پر مکې مکرمې د ډرون برید ادعا؛ حوثیان وايي چې سپېڅلي ځایونه نه په نښه کوي
سعودي عربستان وايي چې د مکې مکرمې سرسیم یا حدودو ته له ننوتو مخکې یې د یمن حوثیانو ډرون الوتکه راغورځولې او د برید مخه یې نیولې ده.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دویم ځل دی چې حوثیانو مکه په نښه کړه؛ لومړی ځل یې د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې د بالستیک توغندیو برید و.
له ۵۷ هېوادونو جوړ (د اسلامي همکاریو سازمان) پر مکې مکرمې او مدینې منورې "برید د نه منلو وړ" بللی او ویلي یې دي چې د "زغملو نه دی".
خو حوثیانو چې د ایران له ملاتړه برخمنه وسلهواله ډله ده او د یمن پر لوېدیځه برخه پراخ کنټرول لري، پر مکې د برید ادعا رد کړې. دې ډلې سعودي عربستان په "جعلي ادعاوو او درواغو" تورن کړی دی.
پوځي ویاند یې یحیی سریع ویلي، "له یمنه سپېڅلو ځایونو ته هېڅ ډول ګواښ نه شته. زموږ عملیات د هغوی [سعودي عربستان] پر نفتي تاسیساتو او پوځي اډو ورټول دي او له مقدسو ځایونو ډېر لرې ترسره کېږي".
ښاغلي سریع همداراز ویلي چې حوثیانو پر سعودي عربستان د بېپېلوټو او توغندیو بریدونه د هغو څه باندې ۴۵۰ هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي چې سعودي په دوی باندې په تېره یوه اوونۍ کې کړي دي.
هغه ادعا کړې چې نن چهارشنبه یې په یمن کې د سعودي عربستان یوه جنګي الوتکه هم ویشتې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي سریع ادعا کړې چې د یمن وسلهوالو ځواکونو "هغه وخت د سعودي اېف-۱۵ جنګي جېټ الوتکه وویشته چې د یمن د مارب هوايي حریم په اوږدو کې یې د خپل پوځي فعالیت پر مهال له دوښمنۍ ډک عملیات ترسره کول".
دې ډلې همداراز ویلي چې د دې الوتکې د رانسکورولو لپاره یې "په کور دننه جوړ مهمات" کارولي دي.
بل لور ته پر خواله رسنیو پر مکې مکرمې برید ته منسوبې ځينې ویډیوګانې هم لاسپهلاس کېږي خو بيبيسي تر اوسه نه ده توانېدلې چې کرهوالی یې تایید کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان غبرګون
پاکستان چې له سعودي عربستان سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړی، لومړي وزیر یې پر مکې ادعا شوی ډرون برید "په سختو ټکو" غندلی.
شهباز شریف ویلي چې د پاکستان خلک پر دغه برید "خواشيني او غمجن" دي.
پر اېکس خواله رسنۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ښاغلي شریف ویلي چې، "د نه بښل کېدونکي د دغه عمل په اړه د غم او خواشینۍ شدت بیانولو ته توري نه لري".
هغه له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې له "زغمه" کار واخلي او له نور تاوتریخوالي ډډه وکړي ځکه چې په وینا یې، له دې امله وار دمخه سیمه ډېره زیانمنه شوې ده.
شهباز شریف ویلي چې پاکستان د سعودي عربستان د "حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د حرمین او شریفین د سلامتیا او سپېڅلتیا د دفاع لپاره" له دغه هېواد سره "اوږه په اوږه ولاړ دی".
د یادولو ده چې تر دې وړاندې د ایران، امریکا او اسرائيلو په جګړه کې هم سعودي عربستان په ځلونو د ایران له لوري له بریدونو سره مخ شوی دی.ایران ادعا کوي چې هلته د امریکا پوځ مرکزونه په نښه کوي.
اوس د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو هم پر سعودي عربستان بریدونو ته زور ورکړی دی.
پرون سېشنبه (وږی ۲۴/سپتمبر ۱۵) هم د امنیتي ادارو له لوري په مکه مکرمه، جده او طایف ښارونو کې د لنډ وخت لپاره امنیتي خبرداری خپور شوی و او خلکو ته د بریدونو له خطره د ځان خوندي ساتلو سپارښتنې شوې وې.
خو وروسته د سعودي ملکي دفاع وزارت چارواکو اعلان وکړ چې "اوس ګواښ نه شته".

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د سعودي عربستان د شاهي حکومت کابینې پر ولسي وګړو او ملکي بنسټونو د حوثیانو پرلهپسې بریدونه "په کلکه غندلي" دي.
کابینې د ملګرو ملتونو منشور او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د خپلې دفاع، خپلواکۍ، خلکو او ملي ګټو ساتنې ته په اشارې سره ویلي چې د ایران له ملاتړه برخمنې د دې وسلهولې ډلې پر ضد به سخت ګامونه واخلي.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف ویلي چې تېره ورځ (وږی ۲۴/سپتمبر ۱۵) د سعودي پر درو ښارونو د حوثیانو توغندیو او ډرون بریدونو ۱۳ ملکي وګړي ټپیان کړي او اووه کورونه او دوه موټر یې زیانمن کړي دي.
حوثیانو په دې وروستیو کې د یمن د سره سمندرګي څنډو ته څېرمې ډېرې سیمې له هغو ځواکونو ونیولې چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی او د یمن د واکمن حکومت پلوي دي.
تېره اوونۍ یې په باب المندب تنګي کې "موخا" ستراتيژيک بندري ښار او "پریم" ټاپو هم ونیول.
دا سیمه د هغې مهمې سمندري لارې سویلي دروازه ده چې د سره سمندرګي او سوېس کانال له لارې اسیا او اروپا سره نښلوي.
حوثیانو ویلي چې دوی پر دې بحري مسیر نړیوال سمندري تګراتګ ته کوم ګواښ نه پېښوي خو ټينګار یې کړی چې د سعودي عربستان اړوند بېړۍ به په نښه کوي.
دا د سعودي عربستان لپاره ډېره مهمه سمندري لاره ده ځکه چې د ایران، امریکا او اسرائيلو د جګړې د لاسه په خلېج کې هرمز تنګی تړل شوی او سعودي د خپلو تېلو د صادراتو لپاره پر سره سمندرګي کلکه تکیه لري.



















