پزشکیان: کله چې خپل حق د خبرو له لارې ترلاسه کولی شو، ولې باید جګړه وکړو؟

ارشیف فوټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف فوټو
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلې ولسمشرۍ د لوړې د دویمې کلیزې په مناسبت له امریکا سره د خبرو د دوام دفاع وکړه او وايي: ''کله چې موږ کولی شو خپل حق د خبرو له لارې ترلاسه کړو، ولې باید جګړه وکړو؟''

هغه وايي، ایران به له خپل دریځه شاتګ ونه کړي، خو زیاته یې کړه چې د جګړې دوام هماغه لاره ده چې د ده په وینا اسرائیل یې غواړي، چې ایران تسلیمېدو ته اړ کړي.

ښاغلي پزشکیان زیاته کړه، ایران د خبرو له لارې توانېدلی د لبنان جګړه ودروي، محاصره پای ته ورسوي او ځینې بندیزونه کم کړي.

د خپلو خبرو په بله برخه کې هغه وویل چې د ایران د پارلمان له رئیس محمدباقر قالیباف څخه غوښتنه شوې وه چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي سره یوځای شي، او قالیباف هم دغه غوښتنه منلې ده.

پزشکیان وايي، د قضائیه قوې، پارلمان، وسله‌والو ځواکونو او نورو بنسټونو استازي هم په دغه ټیم کې شامل دي، چې د ده په خبره وښيي چې ''موږ ټول یو موټی یو.''

هغه دغه راز پر دې خواشیني څرګنده کړه چې ځینې کسان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره بې‌احترامي کوي او په خبره یې: ''زه نه پوهېږم کوم دین او مذهب انسان ته اجازه ورکوي چې پر بل چا تور ولګوي، سپکاوی وکړي یا بې‌احترامي ورسره وکړي.''

د ایران ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې د ده په وینا ''له نیمګړو معلوماتو سره د هرې موضوع په اړه نظر ورکوي.''

دی وايي، هغه کسان چې د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو پېچلو موضوعاتو لپاره له کافي معلوماتو پرته نسخې لیکي، ''ټولنه بې‌لارې کوي.''

پزشکیان دغه راز وویل، ایران د خپلو مخالفانو هغه هڅې شنډې کړې دي چې غوښتل یې د پوځي فشار له لارې هېواد کمزوری یا بې‌ثباته کړي.

جمهوري اسلامي ورځپاڼه: د پزشکیان د استعفا اوازې د هرمز تنګي په تړاو د احتمالي هوکړې د مخنیوي هڅه وه

بل لور د ایران ''جمهوري اسلامي'' ورځپاڼې د شنبې ورځې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د استعفا په تړاو پرلپسې د جعلي خبرونو خپرول د دې لپاره ترسره شوي وو چې د ''هرمز تنګي د مدیریت د څرنګوالي په اړه د نوې هوکړې'' مخه ونیول شي.

ورځپاڼې، پرته له دې چې د کوم مشخص کس یا ډلې نوم واخلي، لیکلي چې ځینو کسانو هڅه کړې وه د ولسمشر د استعفا غوښتنې په مطرح کولو سره د هر ډول خبرو او تفاهم د درولو لپاره زمینه برابره کړي.

د سرمقالې له مخې، دغه هڅې وروسته له هغې ناکامې شوې چې هم مسعود پزشکیان او هم د ایران د مذهبي مشر دفتر د استعفا راپورونه رد کړل. خو ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې دا ډول هڅې لا هم دوام لري.

دا مطلب په داسې حال کې خپور شوی چې ځینې راپورونه وایي، د ایران مذاکره کوونکي د عمان او امریکا سره د احتمالي هوکړې د وروستي کېدو لپاره د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د تائید په تمه دي.