تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داعش ډلې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د وژلو مسوولیت ومانه
د اسلامي دولت ډلې (داعش) د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس، ذبیحالله امیري، د وژلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د دغې ډلې خراسان څانګې په ټیلیګرام کې په خپره کړې یوه اعلامیه کې د ښاغلي امیري عکس خپور کړی، خو د نوم له یادولو پرته یې هغه په سیمه کې د ''اطلاعاتو او کلتور مسؤول'' بللی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ډلې کسانو فیضآباد ښار ته نژدې ''د طالبانو د مشرتابه یو غړی'' او د هغه یو ساتونکی په ډزو وژلي دي.
داعش ادعا کړې چې ذبیحالله امیري د چهارشنبې ورځې په سهار وژل شوی دی.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د داعش د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
له دې مخکې د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار بي بي سي سره خبرو کې تائید کړې وه، چې پر سې شنبه د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري د دوو موټر سایکل سپرو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
دغه پېښه د بدخشان مرکز فیض اباد او بهارک سیمې تر منځ غځېدلې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، یو بریدګر د ښاغلي امیري د ساتونکو لخوا په ډزو وژل شوی او دویم هغه د پېښې له ځایه تښتېدلی و، چې وروسته وپېژندل شو، په ټپي حالت کې نیول شوی دی او درملنه یې روانه ده.
ښاغلي کامګار د دې پېښې انګېزې په تړاو د بي بي سي پوښتنې ته په ځواب کې وویل، تر اوسه معلومه نه ده، چې د پېښې عاملین د طالبانو حکومت وسله وال مخالفین دي او که دا پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې، خو په خبره یې پلټنې پیل شوې دي.
دا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې پورې د تړلو کسانو لخوا درېیم برید ګڼل کېږي، چې د تېرو کلونو پرتله د دې ډلې د فعالیتونو د پاموړ کمښت څرګندوي.
بدخشان کې د داعش خراسان بریدونه کم لیدل کېږي، ځکه دا ولایت د دې ډلې د دودیزو فعالیتونو له سیمو بهر بلل کېږي.
دغه وروستی برید په داسې حال کې شوی چې په وروستیو کې په بدخشان کې د طالبانو د حکومت پر ضد د وسله والو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.
د طالبانو د حکومت یوې وسله والې مخالفې ډلې، ''د ازادۍ جبهې'' تېره اوونۍ ادعا وکړه چې د ۱۴۰۵ کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه یې د پنجشنبې په سهار د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ پر امنیتي پوستو ''ناڅاپي بریدونه'' کړي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې د بدخشان او د پاکستان د چترال سیمې ترمنځ سیمه کې له وسله والو مخالفانو سره په نښته کې پنځه مخالف وسله وال وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ، یوې بلې وسله والې ډلې چې ځان ته ''سپاهیان میهن'' نوم ورکوي، د جولای په ۱۷مه اعلان وکړ چې وسله والو یې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ کنټرول د څو ساعتونو لپاره په لاس کې اخیستی و.
د طالبانو حکومت هم تائید کړه، چې یفتل ولسوالۍ د ''لنډې مودې لپاره'' د دې حکومت د مخالفو وسله والو کسانو لاس ته لوېدلې وه.
ذبیحالله امیري د طالبانو د حکومت له پېژندل شويو رسنيزو څېرو یو و او په وروستيو کلونو کې یې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بېرته واکمنېدو او د امریکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو هدفي وژنې کمې رامنځته شوې دي.
د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.
له هغه مخکې د ۲۰۲۳ کال په جون کې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د موټر بم چاودنې له امله د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي او د هغه موټر چلوونکی ووژل شول.
د داعش سیمه ییزې څانګې، چې د داعش خراسان په نوم پېژندل کېږي، د هغه برید مسوولیت منلی و. دې ډلې دغه راز د هغه ځانمرګي برید مسوولیت هم پر غاړه واخیست چې څو ورځې وروسته یې د نثار احمد احمدي د یادغونډې مراسم په نښه کړل او لږ تر لږه ۱۳ کسان یې ووژل.
دغه راز د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل په هغه چاودنه کې ووژل شو چې د هغه دفتر یې په نښه کړی و.