تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال نړیوال جام: د عراق پر وړاندې د سینګال بریا؛ فرانسه د ګروپ سر ته ورسېده
سینګال فوټبال لوبډله عراق لوبډلې ته د صفر په مقابل کې په پنځو ګولو ماتې ورکولو سره د افریقا وچې لومړنۍ فوټبال لوبډله شوه، چې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په یوه لوبه کې پنځه ګولونه وهي.
سینګال لوبډله، چې د افریقا اتلولي لري، له دې بریا سره په خپل ګروپ کې له فرانسې او ناروې وروسته درېیم ځای خپل کړ او د بل پړاو رسېدو لپاره باید د غوره درېیمو لوبډلو له ډلې د نورو ګروپونو پایلو ته انتظار وباسي.
د همدې ګروپ په یوه بله لوبه کې عثمان دیمبېله درې ګولونه ووهل او د ناروې د یوه په مقابل کې یې په څلورو ګولونو د فرانسې بریا کې اصلي رول ولوباوه.
فرانسه له دې بریا سره د ګروپ سر ته ورسېده.
د فرانسې له لوري عثمان دیمبېله په یوازې ۳۲ دقیقو کې په زړه پورې هېټریک ثبت کړ.
له لوبې مخکې داسې تمه کېده چې دا به د ارلینګ هالاند او کیلیان امباپې ترمنځ یوه ستره سیالي وي، خو د رسمي لوبډلو له اعلان وروسته دا هیله ماته شوه.
د ناروې روزونکي ستاله سولباکن د ګروپ له دوو بریاوو وروسته په خپله لوبډله کې ۱۰ بدلونونه راوستل، چې پکې د مانچسټر سټي لوبډلې مخکښ بریدګر هالاند ته هم استراحت ورکړل شو.
خو په همدې حال کې دیمبېله مخې ته راغی او د لوړ کیفیت درېیو ګولونو وهلو سره یې د نارینهوو نړیوال جام په تاریخ کې دوهم تر ټولو چټک هېټریک ثبت کړ.
له ۱۹۹۴ کال راهیسې لومړی ځل یو لوبغاړي د دې سیالیو یوې لوبې په لومړۍ نیمایي کې درې ګولونه ووهل، چې هغه مهال د روسیې اولېګ سالېنکو دا ډول ګولونه کړي وو.
فرانسې د لوبې پیل په شېبو کې بشپړ برلاسی درلود او په اوومه دقیقه کې یې ګول وکړ. د ناروې په هاف کې د توپ له ترلاسه کولو وروسته، امباپې دا توپ ښي اړخ ته ولاړ دیمبېله ته ورساوه، چې له مدافع سره مخامخ شو او توپ یې په زوروره ضربه د ایګیل سېلویک له لاسه تېر کړ او ګول یې وواهه.