د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې افغانستان کې د ګاډو د پرزو پر کاروبار څومره اغېز کړی

د ویډیو تشریح، د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې افغانستان کې د ګاډو د پرزو پر کاروبار څومره اغېز کړی
د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې افغانستان کې د ګاډو د پرزو پر کاروبار څومره اغېز کړی
د خپرېدو وخت

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې، د نړۍ له لرې پرتو سیمو د موټرو د پرزو د سوداګرۍ هغه کاروبار چې پخوا ډېر غوړېدلی و، اوس د ډیورنډ پر کرښه د شخړو له امله په بشپړه توګه درېدلی دی.

لومړی ځل د سپین بولدک بازار هغه وخت سخت اغېزمن شو چې له ګاونډي پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالي له امله په تېره اکتوبر میاشت کې د تګ راتګ لاره نژدې په بشپړه توګه وتړل شوه.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالـباقي بینا وویل: "کله چې له پاکستان سره پوله وتړل شوه، موږ د ایران د بندر عباس له لارې هم په ډېرو ستونزو صادرات کول، خو بیا هم یوه لاره موجوده وه."

هغه د موټرو پرزې چې له جاپان او نورو هېوادونو د پاکستان له لارې ځمکنۍ لاره سپین بولدک ته رسېدې، وروسته د متحده عربي اماراتو له لارې راوړل کېدې. که څه هم دا لاره اوږده او ډېره لګښتي وه، خو لږ تر لږه کاروبار یې روان ساتلی و.