیان شول، کله چې د تایلنډ په شمال ختیځ کې یو ۱۱ کلن هلک د خپلې مور او پلار پیکاپ موټر پرې وروست.
دغه ۳۵ راهبان او پنځه غیر مذهبي ملګري د موکدهان ولایت په یوه سړک کې د زیارت (پیلګریمج) پر مهال روان وو چې دا پېښه رامنځته شوه. د پولیسو لوړپوړي افسر میجر جنرال پیروت تایپوتسا ویلي دوی لا هم د هلک لپاره د قانوني بهیر د ټاکلو په حال کې دي.



