فوټبال نړیوال جام: پرتګال کرواتیا او اسپانیا اتریش ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
ګونزالو راموس د لوبې په ۹۴مه دقیقه کې وروسته له هغه د بریا ګول وواهه، چې کریسټیانو رونالډو د نړیوال جام د حذفي پړاو په سیالیو کې خپل لومړی ګول ثبت کړ. پرتګال تر یوه حده له شاته پاتې کېدو وروسته بېرته لوبې ته راستون شو، کروشیا ته یې ماتې ورکړه او د سیالیو د وروستیو ۱۶ لوبډلو پړاو ته یې لار پیدا کړه.
پرتګال فوټبال لوبډلې په هغه لوبه کې چې شاوخوا ۱۸ دقیقې اضافي وخت ورکړل شوی و او پای یې له هیجاني شېبو ډک و، کروشیا ته یې ۲-۱ ماتې ورکړه.
د لوبې لومړی ګول د کروشیا لپاره ایوان پریشیچ وواهه. هغه څو دقیقې وروسته یو بل ګول هم وکړ، خو د افسایډ له امله ونه منل شو.
د پرتګال مساوي ګول وهونکی د دې لوبډلې اووم نمبر، کریستیانو رونالډو، و. هغه په ۶۸مه دقیقه کې د پنالټۍ له نقطې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.
ګونزالو راموس د اضافي وخت په څلورمه دقیقه کې د پرتګال دوهم ګول وواهه.
خو کروشیا د لوبې په وروستیو ثانیو کې یو ګول وکړ. د دې لپاره چې د ګول قانونيوالی وڅېړل شي، لوبه نږدې پنځه دقیقې ودرول شوه. په پای کې د ویډیويي مرستیال لوبڅار (VAR) پرېکړه وښوده چې د کروشیا د مساوي ګول صحنه افسایډ وه.
د کروشیا مینهوال، چې د مساوي کېدو او د لوبې اضافي وخت ته د تللو هیله یې لرله، په وروستیو شېبو کې د غوسې او اعتراض په حالت کې د لوبڅار وروستۍ شپیلي شاهدان وو او د هغوی هیلې له منځه لاړې.
د وروستیو ۱۶ لوبډلو په پړاو کې به پرتګال د اروپا له اتلې اسپانیا سره مخامخ شي. دا لوبه به د امریکا د ټکساس ایالت د ډالاس په لوبغالي کې د جولای په ۶مه، د دوشنبې په ورځ، د بریتانیا پر وخت د ماښام په ۸:۰۰ بجو ترسره شي.
له دې لوبې وړاندې، اسپانیا په نسبتاً اسانه لوبه کې اتریش ته ۳-۰ ماتې ورکړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د فیفا فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اسپانیا لوبډلې اسټریا (اتریش) ته د صفر مقابل کې په دریو ګولونو ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره ټیمونو پړاو ته ورسېده.
دغه لوبه چې د امریکا په لاس اینجلس کې وشوه، تر ډېره توپ د اسپانوي لوبغاړو په ولکه کې و.
د اسپانیا مایکل اویارزبال د لوبې لومړۍ نیمايي په ۳۶مه دقیقه کې ګول وکړ او د دمې ترمهاله لوبه یو صفر پاتې شوه.
د دویمې نیمايي له پیل وروسته د لوبې په ۶۶مه دقیقه کې پیدرو پورو توپ د اسټریا ګول ته ورساوه او د لوبې رسمي وخت له پای ته رسېدو یوه دقیقه مخکې اویارزبال خپل دویم او د اسپانیا لپاره درېیم ګول وکړ.
د صفر مقابل کې د درې ګولونو له دې بریا سره اسپانیا لوبډله د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته ورسېده.
په لاس اینجلس کې د بي بي سي سپورت خبریال ګیري روز په خپل رپوټ کې وايي، د اسپانیا د ریال سوسییداد ۲۹ کلن بریدګر لوبغاړي دوه ګولونه ووهل، چې ورسره د اروپا اوسنیو اتلانو وکولای شول اتریش ته په اسانۍ سره درې صفر ماتې ورکړي.
په دې بریا سره اسپانیا لوبډلې له ۱۶ کلونو وروسته د حذفي پړاو خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه او د سیالیو ۱۶ پړاو ته یې لاره ومونده.
دغه بریدګر د لوبې مهم ستوری و، ځکه د هغه دوو ګولونو د اسپانیا بریا یقیني کړه او د اروپايي اتلانو د مخ پر وړاندې تګ لپاره یې مهم رول ولوباوه.
اتریش، چې له ۱۹۵۴ کال راهیسې یې د نړیوال جام په حذفي پړاو کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوله، د ګول وهلو یو ښه فرصت ترلاسه کړ. بدیل لوبغاړي ساسا کالایجډزیچ میدان ته له ننوتلو سره سم د خپل لومړي تماس په وسیله د سر ضربه ورکړه، خو توپ د دروازې له پاسه ووت.
خو له دې فرصت وروسته اتریش ډېر جدي ګواښ رامنځته نه کړ او د اسپانیا دفاع ته یې ډېرې ستونزې جوړې نه کړې.




















