د تایلنډ پاچا د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

د خپرېدو وخت

د تایلنډ پاچا پوميپون داني-ادی چې نړۍ کې یې د نور ټولو پاچاهانو په پرتله د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه، له ۷۰ کلنې پاچاهۍ وروسته مړشو.

تایلنډیانو خپل ۸۸ کلن پاچا ته ډېر درناوی درلود.

له یو لړ سیاسي کرکېچونو او څو کودتاوو وروسته، ده ته د ثبات راوستونکي کس په سترګه کتل کېدل.

په دې وروستیو کې د پاچا روغتیا ښه نه وه او عامه ځایونو کې ډېر نه څرګندېده.

پاچا داسې مهال ومړ چې ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې له کودتا وروسته، د تایلنډ واکمنه اداره پوځي وه.

د یکشنبې په ورځ شاهي ماڼۍ وویل چې د پاچا روغتیايي حالت "ښه نه" دی.

ډېرو تایلنډیانو د پاچا د روغتیا په هیله، ګلابي رنګونه اغوستي ول چې د دوی عقیده بختور دي.

په سلګونو پلویان یې له هغه روغتونه د باندې راټول شوي وو چې د ده درملنه په کې کېده.

د شاهي ماڼۍ خبرپاڼې کې راغلي وو چې "اعليحضرت د سریراج روغتون کې په کرارۍ ساه ورکړه".

ټاکل شوې ده چې پارلمان د تایلنډ پر وخت د شپې پر ۹ بجو یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

د یووالي پاچا

ظاهراً د پاچا پوميپون ځای ناستی ۶۳ کلن شهزاده ویجي-رالونګ-کورن دی چې د خپل پلار په شان پر خلکو نه دی ګران.

د تایلنډ د شاهي کورنۍ لپاره د ځانګړي قانون پر بنسټ عام ځایونو کې د پاچا د ځای ناستي په اړه د خبرو کولو سزا، اوږد مهالی بند دی.

پاچا پوميپون داني-ادی د امریکا د متحده ایالتونو د ماسېچوست ایالت کېمبرېج سیمه کې زېږېدلی ؤ.

وروسته له دې چې ورور یې پاچا اناندا ماهیدول ومړ، بومېبول د ۱۹۴۶ کال د جون پر نهمه د هغه ځای ناستی شو.

سره له دی چې د پاچا داني-ادی واکمني مطلقه نه وه، ده ته تایلنډیانو د نیمه روحاني کس په سترګه کتل.

د څو کودتاوو او شل اساسي قانونونو په اوږدو کې، ده ته خلکو د متحدوونکې څېرې په سترګه کتل.

له ده خلکو تمه درلوده چې ډېرو جنجالي وضعیتونو کې د آوارۍ لپاره را وړاندې شي.

له دې ټولو سره سره، پر ده نیوکې شته چې د پوځي واکمنیو ترشا درېده او ځینې وختونه د بشري حقونو د ترپښو لاندې کېدو پر وړاندې غلی پاتې کېده.