تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, د ایران ولسمشر: د جګړې غوښتونکي نه يوو، خو يرغلګرو ته پرېکنده ځواب ورکوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان قزغزستان ته له تګ وړاندې په تهران کې وويل، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی خو په وینا یې د "هر ډول تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نشي او پرېکنده ځواب به ورکړي." ښاغلي پزشکیان وويل، ایران له وړاندې دا پیغام نړۍ ته رسولی دی او زياته یې کړه، "په سيمه کې بې ثباتي او ناکراري د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول به له ستونزو سره مخامخ کړي". نوموړي دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکايي ځواکونو د لارک پر ټاپو برید وکړ او په ځواب کې یې ایران په اردن کې د امریکا پوځي موخې په نښه کړې.

لنډیز

  • د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه رد کړي
  • سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ
  • امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل
  • د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر تړل کېدل رد کړل
  • د ایران ولسمشر وایي، د جګړې غوښتونکي نه دي خو "يرغلګرو" ته پرېکنده ځواب ورکوي
  • سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه
  • د ایران ولسمشر په ګډون د څو هېوادونو مشران په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره رسېدلي
  • د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره وليدل

ژوندی پوښښ

  1. اردن وايي له ایرانه اته توغول شوي توغندي یې شنډ کړي

    د اردن د وسله والو ځواکونو د رسمي ویاند په وینا، د دغه هېواد د هوايي دفاع سيسټمونو "د دوشنبې په سهار اته توغندي شنډ کړي دي".

    د بي بي سي د مانېټورېنګ برخې د راپور له مخې اردني رسنيو دغه خبرپاڼه خپره کړې خو د نور بيانيو پر خلاف په دې کې نه دي ويل شوي چې توغندي له کومو ځايونو توغول شوي او هدف یې کوم ځای و.

    د ایران انقلابي ګارډ ساتونکو یا سپاه پاسداران وړاندې اعلان کړی و چې د امریکا له خوا پر لارک ټاپو د شويو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا اډه د ډرونونو په واسطه په نښه کړې ده.

    ایران وايي په متحده عرب اماراتو کې یې د المنهاد پر اډه هم برید کړی خو د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.

  2. د ایران ولسمشر د هند له لومړي وزير سره ولیدل

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره وليدل.

    د چين ولسمشر شي جېن پېنګ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، او له ۱۲ زياتو نورو هېوادونو مشران په پلازمېنه بيشکیک کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې لپاره راټولېږي.

    د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې تېره شپه امریکا د ایران پر لارک ټاپو برید وکړ او ایران وايي په ځواب کې یې په اردن کې د امريکا پوځي اډه په نښه کړې ده.

  3. د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه؛ د ایران ولسمشر په ګډون د څو هېوادونو مشران قرغزستان ته رسېدلي

    د چین ولسمشر شي جېن پېنګ، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په ګډون يو شمېر نورو مشرانو په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشريزه کې ګډون کوي.

    روسيه، چين، هند، پاکستان، ایران، د منځنۍ اسيا څلور هېوادونه او د بېلاروس مشران دې دوې ورځنۍ غونډې ته بلل شوې دي.

    د شانګهای همکارۍ سازمان کې د سیمې لوی هېوادونه، له لوېدیځو ځواکونو سره د سیالۍ په پار، سره یو ځای شوي.

    په تېرو ناستو کې یې د چین او روسیې مشرانو د څو قطبي نړۍ په مفکورې او په نړیوالو مسایلو کې د امریکا په لږ رول، ټینګار کاوه.

    په اوسنۍ ناسته کې بیا په اسیا کې، سوداګرېزې لارې او انرژي د اقتصادي اجندا په سر کې ده. د چین ولسمشر ، شي جېن پېنګ، بشکیک ته له رسېدو سره د چین او مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ د "طلايي اړیکو" د پېر خبره کړې، یوه داسې سیمه چې له تاریخي پلوه تل د روسیې په واک وه.

    افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړی دی خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، د دې سازمان په غونډو کې مستقیم استازی نه لري.

  4. د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه رد کړي

    د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت وايي، د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه ردوي او په دې تړاو یې د رسنيو خبرونه ناسم بللي دي.

    څو ساعته وړاندې د ایران پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د لارک پر ټاپو د امریکا د تېرې شپې د برید په ځواب کې یې "په متحده عرب امارتو کې د المنهاد پر اډې چې امريکايي ځواکونه او الوتکې په کې دي د لسګونو ډرونونو برید وکړ".

    خو متحده عرب اماراتو دا رد کړې او د خپلو اوبو پر سر یې یوازې د يوه ډرون خبر ورکړی دی.

    دغه هېواد د ډرون په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي چې ایا دا نسکور شوی او که هدف ته رسېدلی دی.

    د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت ټينګار کړی چې، "د هر ډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو دي".

    متحده عرب اماراتو له خپلو وګړو غوښتي چې "یوازې له رسمي سرچينو خبرونه ترلاسه کړي او له اوازو او ناسمو معلوماتو ډډه وکړي".

  5. د ایران د بهرنيو چارو وزارت: په لارک ټابو برید د ایران له ملي حاکميت سرغړونه ده

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې پر لارک ټاپو د امریکا برید غندلی او دا یې د ایران له "ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه" بللې ده.

    په اعلاميه کې ويل شوي چې د تېرې شپې د امریکا له برید وروسته، "عامه او شخصي ملکيتونو ته زيانونه رسېدلي دي".

    ایران بيا په اردن کې د امریکا پر اډې برید کړی او دا یې "د ځان د دفاع حق" یاد کړی او د ملګرو ملتونو له مشر او د امنيت له شورا یې غوښتي چې "د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې لپاره خپل مسوليتونه" ترسره کړي.

  6. د ایران ولسمشر: د جګړې غوښتونکي نه يوو خو يرغلګرو ته پرېکنده ځواب ورکوو

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان قزغزستان ته له تګ وړاندې په تهران کې وويل، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی خو په وینا یې د "هر ډول تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نشي او پرېکنده ځواب به ورکړي."

    ښاغلي پزشکیان وويل، ایران له وړاندې دا پیغام نړۍ ته رسولی دی او زياته یې کړه، "په سيمه کې بې ثباتي او ناکراري د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول به له ستونزو سره مخامخ کړي".

    نوموړي دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکايي ځواکونو د لارک پر ټاپو برید وکړ او په ځواب کې یې ایران په اردن کې د امریکا پوځي موخې په نښه کړې.

    د ایران ولسمشر د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بيشکيک ته تللی دی.

  7. وروستی, ټرمپ پر خارګ د برید په اړه د مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ویډیو خپره کړه

    د امریکا ولسمشر، دونلد ټرمپ پر ټروټ سوشل شبکه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مټ جوړه شوې یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې د تېلو لوی بنسټونه د چاودنو او اورګېرنې په حال کې لیدل کېږي.

    ښاغلي ټرمپ د دغې ویډیو په شرح کې لیکلي: "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!"

    د دغې ویډیو خپرېدل په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی. امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې وې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.

  8. وروستی, د ایران پوځ: په متحده عرب اماراتو کې مو د امریکا پر "المنهاد" پوځي اډه برید کړی

    د ایران پوځ وايي چې "په اماراتو کې د المنهاد په اډه کې د امریکایي ځواکونو او چورلکو د د درېدو" پر ځای برید کړی دی.

    د ایران د پوځ عامه اړیکو ویلي چې دا بریدونه پر لارک جزیره د تېرې شپې د امریکا د برید په ځواب کې ترسره شوي دي.

    تېره شپه امریکایي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.

  9. وروستی, سپاه پاسداران وايي د هرمز تنګي پر سر یې یوه بې‌پيلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده

    د ایران رسنیو د سپاه پاسداران له قوله اعلان کړی چې د هرمز تنګي پر سر یوه امریکايي اېم‌کیو-۹ بې پیلوټه الوتکه رانسکوره شوې ده.

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو د زیاتو تفصیلاتو له ورکولو پرته ویلي چې دا ډرون د "سپاه د نوي هوایي دفاع سیسټم" په مټ په نښه شوې ده.

    فارس خبري اژانس لیکلي چې دا ډرون د پارس خلیج په اوبو کې لوېدلې ده.

  10. وروستی, د سرو زرو بیه تر درې سلنې ډېرو لوېدو وروسته ثابته پاتې شوه

    د سرو زرو بیه د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته چې په پخوانۍ ناسته کې تر درې سلنې زیاته ټیټه شوې وه، تقریباً بې بدلونې پاتې شوه.

    د رویټرز د راپور له مخې، د هر اونس نغدو سرو زرو بیه شاوخوا څلور زره او ۴۵۵ ډالره وه او د ډسمبر تسلیمۍ لپاره د امریکا د سرو زرو راتلونکې معاملې ۰/۶ سلنه کمې شوې.

    د سرو زرو د بیې وروستی لوېدل له هغه وروسته و چې د امریکا د مرکزي بانک رئیس کوین وارش وویل که د دوه سلنه موخې ته د انفلاسیون د راکمېدو په اړه کافي ډاډ ترلاسه نه شي، ممکن د سود د نرخ لوړول اړین وي.

    بازارونه اوس د امریکا د مرکزي بانک د سپټمبر په ناسته کې د سود د نرخ د لوړېدو احتمال ۵۷ سلنه ارزيابي کوي؛ دا شمېره د ښاغلي وارش له خبرو وړاندې ۳۶ سلنه وه.

    د سود د نرخ لوړېدل معمولاً د سرو زرو پر بیه فشار راوړي، ځکه د داسې شتمنۍ ساتل چې دوره يي ګټه نه لري، لږ زړه راښکونکي کېږي.

    رویټرز همدا راز په دغه راپور کې پر ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو زیاتېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې تهران د واشنګټن نوي تحریمونه "دولتي ترهګري" بللې، په داسې حال کې چې مجتبی خامنه ای ته په منسوب پیغام کې پر هغو اقداماتو په بندیز ټینګار شوی چې "ټولنیز پیوستون" ته زیان رسوي.

  11. وروستی, له هرمز تنګي د سوداګریزو کښتیو تګ‌راتګ په ورځ کې پنځو کښتیو ته کم شوی دی

    د کښتۍ چلونې معلومات ښيي چې د لیدلو وړ سوداګریزو کښتیو شمېر چې د اونۍ په وروستیو ورځو کې د هرمز له تنګي څخه تېرې شوې دي، په ورځ کې شاوخوا پنځو کښتیو ته کم شوی دی.

    رویټرز وايي چې د کښتۍ چلولو شرکتونه پر کښتیو د بریدونو له دوام وروسته په ډېر احتیاط عمل کوي.

    له دې سره سره، د تېرېدونکو کښتیو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه ځینو بېړیو په نښه کېدو د خطر کمولو لپاره خپل د اتوماتیک پیژندنې سیسټمونه مړه (ګل) کړي دي.

  12. وروستی, سنتکام: تر دې دمه مو د ایران د محاصرې په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو کښتیو لوری بدل کړی دی

    د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) وايي، د اګست تر ۳۰مې پورې د هغوی ځواکونو د ایران د مالي او سوداګریزې کلابندۍ (محاصرې) د پلي کولو په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو (کښتیو) لوری بدل کړی، درې کښتۍ یې له کاره غورځولي او دوې کښتۍ یې تلاشي کړې دي.

    سېنټکام دا شمېرې له یوه امریکايي ملوان له عکس سره خپرې کړې دي چې د "یواس‌اس دلبرت ډي. بلک" ویجاړونکې بېړۍ (ناوشکن) پر عرشه د "اېم‌اېچ-۶۰اېس سيهاوک" چورلکې ناستې ته لارښوونه کوي.

  13. وروستی, سپاه په اردن کې پر دوو امریکايي اډو د توغندیزو او بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه تایید کړل

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان کړی چې د سپاه هوا فضا ځواک پر لارک جزیره د امریکا د برید په ځواب کې، په اردن کې د "ملک حسین" او "الازرق" دوه هوایي اډې بالستیک توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    سپاه ادعا کړې چې په دغو دوو اډو کې تخنیکي او ترمیماتي زیربناوې او د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو ځایونه په نښه شوي او "درانه زیانونه" ورته اوښتي دي.

    دغې بنسټ همدا راز خبرداری ورکړی چې هر نوی برید به له "زیاتو ځپونکو ځوابونو" سره مخ شي او ټینګار یې کړی چې پر لارک برید به د هرمز پر تنګي د اسلامي جمهوریت کنټرول کمزوری نه کړي.

    تر دې وړاندې رویټرز د فاکس نیوز د خبریال او یوه امریکايي سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې ایران په اردن کې امریکايي ځواکونه په نښه کړي، خو تر هغه وخته کوم «پام وړ اغېز» نه و راپور شوی او تقریباً ټول ورتلونکي توغندي شنډ شوي وو.

  14. وروستی, امریکا په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو پر دوو ایراني اډو برید تایید کړ

    د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان "تیم هاوکینز" فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني اډې (پرتابګر) په نښه کړې دي.

    نوموړي وویل چې د سپاه پاسداران ځواکونه د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته د چمتووالي په حال کې لیدل شوي وو.

    د ایران د صدا او سیما خبریال هم راپور ورکړی چې پر لارک جزیره برید په دوو پړاوونو کې او په لنډه وقفه کې ترسره شوی دی. هغه همدا راز ویلي چې د سیریک په سیمه کې غږونه اورېدل شوي چې د ده په وینا د ایران له دفاعي اقداماتو سره تړاو لري.

    دا له جولای میاشتې راهیسې پر ایران د امریکا لومړنی برید دی.

  15. وروستی, پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته پورته شوه

    د یکشنبې په ورځ د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د ځواکونو له لوري د توغندیو توغولو پر دوو ایراني توغوونکو اډو له برید وروسته، د دوشنبې په ورځ د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته لوړه شوه.

    د برنټ خامو تېلو بیه د ۲ ډالرو او ۲۲ سېنټو په زیاتېدو سره (چې ۲/۵۲ سلنه کېږي) هر بیرل ۹۰ ډالرو او ۳۲ سېنټو ته ورسېده.

    د امریکا د وېسټ ټګساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم د ۲ ډالرو او یوه سېنټ په لوړېدو سره (چې ۲/۴۱ سلنه کېږي) هر بیرل ۸۵ ډالرو او ۴۱ سېنټو ته ورسېده.

    دا برید چې د یکشنبې په ورځ ترسره شو، له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړنی بربنډ او پیژندل شوی برید و.

  16. وروستی, سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ

    د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په قطر کې د "العدید" او په اردن کې د "موفق السلطي" هوایي اډې په نښه کړې دي او هدفي بریدونه یې پرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې "مستقیما یې ویشتلې" دي.

    د ایران دولتي تلویزیون له بېلابېلو سیمو د سیمې د موخو په لور د توغندیو توغولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران ویلي دا بریدونه د "مشروع دفاعي ځواب پیل" دی او خبرداری یې ورکړی چې دا عملیات به تر هغې دوام ولري او پراخ به شي چې د دوی په وینا "د امریکا تېري" ودرول شي.

  17. وروستی, په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د برید په اړه راپورونه

    د فاکس نیوز یوه خبریال پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې د یوه امریکايي سرچینې له قوله لیکلي چې ایران په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه په نښه کړي دي.

    تر دې وړاندې، ځينو عربي او ایراني رسنیو د اردن په سوېل "عقبه" سیمه کې د څو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی و، خو اردنیو چارواکو تر اوسه د دغو چاودنو د لامل په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره کړي.

    په ایراني رسنیو کې لومړني راپورونه هم د دې ښکارندویي کوي چې پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د اردن په سوېل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    دا پرمختګونه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې؛ هغه برید چې سپاه پاسداران ورته د ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.

  18. وروستی, "پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر نه دی تړل شوی"

    د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان ویاند پر لارک جزیره د امریکا د یکشنبې شپې له برید وروسته د تهران د مهراباد هوایي ډګر د موقتي تړل کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

    نوموړي وویل چې په هېواد کې د الوتنو وضعیت "عادي" دی او د مهراباد هوایي ډګر فعالیت بې له ودرېدو دوام لري.

    د هوايي چلن سازمان د ویاند په وینا، د ایران د نورو هوایي ډګرونو الوتنې او فعالیتونه هم په عادي توګه روان دي.

  19. وروستی, د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر: پر لارک برید به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي

    د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون رئیس، ابراهیم عزیزي پر لارک جزیره د برید په غبرګون کې وویل چې دا اقدام به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي.

    نوموړي پر اېکس (پخواني ټویټر) ولیکل چې "زموږ د ارادې بیا ازمویل" به د امریکا او اسرائیل د ماتو بیه اېساره او درنه کړي او زیاته یې کړه چې ایران به "ویجاړوونکی، دردناک او عبرت‌ناکه ځواب" ورکړي.

    دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې چې سپاه پاسداران اعلان وکړ پر لارک جزیره برید کې یو شمېر پوځیان او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه.

  20. وروستی, د سپاه ویاند: امریکا به پر لارک د برید بیه په اقتصادي او پوځي برخه کې پرې کړي

    د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل، حسین محبي، وايي چې امریکا به "په هم اقتصادي او هم پوځي برخه کې" پر لارک جزیره د برید پایلې پرې کړي.

    نوموړي دا برید د "اقتصادي جګړې" په جریان کې د ډونالډ ترامپ د حکومت له لوري یوه "سټرټېژیکه او وژونکې تېروتنه" وبلله او پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې یې ولیکل چې دا اقدام "به د ځواک انډول د هغه د طراحانو پر ضد بدل کړي" او "درنې بیې" به ولري.

    څو ساعته وړاندې د سپاه استخباراتي سازمان هم اعلان کړی و چې د "ایرانیانو له ۲۰۰ ورځني مقاومت" وروسته، د دغه نهاد په وینا، "دوښمن" د " (رواني) جګړې له لارې د ملي ثبات او زغملو له منځه وړلو» هڅه کوي.