تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصنوعي ځیرکتیا هماغه د اخرې زمانې دجال دی چې خلک شیطان پرستۍ ته هڅوي؟
- Author, لیبو ډیسکو
- دنده, د نړیوالو دینونو په چارو کې د بي بي سي خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
دا خبرې د ټیکنالوژۍ د صنعت د یوې بلې پېژندل شوې څېرې له خوا د بشریت پر وړاندې د نږدې ګواښ په اړه نه دي راپورته شوې، د فیلیپ انټوني مېشل له خوا شوې دي، چې په اتلانتا کې مېشت یوه اغېزناکه مذهبي څېره ده. له «اخرالزمان» د هغه موخه د نړۍ پای دی.
اوس، د مېشل له دې وړاندوینې لږ تر لږه یو کال وروسته، یو شمېر نورې پېژندل شوې عیسوۍ څېرې هم پر ټیک ټاک، پوډکاسټونو او خپلو لیکنو کې پر دې پوښتنې بحث کوي چې ایا مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د نړۍ د ویجاړۍ لاره هواره کړي. ګرګ لوري، د یوې لویې کلیسا مذهبي مشر دی، هغه پوښتي "ایا مصنوعي ځیرکتیا د اخرالزمان د سناریو یوه برخه کېدای شي؟" او ځواب هم وايي: "شونتیا یې ډېره ده." مایک سینیورلي، یوه بله مذهبي څېره ده، هغه هم په یوه پوډکاسټ کې خبرداری ورکوي او وايي "مصنوعي ځیرکتیا د دې بهیر یوه نه جلا کېدونکې برخه ده چې دجال به څنګه راڅرګندېږي." دا مذهبي څېرې مني چې مصنوعي ځیرکتیا د ښو موخو لپاره کارول کېدای شي، خو ورسره خبرداری ورکوي چې دجال، چې په عیسوي باورونو کې د شیطان استازی ګڼل کېږي، ښايي له هغې د خلکو د غولولو او د خدای پر ځای د ځان لوري ه وربللو ته د هغوی د هڅولو لپاره کار واخلي. په مسیحیت یا عیسوي دین کې، «اخرالزمان» د نړۍ د وروستیو ورځو په اړه وړاندوینې ته اشاره کوي. «دجال» د خدای د دوښمن په توګه پېژندل کېږي چې له نبي حضرت عیسی سره په جګړه کې له ماتې خوړلو وړاندې واک ترلاسه کوي. دا باورونه تر ډېره بریده د انجیل له وروستي کتاب «د یوحنا مکاشفه» اخیستل شوي دي. په دې کتاب کې روښانه او وېروونکي انځورونه اورول شوي دي، له هغې شمېرې "هغه بلا چې له سمندره راوځي" او اووه سرونه او لس ښکرونه لري؛ داسې یو مخلوق چې ځینې یې د دجال سمبول ګڼي. ډېر عیسویان د مکاشفې د کتاب روایتونه استعاري ګڼي او ځینې پر دې باور دي چې دا روایتونه د روم امپراتورۍ له خوا د لومړنیو عیسویانو ځورولو ته اشاره کوي. خو بله ډله یې وړاندوینې ګڼي او ځینې ان پر دې عقیده دي چې مصنوعي ځیرکتیا ښايي همغه «دویمه بلا» یا «دروغجن پېغمبر» وي چې انسانان د دجال لمانځلو او ملګرتیا ته غولوي، یا ان پخپله دجال وي.
مصنوعي ځیرکتیا بې له شکه د نړۍ د بدلولو په حال کې ده او د هغې ځواک او وړتیاوو یو لړ اندېښنې راولاړې کړې دي. د انتروپیک شرکت د پخواني څېړونکي جېکوب کاکسون له هغو څرګندونو نیولې چې ویلي یې دي "کېدای شي موږ ټول په خورا نږدې راتلونکي کې مړه شو" د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو تر مدیرانو پورې چې خبرداری یې ورکړی که د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا چټکتیا ورو نهشي، ښايي شي له ځانه سره خطرونه ولري.
د سنت جان د الهیاتو د پوهنځي او علمي حوزې استاد نورین هرزفلد ، چې د مصنوعي ځیرکتیا او د ټیکنالوژۍ د اخلاقو په برخه کې تخصص لري، وایي: "د اخرالزمان په اړه بحثونه په هغو دورو کې چې لوی بدلونونه رامنځته کېږي، زیاتېږي. دا بحثونه له خلکو سره مرسته کوي چې ټولنیز فشارونه درک کړي او هغوی ته دا احساس ورکوي چې دا پېښې ناڅاپي نه دي، د الهي طرحې او ارادې یوه برخه ده."
هرزفلد پر دندو د مصنوعي ځیرکتیا اغېز له صنعتي انقلاب سره پرتله کوي هغه بدلون چې له ځان سره یې خورا ګونګ حالت او اضطراب درلود.
اغلی هرزفلد وایي: "موږ د چټکو بدلونونو په یوه دوره کې ژوند کوو او د دې شاهد یو چې د کمپیوټر ټیکنالوژي له پخوا خورا په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده. موږ ته ویل کېږي چې دا ټیکنالوژي به دندې له منځه یوسي، هرڅه به بدل کړي او په هرڅه کې به بدلون راولي. له داسې چټکو بدلونونو سره ځان سمول د خلکو لپاره خورا سخت کار دی.."
د دې اندېښنو ترڅنګ، دا احساس هم شته چې انسانانو د خپل واک او کنټرول یوه برخه بایللې ده، مصنوعي ځیرکتیا، غواړو که نه غواړو، زموږ د ژوند یوې لویې برخې ته ننوځي. هممهاله، د سېلیکون وادي د ټیکنالوژۍ د صنعت د څېرو له خوا خبرداری ورکول کېږي چې وایي "۱۰ یا ۱۵ سلنه شونتیا شته چې مصنوعي ځیرکتیا موږ ټول له منځه یوسي."
هرزفلد وایي: "که خلک احساس کړي چې خدای د چارو کابو او واګې په لاس کې لري او دا پېښې یو هدف لري او له مخکې مقدر شوې دي، کولای شي له ځانه وپوښتي: زه څنګه غواړم له دې شرایطو سره مخ شو؟ څه کار باید وکړم؟ څنګه کولای شم د خیر په خلکو کې ودرېږم، نه د شر په جبهه کې؟"
د پیو څېړنیز مرکز د ۲۰۲۲ کال د یوې نظر پوښتنې له مخې، نږدې ۴۰ سلنه امریکایان پر دې باور دي چې موږ د اخرالزمان په دوره کې ژوند کوو. دا شمېره د عیسویانو ترمنځ ۴۷ سلنې ته رسېږي.
د کارپوهانو په وینا، دا خبرې لسیزه په لسیزه تکرارېږي او د هرې دورې اندېښنې د «دجال» شخصیت ته منسوبېږي.
د امریکا په شمالي کارولینا کې د ایلون پوهنتون اتساد جیفري سي. پیو وایي: "زما انا فکر کاوه چې فرانکلین ډیلانو روزولټ همغه دجال دی."
روزولټ په هغه وخت کې د امریکا ولسمشرۍ ته ورسېد چې دا هېواد له لوی اقتصادي ناورین او د سختې بېوزلۍ او ناامنۍ له دورې سره مخ و. د هغه حللاره، د «نیو ډیل» پروګرام، په هغه وخت کې یو انقلابي ګام ګڼل کېده.
پیو وایي د هغه د انا لیدلوری "دا ښيي چې د روایتونو او انجیل له منځپانګې سره د ورځنیو پېښو د اړیکولو هڅه تر کومه بریده غیرمنطقي ده."
که څه هم د اخرالزمان په اړه بحث تل په امریکا کې مطرح و، خو په ۱۹۶۰ لسیزه کې ورته ډېره پاملرنه وشوه.
پیو وایي: "دا دوره د پراخو ټولنیزو ناخوالو وخت و. موږ د دوو سیاسي مشرانو ترور ولید، که مارټین لوتر کنګ جونیور هم حساب کړو، درې تنه دي. ښارونه د سپین پوستو د ځپونکو کیسو له امله د تورپوستو د غوسې له امله په اور کې سوځېدل. ځوانانو هم په داسې بڼه چې مخکې یې بېلګه نه وه لیدل شوې، د خپلو نظرونو او لیدلورو په څرګندولو پیل وکړ" له جګړې ضد اعتراضونو نیولې د ځوانانو تر احتجاجي کلتور بڼې نیولو پورې هر څه نوي وو.
'وېروونکې ټیکنالوژۍ'
په ۱۹۷۰ لسیزه کې، د "په وروستیو ورځو کې زموږ لویه ځمکه" په نوم کتاب خورا مشهور شو، هغه کتاب چې د اخرالزمان اړوند وړاندوینې یې په مخامخ ډول د هغه وخت له سیاسي پرمختګونو او پېښو سره تړلې.
پیو وایي: "له هغه وخت وروسته، هر ټولنیز بدلون او ناخوالې له اخرالزماني تصوراتو سره تړل کېدل."
د سړې جګړې په دوره کې، شوروي اتحاد او کمونېزم د دجال په توګه پېژندل کېدل. د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته هم ځینو مسیحیانو اسلام دجال باله.
ډاکټر پیو زیاتوي: "د هرې دورې وېره او اندېښنې تر ډېره د اخرالزمان په کیسو او روایتونو کې منعکسېږي."
سټیفن ډریسکول، استرالیایي مذهبي څېره او د 'زموږ په انځور جوړ شوی: خدای، مصنوعي ځیرکتیا او تاسو' کتاب لیکوال وایي په کره ډول نه پوهېږي چې دجال څوک یا څه شی دی.
هغه مصنوعي ځیرکتیا "د انسان لخوا له جوړو شویو ټیکنالوژیو یوه تر ټول وېروونکې" بولي او وایي دا ټیکنالوژي کېدای شي د دجال لپاره "یو احتمالي بدیل" وي. له دې سره سره، د هغه پر باور، د راتلونکي وړاندوینه کولو لپاره د انجیل کارول ډېر سم کار نه دی.
ډریسکول وایي: "انجیل د دجال د هویت په اړه له اټکلونو پورته څه وړاندې کوي." د هغه په وینا، انجیل "موږ بدلون ته چمتو کوي، د کار په اړه یو الهي لیدلوری راکوي او داسې اڅه راکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پر واقعیت ولاړ فکر وکړو."
"د خدای اطاعت"
په (تورات/عتیق) او زړو روایتونو کې په کرنه کې د ټیکنالوژیکو نوښتونو، وسایلو او نورو توکو یادونه شوې او راغلي چې "دا ټول د خدای له لوري دي."
ډریسکول وایي: "خدای په ټیکنالوژۍ کې د حکمت سرچینه ده" او "د ټیکنالوژۍ پر ټولیزو دورو، له ډبرینې، برونزي، اوسپنیزې او فولادي دورې نیولې تر اټومي او مصنوعي ځیرکتیا دورې پورې" بشپړ واک لري.
د ډریسکول په وینا، په زړو روایتونو کې، دانیال د جلاوطنۍ پر مهال د څو امپراتوریو تر واکمنۍ لاندې ژوند کاوه چې هرې یوې جلا ټیکنالوژي کاروله.
هغه وایي دانیال "نه شي کولای وخت کنټرول کړي یا د راتلونکو امپراتوریو د رامنځته کېدو مخه ونیسي، اګر که هغوی له ځان سره مصیبتونه راوړي."
"خو کولای شي خپل ایمان او هیله وساتي، سم ژوند وکړي، له خلکو سره مینه وکړي او هر چېرې چې وي د خدای اطاعت وکړي."
"هغه نه شي کولای وخت کنټرول کړي، خو کولای شي ښه او مناسب ژوند وکړي."
نو ځکه، که موږ د نړۍ له پای سره مخ شو او که نه شو، په پای کې به هر څه په غوره بڼه ترسره شي.
ډریسکول وایي: "هر څه چې کېږي لزوماً ښه نه دي" خو تر ټولو مهمه دا ده چې "خدای ښه دی او د چارو واک او اختیار د هغه په لاس کې دی."