بلوچستان: ماه رنګ بلوچ ته د سزا ورکولو پر ضد تربت کې د بلوڅانو یووالي کمېټې احتجاجي غونډه ونه شوه

بلوچستان

د عکس سرچینه، Videograb

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

پاکستاني چارواکو د بلوڅانو یووالي کمېټې (بي وای سي) ته اجازه نه ده ورکړې، چې د ایران پولې ته څېرمه د کیچ سیمې په تربت ښار کې د دې سازمان دوو مشرانو ډاکټر ماه رنګ بلوچ او صبغت الله شاه جي ته د عمري زندان سزا ورکولو پر ضد مظاهره وکړي.

د بلوڅانو یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ ته د (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د عمري بند سزا واوروله.

هغه او د صبغت الله شاه‌جي په ګډون د دې کمېټې ځينې نور فعالان د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په ګوادر کې د احتجاج پر مهال د یوه امنیتي کس په وژنه تورن شوي.

د ځايي خبریالانو په وینا، د مظاهرې د مخنیوي لپاره په تربت ښار کې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر کسان ځای پر ځای شوي وو..

بلوچ یووالي کمېټه ادعا کوي چې له مظاهرې وړاندې په تربت ښار کې ګڼ کسان نیول شوي وو. بل لوري، دولتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د اوو ښځو د نیول کېدو پخلی کړی دی.

دغه مظاهره په داسې حال کې پلان شوې وه چې یوه ورځ وړاندې د بلوچستان ایالتي حکومت د کورنیو چارو وزارت لخوا په کېچ سیمه کې د ۳۰ ورځو لپاره د امنیتي قانون ۱۴۴ مادې پلي کېدو اعلان شوی و، چې له مخې یې پر غونډو او لاریونونو بندیز لګول کېږي.

د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي په یوه بیان کې ادعا کړې چې خلکو د بلوچ یووالي کمېټې غوښتنه رد کړې ده.

په تربت کې د احتجاج غوښتنه

بلوچ یووالي کمېټې، په کوټه کې د احتجاجونو له لړۍ وروسته د جولای په دویمه نېټه د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا ډاکټر ماه‌رنګ بلوچ او صبغت الله شاه‌جي ته د ورکړل شوې سزا پر ضد په تربت ښار کې د مظاهرې غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې دا مظاهره د ښار په مرکزي سیمه فدا شهید څلورلارې کې ماښام پر مهال ترسره شي. خو له مظاهرې یوه ورځ مخکې په کېچ ضلع کې د ۱۴۴ مادې له مخې د یوې میاشتې لپاره پر هر ډول غونډو او لاریونونو بندیز ولګول شو.

ځايي خبریالان وايي چې له مظاهرې وړاندې په ښار کې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر کسان ګومارل شوي وو او له همدې امله د ښار ځینې سیمې نږدې تشې او ارامې ښکارېدې.

د هغوی په وینا، د درنو امنیتي تدبیرونو سره سره یو شمېر ښځې او ماشومان د احتجاج لپاره راټول شوي وو، خو هغوی ته د مظاهرې اجازه نه ده ورکړل شوې.

یوه پولیس چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، بي بي سي اردو څانګې ته ویلي چې نژدې اووه ښځې نیول شوې دي.

خو د بلوچ یووالي کمېټې یوې مشرې ډاکټر صبیحه بلوچ ادعا کړې چې د نیول شویو کسانو شمېر تر دې ډېر دی.

هغې په یوه بیان کې ویلي چې د احتجاج د مخنیوي لپاره په ښار کې د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر کسان ګومارل شوي وو او په وینا یې د ښار په مرکزي برخه کې د ګرځبندیز په څېر وضعیت رامنځته شوی و.

د دې احتجاج په تړاو د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزی وايي، د بلوچ یووالي کمېټې غوښتنه ناکامه شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په تربت کې د احتجاج غوښتنه خلکو رد کړې او هلته د ورځني ژوند چارې په عادي ډول روانې وې.

د نوموړي په وینا، خلکو د سولې او ثبات په ګټه خپله پرېکړه څرګنده کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ماه رنګ بلوچ ته د عمري بند سزا ورکول "د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی" بللی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بخښنې نړیوال سازمان ماه رنګ بلوچ ته د عمري بند سزا ورکول "د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی" بللی.

د پاکستان یوې محکمې له لوري ماه ‌رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا له اورول کېدو وروسته د بخښنې نړیوال سازمان دا "د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی" وباله، د هغې او ورسره ملګرو د "ژر تر ژره" خوشي کولو او پر هغوی د لګېدلو تورونو د لغو کولو غوښتنه یې وکړه.

د جون پر ۲۴مه دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې د سویلي اسیا سيمه ‌یيزې مشرې ایزابېل لوسي له قوله ویل شوي وو، "دا پرېکړه چې د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی دی، دا په ډاګه کوي چې د پاکستان ترهګرۍ ضد قوانینو نه څنګه د سوله ‌ييز غږ غلي کولو لپاره ناسمه ګټه اخیستل کېږي".

د بښنې نړیوال سازمان د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري د بلوڅانو د یووالي کمېټې (بي‌ وای‌ سي) مشرې ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ او د دې کمېټې بل غړي صبغت الله شاه‌جي د محاکمې پر څرنګوالي هم نېوکه کړې.

په اعلامیه کې د اغلې لوسي له قوله ویل شوي، په داسې حال کې چې پر ماه ‌رنګ بلوڅ او شاه‌جي د لګېدلو تورونو په اړه "هېڅ مستقیم شواهد نه دي‌ وړاندې شوي"، هغوی ته سزا په "زندان کې دننه د ګړندۍ او پټې محاکمې" وروسته اورول شوې چې دا "د نړیوالې عادلانه محاکمې له معیارونو" سره په ټکر کې ده او د محکمې "د قانوني بهیر په اړه یې سختې اندېښنې راپورته کړې دي".

دغه سازمان ویلي چې ماه‌رنګ بلوڅ د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې "په ناقانونه توګه توقیف کې ساتل کېږي" او وکیلان یې د دوسیې په تعقیب کې "له ستونزو سره مخامخ دي".