د طالبانو د مخالفو وسلهوالو لخوا د بدخشان د یفتل ولسوالۍ لنډمهال نیول کېدل؛ "د پوځ لوی درستیز سیمې ته تللی"

د عکس سرچینه، Social Media
په بدخشان کې د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ تایید کړه چې وسلهوالو کسانو تېره شپه "د شپې له تیارې او د لومړۍ درجې امنیتي مسوولانو له رخصتۍ په ګټه اخیستلو سره پر یفتل ولسوالۍ چپاو ور وړی او د سهار له ۴ تر ۶ بجو پورې یې د ولسوالۍ ودانۍ په واک کې وه."
تر دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د "سپاهیان میهن" په نوم د یوې نوې جوړې شوې جبهې ځواکونه له نښتې پرته د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتي، د طالبانو امنیتي ځواکونه یې بېوسلې کړي او تر سهاره یې هلته خپل بیرغ راځړولی و.
سرچینو ویلي چې د دې ډلې وسلهوالو د شپې له تیارې په استفادې سره د ولسوالۍ په شمال کې د "شکرلب" په نوم د غرنۍ سیمې له مسیرونو ځانونه د ولسوالۍ تر مرکز او ودانۍ رسولي دي.
پر خواله رسنیو څو ویډیوګانې هم خپرې شوې چې ظاهرآ د دې ډلې وسلهوال پکې له یوه سپین رنګه دولتي موټره په ګټه اخیستنې حرکت کوي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
ځینو سرچینو د ولسوالۍ د ودانۍ شاوخوا د طالبانو خلاف د شعارونو د ورکول کېدو ویلي دي.

د عکس سرچینه، Social Media
یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې د طالبانو حکومت ځواکونه اوس هم د یفتل ولسوالۍ په "سُرند" کلي کې له سولهوالو کسانو سره په نښته بوخت دي، خو د بدخشان د پولیسو ویاند احسانالله کامګار د بيبيسي له خبریال فرهاد محمدي سره په خبرو کې نښته رد کړې او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه اووه کسان نیول شوي او د پاتې نورو وسلهوالو د نیولو هڅه روانه ده.
ښاغليکامګار دا هم تایید کړې چې یفتل ته په چورلکه کې ځواکونه استول شوي دي.
هغه وویل: "په ټولنیزو رسنیو کې له غوغا وروسته لوی درستیز [فصیحالدین فطرت] چې په بدخشان کې و، د اطمینان لپاره سیمې ته ولاړ."
د طالبانو حکومت وايي په بدخشان کې سراسري امنیت د ټینګ دی، خو داسې ښکاري چې د یفتل ولسوالۍ مرکز کې د دوی د مخالفو وسلهوالو حضور او پر ځايي دولتي مرکزونو د هغوی لنډمهاله تسلط په دغه ولایت کې د جدي امنیتي ننګونو ښودنه کوي.

یفتل ولسوالۍ د بدخشان له مرکز فیضاباده شاوخوا یو ساعت واټن کې پرته ده.
د افغانستان پخوانی ولسمشر برهانالدین رباني د همدې ولسوالۍ دی.
هغه په ۲۰۱۱ کال کابل کې په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا رییس و، په خپل کور کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.


















