تایلېنډ کې د پاچا د مرګ له امله ملي ماتم روان دی

د خپرېدو وخت

تایلېنډ کې د پاچا پومیپون داني-ادی د مرګ له امله ملي ماتم روان دی. دغه هېواد کې بیرغونه نیم ځوړند دي او ټول داخلي تلویزونونه په کې د پاچا د ژوند په اړه فلمونه او مطالب خپروي. د بي بي سي په ګډون د بهرنیو رسنیو خپرونې په کې بندې شوې دي.

د شاهي ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د پاچا مړی به نن جمعه د اکتوبر ۱۴مه له روغتونه په پلازمېنې بنکاک کې مرکزي بودايي معبد ته انتقال شي.

د ده د مرګ رسمي ماتم به تر یو کال روان وي.

د تایلنډ رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې یو لوړ پوړی شاهي سلاکار د پاچا پوميپون داني-ادی له مړینې وروسته د سرپرست نایب السلطنت په توګه ټاکل شوی دی.

په یوه بل ناڅاپي اقدام کې پخوانی لومړی وزیر پریم تینسولانوندا د نوي پاچا له تاجپوشي مخکې په دنده ګومارل شوی دی.

د دغه هېواد لومړي وزیر اعلان کړی، چې ولیعهد شهزاده مها واتیرا نونګ کان به د تایلینډ نوی پاچا وي، خو په ظاهره داسې ښکاري هغه د پلار ویر لپاره لږ نور وخت غوښتی.

د هغه دغې غوښتنې حیرانتیا رامنځه کړې.

لسګونه زره کسان پلازمېنه بینکاک کې په هغه لاره کې په کتارونو کې درناوي ته ولاړ وو، چې د پاچا مړی پرې لېږدول کېده.

د پاچا مړی له هغه روغتونه چې د پنجشنبې په ورځ یې په کې ساه ورکړه د ولیهد شهزاده په بدرګه شاهي ماڼۍ ته ولېږدول شو.

د پاچا مړي لېږدونکو ګاډو د کاروان د لارې په اوږدو کې د وسله والو ځواکونو سرتېري ځنګون کېش وو او د درناوي مراسم یې وړاندې کړل.

پاچا ته د درناوي وړاندي کونکي خلک پټه خوله ولاړ وو، خو د ځینو له سترګو اوښکې روانې وې. د پاچا پوميپون داني-ادی د مړینې له کبله په ولس کې پراخ غم او خواشیني خپره ده.

د تایلنډ پاچا پوميپون داني-ادی چې نړۍ کې یې د نور ټولو پاچاهانو په پرتله د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه، پرون پنجشنبه له ۷۰ کلنې پاچاهۍ وروسته مړشو.

تایلنډیانو خپل ۸۸ کلن پاچا ته ډېر درناوی درلود.

له یو لړ سیاسي کرکېچونو او څو کودتاوو وروسته، ده ته د ثبات راوستونکي کس په سترګه کتل کېدل.

په دې وروستیو کې د پاچا روغتیا ښه نه وه او عامه ځایونو کې ډېر نه څرګندېده.