ټرمپ د امریکا د وسلو د کمښت راپورونه رد کړل او وايي، د معلوماتو افشا کوونکي 'تعقیبېږي'

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې متحده ایالات د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ دي، او پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي یوه پیغام کې یې ژمنه کړې چې د هغو کسانو لپاره به د ''اوږدمهاله بند سزا'' وغواړي چې د معلوماتو افشا کولو شک پرې کېږي.
ټرمپ د پنجشنبې په سهار ولیکل: ''متحده ایالات د مهماتو ډېرې سترې زېرمې لري، په ځانګړي ډول د ځینو ځانګړو ډولونو مهمات.''
هغه زیاته کړه: ''سربېره پر دې، د اړتیا پر مهال په لویه کچه مهمات تولیدېږي او امریکا ته لېږدول کېږي.''
ټرمپ او پنټاګون د امریکا د پوځي وسلو د زېرمې د وضعیت په اړه له زیاتېدونکو پوښتنو سره مخ دي، په داسې حال کې چې جګړه اوس خپل شپږمې میاشتې ته داخل شوې او د سولې د یوه تړون د ترلاسه کېدو هېڅ څرګنده نښه نه لیدل کېږي.
ایران د امریکا د وسلو د زېرمو د کمېدو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې په کور دننه تولید شوې وسلې یې دا توان ورکوي چې ''هر ډول ګواښ'' ته ځواب ووایي.
د ایران د دفاع وزیر مجید ابن رضا په یوه اېکس پیغام کې لیکلي.
"هره ورځ د دښمن د وړتیاوو د کمېدو نښې لا ډېرې څرګندېږي، خو زموږ وسله وال ځواکونه، چې د هېواد د دفاعي صنعت ملاتړ ورسره دی، په بشپړه توګه چمتو دي چې هر ډول ګواښ ته ځواب ووايي."
هغه زیاته کړه: "هغه کسان چې اوس هڅه کوي د وارداتي سیسټمونو په وسیله امنیت او پوځي برلاسی ترلاسه کړي، ډېر ژر به درک کړي چې د ایران کورنۍ ټکنالوژي په سیمه کې له هر ډول سیسټم غوره ده."
له هغه وروسته چې امریکا د ''اپرېشن ایپېک فیوري'' په نوم پوځي عملیاتو او ورپسې د دواړو لورو په متقابلو بریدونو کې د تولید له پلوه ستونزمن او په لویه کچه توغندیزې وسلې وکارولې، د ټرمپ ادارې هڅه کړې چې امریکایانو ته ډاډ ورکړي چې د هېواد د توغندیو زېرمې لا هم پیاوړې دي.
په امریکا کې د بي بي سي همکارې شبکې سيبياېس نیوز راپور ورکړی چې امریکا د جګړې په ترڅ کې د لېرې واټن دقیقو توغندیو د نړیوالو زېرمو ډېره برخه مصرف کړې ده. دغه راپور د دوو بېنومه سرچینو له قوله خپور شوی چې د موضوع په اړه مستقیم معلومات لري.
په همدې حال کې واشنګټن پوسټ د چهارشنبې په ماښام راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ تېرې اوونۍ د دفاع له وزیر پېټ هېګسېت سره د وسلو او مهماتو د احتمالي کمښت په اړه خبرې کړې وې. دغه راپور هم د بې نومه سرچینو پر بنسټ خپور شوی، خو بي بي سي لا تر اوسه دا راپور نه دی تأئید کړی.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل یوه پیغام کې ولیکل: ''د دغو خیانت کوونکو څرګندونو افشا کوونکي تعقیبېږي او موندل کېږي. د دوی لپاره به د اوږدمهاله بند سزا وغوښتل شي!''
ټرمپ وروسته په یوه بل پوسټ کې د واشنګټن پوسټ راپور ته په مستقیمه توګه اشاره وکړه او وايي: ''زه په رښتیا باور لرم چې د دوی دغه جعلي "خبر ورکول" خیانت دی!''
هغه دغه راز ولیکل: ''زه له هغه کار څخه چې پېټ هېګسېت ترسره کوي، بې حده خوښ یم.''

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د توغندیو د زېرمو په اړه کره معلومات محرم ساتل کېږي. له هغه وخت راهیسې چې پېټ هېګسېت د دفاع وزیر ټاکل شوی، هغه هڅه کړې چې سخت محدودیتونه وضع کړي، چې خبریالان له پنټاګون څخه د معلوماتو راټولولو ته لږ لاسرسی ولري.
د عامو معلوماتو پر بنسټ، د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS)، چې د ملي امنیت یوه څېړنیزه اداره ده، اټکل کړی چې د جولای تر پایه امریکا د پېټریاټ دفاعي توغندیو له ۷۵۹ څخه تر ۸۲۷ پورې پاتې توغندي درلودل. دا په داسې حال کې ده چې د جګړې له پیل مخکې یې شاوخوا ۲٬۳۳۰ توغندي لرل، نو اوس یوازې نږدې درېیمه برخه زېرمه پاتې ده.
مارک کانسیان، چې د سمندري ځواکونو متقاعد ډګروال او د CSIS لوړپوړی سلاکار دی، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې ادارې د اټکل له مخې امریکا د THAAD یا د لوړې ارتفاع د سیمې دفاعي توغندیو شاوخوا ۶۰ سلنه هم مصرف کړي دي. دغه توغندي د دښمن بریدونو د شنډولو لپاره کارول کېږي.
امریکا یوازې د ایران له جګړې سره مخامخ نه ده، د دې هېواد د وسلو غوښتنه په نورو سیمو او شخړو کې هم شته، چې دا وضعیت کولی شي د وسلو او مهماتو پر زېرمو نور فشار هم زیات کړي.
ټرمپ: د هرمز تنګی پرانیستی، خو ایران تل کولای شي پر یو څه ډزې وکړي یا ماین ځای پر ځای کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې د ده په اند هرمز تنګی ''تر یوه بریده پرانیستی دی''، خو هغه د دې سمندري لارې د بشپړ پرانیستل کېدو لپاره د کومې هوکړې د ترلاسه کېدو خبره ونه کړه.
ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، (د زمري ۱۵مه) په سپینه ماڼۍ کې د څو اجرائیوي فرمانونو له لاسلیکولو وروسته خبریالانو ته وویل: ''نه غواړم ووایم چې کومه هوکړه شوې ده، خو (د هرمز تنګی) اوس تر یوه حده پرانیستی دی.''
هغه زیاته کړه: ''موږ پرې کنټرول لرو، خو هغوی تل کولای شي کوم توغندی وتوغوي یا سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي. ان د یوه ماین شتون هم کافي دی چې وضعیت ګډوډ کړي، ځکه هېڅوک نه غواړي خپله د میلیاردونو ډالرو ارزښت بېړۍ د ماین له خطر سره مخامخ کړي. سره له دې، زما په اند چارې ډېرې ښې روانې دي.''
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، له ایران سره په روانو خبرو کې رول لري، خو د خپلې ونډې او ګډون په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.
هغه یو ځل بیا تکرار کړه، چې د ده په اند له ایران سره به جګړه ژر پای ته ورسېږي، ځکه چې د هغه په وینا ''ګومان'' نه کوي چې ایران به وکولای شي ''له دې ډېر دوام ورکړي''.
له دې څرګندونو سره سره د هرمز له تنګي د بېړیو تګ راتګ لا هم ډېر محدود دی. ایران له بېړیو غواړي چې له دې سمندري لارې د تېرېدو پر مهال د دغه هېواد د ساحلونو ترڅنګ حرکت وکړي او له تېرېدو مخکې اجازه تر لاسه کړي.
د سمندري معلوماتو د شننې شرکت ''کېپلر'' د معلوماتو له مخې، له یکشنبې تر سې شنبې پورې هره ورځ له لسو کمې بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.



















