منځنۍ اسیا ته د نږدې کېدو یو بل ګام: افغانستان له ازبیکستان سره تازه هوکړې کړي

هوکړه لیکونه

د عکس سرچینه، MoICAFGHANISTAN

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې کابل ته د ازبیکستان د نمنګان والي او د دغه ولایت د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د سفر پر مهال، د افغانستان له خصوصي سکټور سره د شاوخوا ۵۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوکړه لیکونه په بېلابېلو برخو کې دي لاسلیک شوي "په افغانستان کې د چرګانو د بچیو د تولید فابریکې جوړول، د سمنټو، سکرو، لوبیا، مۍ او اسفالټ واردات او صادرات، د وچو میوو او سبزیو صادرات، د غوړیو، پیټرول تېلو، قیر، مسو او خوراکي توکو واردات، د نا الکولي څښاک صادرات، ورزشي همکارۍ او د هګیواو چرګانو تولید" د دغو هوکړو مهمې برخې یادې شوي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، افغانستان له ازبیکستان سره "د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو په برخه کې یو د ډاډ وړ ملګر هېواد" بللی دی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې "هغه هوکړه چې د افغانستان له لوري د ۸ قلمو او د ازبیکستان له لوري د ۶ قلمو توکو لپاره د ترجیحي تعرفې په اړه شوې وه، اوس د ازبیکستان له خوا ۸ قلمونه توشېح شوي او افغانستان کولی شي دا توکي صادر کړي."

ترجیحي تعرفې په اصل کې له یوه هېواده بل هېواد ته د ځانګړو وارداتي توکو لپاره د ګمرکي محصول کمول یا لغوه کول دي.

والی نمنگان ازبیکستان

د عکس سرچینه، MoICAFGHANISTAN

د عکس تشریح، د نمنګان والي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ازبیکستان د نمنګان د والي، شوکت عبدالرازقوف، له قوله ویلي چې د نمنګان ولایت له ۴۰ زرو سوداګرو او پانګوالو ، په دې پلاوي کې تر ۴۰ ډېر لوی سوداګر او پانګوال افغانستان ته تللي وو.

د طالبانو حکومت او د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړې توګه ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه په وروستیو کلونو کې د پراخېدو په حال کې ده.

چارواکي وايي چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر یو نیم میلیارد ډالرو اوړي، خو په دې وروستیو کې د ازبیکستان لومړي وزیر مرستیال له طالبانو حکومت سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې تر پنځه میلیارده ډالرو پورې د لوړولو په اړه د هوکړې خبر ورکړی و.

افغانستان چې دا مهال په سوېل او ختیځ کې له خپل ګاونډي پاکستان سره په شخړو کې ښکېل دی، منځنۍ اسیا ورته د سوداګرۍ او ټرانزېټ یوه مهمه او بدیله لاره ده. سره له دې چې کابل له اسلام اباد سره د ناسازه اړیکو له امله له سویلي اسیا مخ ګرځولی خو په منځني ختیځ کې وروستي کړکېچ دا حالت د افغانستان په ګټه ګرځولی دی.