نیپال او تبت کې سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۹۰۰ واوښت او نژدې پنځه زره کسان نادرکه دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په نيپال او تبت کې د تېرې چهارشنبې ورځې د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د مړو او لادرکه شويو کسانو شمېر په داسې حال کې مخ په زياتېدو دی چې د شپږمې ورځې لپاره هم دلته د ژغورنې عمليات روان دي.

د وروستيو شمېرو له مخې نژدې پنځه زره کسان لا هم نادرکه دي. هره ورځ لسګونه جسدونه موندل کېږي. په نيپال او تبت کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۰۳ تنو ته رسېدلی، په هند کې بيا ۱۷ تنو د دې سېلابونو له کبله خپل ژوند بايللی دی.

د نيپال د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره (NDRRMA) زیاتوي چې د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره تر ۱۸,۷۰۰ زیات ژغورونکي ګومارل شوي دي.

په ورته وخت کې، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر له بهرنیو هېوادونو مرسته غوښتې چې د سېلاب د قربانیانو د مړو د ساتلو لپاره یخچالونه ور چمتو کړي، چې کورنۍ وکولای شي خپل ورک شوي عزیزان وپېژني او ومومي.

تر دې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې شیشیر کهنال وویل چې "په لاندېنیو سیمو کې په سلګونو مړي موندل شوي دي."

هغه وویل: "د دې خطره شته چې دا مړي ژر خراب شي، ځکه چې دا جسدونه د اوږدې مودې لپاره په اوبو کې پاتې شوي دي." هغه زیاته کړه چې نیپال د مړو د کنګل ساتلو لپاره "خورا محدود" ځای لري.

نوموړي وویل چې دی له بهرنیو حکومتونو فعال ملاتړ غواړي چې د مړو د خوندیتوب او ساتنې لپاره لارې چارې ومومي.

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر شیشیر کهنال پر نړۍ غږ کړی چې د اقلیمي بدلون د حل لپاره د"نړیوالې هڅې" پیل وکړي.

تر دې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې، کهنال خپل هېواد د شنو خونو ګازونو د تر ټولو کمو خپرونکو له ډلې وباله، حال دا چې د نړیوالې تودوخې له خورا لویو قربانیانو دی.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا حکومت په دې سیمه کې د واورېین توپانونو (اوالانش) په اړه د پلټنو پلان لري چې د ناورین په لامل ښه پوه شي، کهنال وویل حکومت غواړي نورې څېړنې هم ترسره کړي او زیاته یې کړه چې له چینايي څېړونکو سره د همالیا په بدلونونو د ښه پوهېدو لپاره مخکې له مخکې یو "ګډ مېکانېزم" شته.

هغه وویل: "موږ له نړۍ غواړو... چې اقلیمي بدلون د هغو سترو ننګونو له ډلې وباسي چې نیپال او د هغه اتباع ورسره مخ دي او دا باید یوه نړیواله هڅه وي."

"موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې یوه خوله شي او د همالیا ایکوسیستم خوندي کړي."

د نیپال د ګرځندوی ادارې په وینا، له ۲۵۰ زیات بهرني اتباع ژغورل شوي دي

د نیپال د ګرځندوی اداره وایي چې ۲۶۱ بهرني اتباع ژغورل شوي، په داسې حال کې چې ۳۲۰ نور لا هم درک نه لري (ورک دي).

په خپل وروستي راپور کې د ګرځندوی ادارې له بېلابېلو هېوادونو د ژغورل شویو کسانو لېست او شمیره په لاندې ډول ښودلې ده:

  • بلجیم: ۱
  • بلغاریا: ۱
  • چین: ۴۰
  • جرمني: ۴
  • هند: ۱۶۷
  • ایټالیا: ۲
  • مالټا: ۴
  • عمان: ۱
  • پرتګال: ۱
  • روسيه: ۲
  • اسپانیا: ۲
  • سویټزرلینډ: ۲
  • ترکیه: ۲
  • اوکرایین: ۸
  • امریکا: ۳
  • ناپېژندل شوي: ۲۱