د طالبانو پنځه کلنه واکمني؛ ولې شیعه عالمان "د شیعهګانو په زړه کې د خنجر" خبره کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, علی حسینی
- دنده, بیبیسی
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د طالبانو له خوا د کابل له نیولو یوه نیمه میاشت وړاندې، د دوی د هغه وخت د "دعوت او ارشاد" کمېسیون رییس امیرخان متقي د دایکنډي ولایت شیعه مېشتې ولسوالۍ کجران ته لاړ او هلته یې یو شمېر اوسېدونکو ته وویل:
"د افغانستان اسلامي امارت تبعیضي تګلاره نه لري. لکه څنګه چې د اهل سنتو عزت او قدر کوي، په همغه اندازه د اهل تشیع قدر او عزت هم کوي."
خو پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت له پیله نهه میاشتې وروسته، په کابل کې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا لوړپوړي چارواکي د داسې یوې صحنې شاهدان وو چې تمه یې نه لرله.
د دوی مشورتي غونډه د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ګډوډه شوه. لوحې پر ځمکه وغورځول شوې او د غونډې نظم ګډ وډ شو.
د غونډې یو برخه وال، چې هلته یې له پېښې وروسته د صحنې عکاسي کوله، وویل:
"اسلامي امارت برید وکړ او د قران کریم ایاتونه یې تر پښو لاندې کړل."
که څه هم د طالبانو مسوولینو د دې پېښې د څېړنې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې لا لامل معلوم شوی نه دی.
تر دې وروسته پرلپسې نورې پېښې هم وشوې چې ښيي شیعهګان د طالبانو حکومت د چلند په اړه نیوکې لري.
د طالبانو حکومت بیا د شیعهګانو د مذهبي مراسمو پر ازادۍ ټینګار کوي او وايي چې هیڅ ډول حذفي تګلاره نه شته.

د شیعهګانو وضعیت څنګه دی؟
د دې پوښتنې ځواب به د ایتالله واعظزاده بهسودي له خولې واورو:
"پر (شیعهګانو) ډېر فشارونه دي، په ځانګړي ډول مذهبي فشار، په رښتیا د زغملو نه دی. له تعلیمي نصاب څخه د جعفري فقهې اېستل، که د زغملو وي، موږ وویل لږ تر لږه مذهبي آزادي راکړئ چې موږ په خپله فقه کې په ازاده توګه عمل وکړو. دا خو زموږ مسلم او طبیعي حق دی. دا ازادي هم نه راکول کېږي."
د شیعهګانو غوښتنې څه دي؟
په افغانستان کې د شیعهګانو کره شمېره معلومه نه ده، خو ویل کېږي چې د ټولو وګړو ۱۵ سلنه برخه یې جوړوي.
هغوی لږ تر لږه څلور مشخصې غوښتنې لري:
د شیعه مذهب په رسمیت پېژندل
- په محاکمو کې د شخصیه احوالو د قانون پلي کول
- د شیعه مېشتو ولایتونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د شیعه فقهې تدریس
- د حکومت په اډانه کې د شیعهګانو شتون
دا موارد د "جمهوریت" په نظام کې عملي کېدل.

له شعیه عالمانو پرته د عالمانو شورا
د طالبانو د حکومت په لومړیو کې، هبتالله اخندزاده د عالمانو ولایتي شوراګانو د جوړولو امر وکړ. په ۱۴۰۲ کال کې د دایکنډي ولایت د (شیعه او سني) عالمانو ترمنځ په ولایتي شورا کې د غړیتوب لپاره ټاکنې وشوې.
پرېکړه شوې وه چې ۲۵ تنه د ولایتي شورا غړي به شیعه او ۱۵ تنه به سني عالمان وي.
د وړاندیز شویو عالمانو نوملړ (د شیعه او سني روحانیونو په ګډون) د طالبانو رهبر ته وړاندې شو، خو هبتالله اخندزاده د شیعه روحانیونو نومونه ترې واېستل.
کیسه په نورو ولایتونو کې هم ورته ده.
کله چې د ۱۴۰۲ کال د سنبلې په ۲۸مه هبتالله اخندزاده د بامیان، دایکنډي، سرپل، میدانوردګ او غور ولایتونو د عالمانو شوراګانې اعلان کړې، د دغو ولایتونو د شیعه روحانیونو نومونه په کې نه لیدل کېدل، په داسې حال کې چې دا ولایتونه اکثره شیعه مېشتي دي یا هم په کې د شیعهګانو شمېر ډېر دی.
د طالبانو د حکومت له لوري تر اوسه په دې اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی.
"په افغانستان کې ټول د حنفي مذهب پیروان دي"
په تېرو وختونو کې د طالبانو د حکومت د لوړو چارواکو له خوا داسې څرګندونې شوې چې د افغانستان د شیعه ټولنې اندېښنې یې را پارولې دي.
په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو رهبر وویل:
"زموږ په افغانستان کې، مطلق اکثریت، ټول، پرته له خورا لږو کسانو، د مبارک امام صاحب حضرت امام ابو حنیفه رحمهالله په مذهب دي."
سږکال هم د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم وویل:
"د افغانستان د بریا راز په همدې کې دی چې ټول په افغانستان کې د یوه مذهب پیروان دي چې هغه حنفي مذهب دی."
ښاغلي ندیم درې کاله وړاندې هم ویلي وو:
"افغانستان ته خدای تل د دوښمنانو پر وړاندې بریا وربخښلې ده. په دې علت چې په افغانستان کې مذاهب نه شته، یو مذهب د امام ابو حنیفه رحمهالله دی. ټول افغانان په یوه مذهب دي."
شیعهګان چې د شیعه عالمانو د شورا په وینا، د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې شته، اندېښمن دي چې هسې نه دغه ډول یوـمذهبي نظر په عمل بدل شي او پر شیعهګانو د محدودیتونو لامل شي.
اوس د لوړو زدکړو وزارت د لارښوونې پر بنسټ، شیعه محصلین باید د یوې فورمې په لاسلیکولو سره تعهد وکړي چې له حنفي فقهې به پلوي کوي.
د ایتالله واعظزاده غبرګون دا و:
"په پوهنتونونو کې دا جبري کوي چې محصل باید حنفي شي یا پوهنتون پرېږدي، چې دا په رښتیا په خیر نه ده. دا نو څه ستونزه لري چې یو څوک د جعفري فقهې پیرو هم وي او محصل هم وي؟"
ایتالله حجت هم غبرګون وښود:
"دا څه شی دي چې فقره مو لیکلې چې یو زده کوونکی چې پوهنتون ته ننوځي باید امضا یې کړي چې زه ژمنه کوم چې د حنفي فقهې پلوي به کوم... نه، زه شیعه یم. [ایا] تاسو کولای شئ یوه حنفي ته ووایئ چې ولیکه او امضا کړه چې ته ژمنه کوې د جعفري مذهب مطابق عمل وکړې؟! لکه څنګه چې هغه یې نه شي کولای، موږ یې هم نه شو کولای. "

د عکس سرچینه، Getty Images
محدودیت که امنیت؟
په هغو لومړیو کې چې د طالبانو ځواکونو کابل ونیوه، یو انځور خپور شو چې د دې ډلې څو وسله وال کسان د محرم د ماتم جنډې کښته کوي.
هغه کس چې د دې صحنې عکاسي یې کوله، په پښتو ژبه یې وویل:
"د شیعهګانو بیرغونه خلاصوي"
په تېرو پنځو کلونو کې د شیعهګانو د ماتم بیرغونه له ډېرو سیمو کښته کړل شوي دي او د طالبانو حکومت امر کړی چې د ماتم مراسم دې یوازې په جوماتونو کې وشي او د ماتم بیرغونه دې کښته شي.
د طالبانو حکومت د دې اقدام لامل د داعش د بریدونو پر وړاندې د شیعهګانو د امنیت تامینول بللي دي.
د تېر جمهوریت پر مهال چې افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په پراخه جګړه کې ښکېل وو، داعش ځلونه پر شیعهګانو خونړي بریدونه وکړل.
له هغه وخته چې د طالبانو حکومت واک ته رسېدلی دی، پر شیعهګانو د داعش بریدونه پاموړ کم شوي دي.
یو شمېر شیعهګان بیا "د دغو محدودیتونو زیاتوالي" ته په اشارې ادعا کوي چې د دغو محدودیتونو موخه له امنیتي اندېښنو هاخوا او "مذهبي" ده.
د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري چې په منځنۍ کچه کې د طالبانو د حکومت له یوازېنیو ۳ شیعه غړو څخه دی، جلا نظر لري.
هغه بي بي سي ته وویل:
"شیعه ټولنه دغه وضعیت د فرصتونو لرونکی هم ارزیابي کوي. مثلاً د شیعه ټولنې لپاره امنیت شته. شیعه مذهب اسلامي امارت لغوه کړی نه دی. هزارهګان او شیعهګان یې له خپلو وګړنیزو حقونو محروم کړي نه دي. یعنی د شیعه وګړنیز حق یې نه دی نفي کړی. ځینې محدودیتونه بې له شکه شته."
خو د شیعهګانو نامتو روحانیون بیا بېل لیدلوري لري
له ډلې یې ایتالله واعظزاده په خپلې یوې نیوکګرې وینا کې د طالبانو حکومت ته په خطاب کې وویل:
"ستاسو عالم دې محترم، زموږ عالم دې محترم نه وي؟ ستاسو مذهب محترم، زموږ مذهب دې محترم نه وي؟ ستاسو فقه محترمه، زموږ فقه دې محترمه نه وي؟ دا انصاف دی؟."
د هغه په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې هبتالله اخندزاده د شیعه روحانیونو هیڅ یوې غوښتنې ته چې د شیعه ټولنې د اندېښنو، سپارښتنو او وړاندیزونو د شریکولو لپاره یې له هغه سره د لیدنې غوښتنه کوله، پام نه دی کړی او له پنځو کلونو وروسته هیڅ شیعه روحاني نه دی توانېدلی چې له هغه سره خبرې وکړي.
"د شیعهګانو په زړه کې خنجر"
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې دوه خورا مهم شیعه بنسټونه، د خاتمالنبیین علمیه حوزه او د تمدن تلویزیون په دې ادعا بند کړي چې دا د ایتالله محسني په مشرۍ د حرکت اسلامي د سیاسي ګوند اړوند مرکزونه دي.
خو دا ادعا د شیعه بنسټونو له خوا رد شوې او ویل شوي دي چې دواړه بنسټونه د حرکت اسلامي ګوند له رهبرۍ څخه د ایتالله محسني له استعفا وروسته جوړ شوي دي.
ایتالله حجت د طالبانو د حکومت د دې اقدام په غبرګون کې وویل:
"د تمدن تلویزیون یې بند کړی دی. د خاتمالنبیین علمیه حوزه یې بنده کړې ده. په داسې حال کې چې د دغو بنسټونو د دوسیو څېړنه روانه وه. محکمې باید پرېکړه کړې وی. خو له بده مرغه د عدلیې وزیر په خپل سر راغلی او فرمان یې ورکړی دی. دا د افغانستان د خلکو اتحاد ته زیان رسول دي. موږ خلک احساس کوو چې له تبعیض سره مخامخ یو. د تمدن تلویزیون، له اسلام پرته څه ویلي وو؟."
هغه د طالبانو د حکومت دا اقدام، هغه هم د محرم په میاشت کې چې د شیعهګانو لپاره خورا مهمه ده، "د شیعهګانو په زړه کې خنجر" وباله.
په تېرو پنځو کلونو کې د شیعهګانو پر وړاندې د طالبانو د حکومت لیدلوری ښيي چې، د هغه څه پر خلاف چې امیرخان متقي واک ته د طالبانو له راستنېدو یوه نیمه میاشت مخکې له شیعهګانو سره ژمنه کړې وه، شیعه روحانیون د خپلو حقونو ترلاسه کولو ته ناهیلي ښکاري.















