د وخت اندازه کولو تاریخ: څنګه ګړۍ پر ۶۰ دقیقو ووېشل شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جوسلین ټمپرلي
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
پنځه زره کاله وړاندې له رازونو ډکې یوې پرېکړې دا غوراوی وکړ چې وخت څنګه معلوم او اندازه شي. د ۱۷۹۳ کال په اکټوبر کې د انقلاب په پایله کې د فرانسې رامنځته شوي نوي حکومت د وخت بدلولو یوه تجربه وکړه.
پرېکړه دا وه چې ورځ د ۲۴ پرځای په ۱۰ ساعتونو ووېشل شي. هر ساعت به ۱۰۰ دقیقې او هره دقیقه به ۱۰۰ ثانیې وي، په داسې حال کې چې یوه اونۍ به ۱۰ ورځې وي او دې سره بیا د وخت د پخواني اعشاري نظام ته د اړولو کار پیل شو.
په ښاروالیو کې داسې ساعتونه ولګول شول چې په اعشاري ډول یې وخت ښود او دولتي چارې په نوي کالیز کې ثبتېدلې. دا تجربه پایېدونکې نه وه ځکه خو ډېر ژر ستونزې رادبره شوې. د شته ساعتونو اړول نوي نظام ته خورا ستونزمن ثابت شول.
دې چارې فرانسه له خپلو ګاونډیو هېوادونو جلا کړه، او کلیوالو خلکو ته هم دا خبره د خوښې وړ نه وه چې رخصتي ورته په هره ۱۰مه ورځ ورکړل شي.
په پایله کې، په فرانسه کې اعشاري وخت ایله یو کال پاتې شو.
موږ شمېرل څنګه پیل کړل؟
په ورځ کې ولې ۲۴ ساعته، په هر ساعت کې ۶۰ دقیقې او په هره دقیقه کې ۶۰ ثانیې وي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید ساعت شا ته وګرځوو او د پخوا زمانو هغه پړاو ته لاړ شو کله چې د وخت د شمېرلو انګېرنې لا نه وې رامنځته شوې.
شپېته دقیقې له کومه شوې؟
د دې پیل په پخوانۍ زمانه کې له سومري وګړو وشو. هغوی له میلاد وړاندې ۵۳۰۰ تر ۱۹۴۰ کلونو په میسوپوټیمیا (د اوسني عراق سیمه) کې اوسېدل او د ښارونو جوړول هغوی پیل کړل. د خړوبولو او قلبې (ایوې) کولو د نظام ترڅنګ، د لومړي تحریري نظام جوړولو ویاړ هم هغوی ته رسیږي. د ۶۰ پر تصور ولاړ د شمېرو فکر هم هغوی ورکړ.
خپل لاس پورته کړئ او ګوته قاته کړئ، تاسو ته به ښکاره شي چې په هغې کې درې بندونه دي. له غټې ګوتې پرته د یو لاس د څلورو ګوتو بندونه وشمېرئ، تاسو به ۱۲ ته ورسېږئ. اوس د بل لاس یوه ګوته پورته کړئ او مخکې شمېرل شوي ۱۲ د یو په توګه حساب کړئ.
دا لړۍ تر هغه جاري وساتئ چې د بل لاس پنځه واړه ګوتې وکارول شي. ستاسو شمېر چېرته ورسېد؟ (۱۲ ضرب ۵) ۶۰. ګومان کېږي چې سومريانو پر همدې بنسټ خپله ریاضیکي اډانه پر ۶۰ ټاکلې وه او همدا پرېکړه نن د وخت په اندازه کولو کې کارول کېږي.
د کاناډا د نیو برنسویک پوهنتون کې د لومړنیو تحریري نظامونو کارپوه "مارټین ولس مونرو" وایي، هغه وخت ښارونه پراخېدل او کرنیز نظامونه مخ پر وده او عصري کېدل. د دې د ریکارډ ساتلو لپاره سومري وګړو اړتیا احساس کړه چې د لیکلو او شمېرلو په نظام کې هم نوښت راولي.
د شمېرو د ثبتولو لپاره هغوی د خټو کوچنۍ تختې کارول پیل کړل. ډېرې تختې د اوسني ځيرک فون په اندازه یا تر هغه هم کوچنۍ وې. بیا لیکینزې یا تحریر ته د انځور بڼه ورکړل شوه. د خټو دا تختې د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې وموندل شوې او تشرېح یې پیل شوه.

د عکس سرچینه، Cuneiform Digital Library Initiative
د مونرو په وینا، له دې څرګندېږي چې سومري وګړو ډېر عددي نظامونه کارولي. د ریاضي لپاره، د ستورپوهنې لپاره او د وخت لپاره هم دوی بېلابېلې شمېرې کارولې دي. ډېر ژر دې چارې د یو بشپړ نظام بڼه غوره کړه. سومریانو۶۰ پر هماغه ډول کاراوه لکه نن چې موږ ۱۰ کاروو. یعنې تر نهه رسېدو وروسته کیڼ لور ته یو او ښي لور ته صفر لیکو.
د امریکا د براون پوهنتون په علومو او پخواني تاریخ کې د ډاکټرۍ کچې استاد "ایریکا میسزاروس" وایي "په همدې ډول هغوی تر ۵۹ رسېدو وروسته د ۶۰ لیکلو پرځای یو لیکه." او دا نظام کارول هم خورا اسانه دي. ۶۰ پر یو، دوه، درې، څلور، پنځه، شپږ، ۱۰، ۱۲، ۱۵، ۲۰، ۳۰ او ۶۰ ویشل کېدای شي. په داسې حال کې چې ۱۰ یوازې پر یو، دوه، پنځه او ۱۰ ویشل کېدای شي. میسزاروس وایي چې "که تاسو د جمع او منفي، د پټیو اندازه کولو یا پر خپلو زامنو د هغوی د ویش په څېر عملي موخو لپاره شمېرې کاروئ، نو د هغې لپاره د یو اسانه نظام جوړول خورا ګټور ثابتېدای شي."
د وخت معلومولو لومړنۍ هڅې
د مونرو په وینا د دې خبرې کوم څرګند ثبوت نشته چې سومري وګړو وخت په داسې بڼه کارولی وي لکه اوس چې کارېږي. له سومريانو وروسته د بابل وګړو (چې د بغداد د بابل سیمې له پخواني تمدنه وو) لخوا له میلاده د ۱۰۰۰ کاله مخکې شاوخوا ، د وخت اندازه کولو لپاره د لمر او اوبو په مرسته د ساعتونو جوړولو مستند ثبوتونه شته. خو په سیمه کې د وخت اندازه کولو نظام له هغه هم پخوانی بلل شوی دی.
د سویس د باسل پوهنتون اړوند "ریټا ګوټشي" په وینا لومړنی تمدن چې ورځ یې پر ساعتونو وویشله، هغه پخواني مصریان وو او همدا خبره له میلاد شاوخوا ۲۵۰۰ کاله مخکې په مذهبي متنونو کې څرګندیږي. د ګوټشي په وینا د ساعتونو اندازه کولو پورې اړوند لومړني پېژندل شوي توکي د شپې د ۱۲ ساعتونو په اړه وو. دا د کږه ستورو لرونکي ساعتونه وو چې له میلاد ۲۱۰۰ او ۱۸۰۰ کاله مخکې ترمنځ د اشرافي مصریانو د تابوتونو په دننه پوښونو کې وموندل شول.
دا څرګنده نه ده چې مصریانو ولې د ۱۲ ویش غوره کړ، چې په پایله کې په بشپړه ورځ کې ۲۴ ساعتونو ته ورسېد. مصریانو د ۱۲ برجونو یوه ټولګه لرله خو داسې برېښي چې دا نظام هغه وخت معرفي شو کله چې د ۱۲ ساعتونو یادونه لا دمخه عامه شوې وه. بله شونتیا دا ده چې هغوی د یو لاس د ګوتو بندونو شمېرلو سره په اسانۍ ۱۲ ته رسېدای شوای.

د عکس سرچینه، The Fitzwilliam Museum, University of Cambridge
ځینې پوهان پر دې باور دي چې هغوی ته به په څومره ورځو وروسته چې ځانګړي ستوري ښکارېدل، په هغه حساب یې د ۱۰ ورځو اونۍ غوره کړه. د وخت اندازه کولو تر ټولو پخواني وسایل، لمریز او د اوبو ساعتونه، په مصر کې له میلاد شاوخوا ۱۵۰۰ کاله مخکې تجربه شوي. ګوټشي وایي، ځینې وسایل په ورځنيو چارو کې کارول کېدل خو ډېرو یې "اټکل دی له مذهبي مراسمو سره تړاو درلود.
موږ ډېر معلومات نه لرو چې په هغه دور کې د وخت اندازه کولو کومه ساینسي لاره وه." د ګوټشي په وینا د ورځني کارونو اړوند چې کوم پخوانی متن شته، په هغه کې د وخت اندازه کول د کار د ساعتونو په حساب کېدل، یعنې د سهار یا غرمې وخت. خو د پخواني مصر تر رومي دور له میلاد (۳۰ کاله مخکې) پورې تر رسېدو ساعتونه معیار ګرځول شوي وو او د نیم ساعت تصور هم رائج شوی و.
دقیقې له کومه شوې؟
په دې موده کې بابل وګړو هم د وخت اندازه کولو لپاره د ساعتونو کارولو ته وده ورکړې وه. او هغوی لومړني کسان وو چې ساعت یې په کوچنیو برخو وویشه. د بابل تمدن اړوند دا خلک له میلاد ۲۰۰۰ کاله مخکې تر له میلاد مخکې ۵۴۰ پورې نېکمرغه وو. هغوی د سومريانو رسم الخط او عددي نظام خپلوپاله. میسزاروس وایي چې نږدې ۱۰۰۰ کاله مخکې له میلاده، هغوی یو کالیز یا کلنډر جوړ کړی و. پر دې بنسټ چې په اسمان کې لمر بېرته خپل ځای ته په څومره وخت کې راګرځي، چې دا تر ۳۶۰ ورځو لږ زیات وخت و. دا د هغه تمدن لپاره یو ګټور نمبر و چې شمېر یې لا دمخه پر ۶۰ ولاړ و.
د میسزاروس په وینا "په همدې بنسټ د کال د ۱۲ میاشتو او په هره میاشت کې د ۳۰ ورځو نظام جوړ شو او دا د میاشتې (سپوږمۍ) له دورې سره هم برابر و."
د بابل وګړو، ورځني کار لپاره د وخت اندازه کولو یو عملي نظام تیار کړ چې ورځ او شپه یې په ۱۲، ۱۲ ساعتونو وویشله، کټ مټ لکه مصریانو چې کړي وو. دا ساعتونه د موسمونو په حساب جوړ شوي وو او د ورځې او شپې په حساب یې اوږدوالی بدلېده. ډېرو نورو پخوانیو تمدنونو د ساعتونو اندازه کول د موسمونو په اعتبار کول او همدا اندازه کول د ۱۵مې پېړۍ تر اروپا او ۱۹مې پېړۍ تر جاپان پورې کارول کېدل.
د مونرو په وینا، په پخوانیو تمدنونو کې ساعتونه نور په کوچنیو برخو نه وو ویشل شوي ځکه د هغې اړتیا نه وه. بابلیانو د ستورپوهنې د پېښو اندازه کولو لپاره د وخت یو بل نظام هم تیار کړی و، دا د ورځني کار لپاره نه و. په دې کې ورځ په ۱۲ 'بیرو' ویشل کېده. موږ یې نن سبا د دوو ساعتونو برابر ګڼلی شو.
د دې کاروونکي یوازې بابل وګړي نه وو، په پخواني چین او جاپان کې هم د دې نظام اغېزې شته. د زیاتو معلوماتو لپاره بابل وګړو دا بیرو ساعتونه په ۳۰ دقیقو ویشل پیل کړل. هغه وخت دا دقیقې "اُش" بلل کېدې او یو اُش دقیقه د اوسنیو څلورو دقیقو برابره وه. له هغې وروسته یوه اُش دقیقه نوره پر ۶۰ کوچنیو برخو وویشل شوه.
دا کوچنۍ برخې "نندا" بلل کېدلې. هره نندا د اوسني وخت له څلورو ثانیو سره برابره و، خو د مونرو په وینا "بابل وګړو د بیرو ساعتونو، اُش دقیقو او نندا ثانیو نظام په جوړولو کې دا نه فکر کاوه چې هغوی وخت ویشي.
هغوی دا نظام په اسمان کې د واټن او د سیارو د چلښت اندازه کولو لپاره جوړ کړی و." میسزاروس وایي چې بیا پخوانیو یونانیانو د بابل لخوا جوړ شوی د ستورپوهنې د وخت نظام پسې وپاله." هغوی هماغه ویش وساته ځکه له دې سره هغوی په شته مشاهدو کې خپلې نوی لید ور ځای کولی شو. دا نظام د بابل وګړو لپاره په خورا ښه ډول کار کاوه او وروسته راغلو کسانو دا په بشپړه توګه ومانه."
د وخت د دقیقې اندازه کولو بڼه کې څنګه نوښتونه راغلل؟
۱۲مه پېړۍ: لومړني میخانیکي ساعتونه جوړ شول، چې نږدې تر یو ساعت پورې یې سم وخت ښود.
۱۶مه پېړۍ: پنډولم ساعتونه هم هره ورځ له اصلي وخته۱۰، ۱۵ دقیقې مخکې یا وروسته کېدل.
۱۸مه پېړۍ: H4 ساعت جوړ شو چې تر څو څو اونیو پورې به یوه دقیقه هم مخکې یا وروسته نه کېدله.
۱۹۲۰ لسیزه: کوارټز ساعتونو دقیق وخت ښودل پیل کړل، دا تر درې کاله وروسته یوازې یوه ثانیه وروسته کېدل.
۱۹۵۰ لسیزه: اتومي ساعتونه راغلل، چې د وخت د دقیق ساتلو لپاره له اټوم کار اخلي. د لندن په رائل میوزیمز کې د ساینس په اړه د معلوماتو ورکولو کارپوه "فن بریچ" په وینا "دا ساعتونه به په میلیاردونو کلونو کې یوه ثانیه هم مخکې یا وروسته نه شي."
نو ثانیې څنګه پیدا شوې؟
ګوټشي وایي چې د یونانیانو په دربار کې د شګو ساعتونه وو "چې خلکو ته د خبرو لپاره برابر وخت ور وښودل شي." بابلیانو چې د وخت اندازه کولو کوم نظام جوړ کړی و هغه د ورځنۍ اړتیا پرځای د ستورپوهنې د پېښو اندازه کولو لپاره و. خو د پېړیو په تېرېدو سره د وخت ساعتونو، دقیقو او ثانیو کې د اندازه کولو نظامونه جوړ شول او په ورځني ژوند کې یې کارول هم پیل شول.
اوس خو یوه ثانیه هم په ملي ثانیه (د ثانیې زرګونه برخه) او مایکرو ثانیه ویشل شوې ده.
په ۲۰مه پېړۍ کې د اتومي ساعتونو له امله ساینس پوهان وتوانېدل چې تر ثانیې پورې دقیقه اندازه وکړي او نن له انټرنیټ نیولې تر جي پي اېس پورې، د هرې دقیقې د اندازې ترشا همدا نظام پایېدلی دی.

















