کاري ناستو کې نا زړه غږېږئ؟ له خپلې بلې غونډې مخکې دا سپارښتنې ولولئ

د ویډیو تشریح، کاري ناستو کې نا زړه غږېږئ؟ له خپلې بلې غونډې مخکې دا سپارښتنې ولولئ
کاري ناستو کې نا زړه غږېږئ؟ له خپلې بلې غونډې مخکې دا سپارښتنې ولولئ
د خپرېدو وخت

ډاني پاین د وینا کولو له درکه دومره اندېښمنه وه چې د ښوونځي او پوهنتون د موضوع اورولو(پریزنټېشنونو) د معافیت لپاره یې له ډاکټره لیک راوړی و.

خو اوس چې ۲۸ کلنه ده او په یوه دوه ګوندي څېړنیز بنسټ کې د سیاست په برخه کې دنده لري، په پارلمان کې یې ویناوې کړې، د بحثونو په پېنډو کې ناسته وي او پر خواله رسنیو هم غږېږي.

هغې وايي: "نږدې هره ورځ یو ډول وینا کوم. کله چې ۱۵ کلنه وم، هېڅکله مې باور نه کاوه چې یوه ورځ به دا کار کوم."

که غواړئ په عامه ځایونو کې مو د وینا هنر ښه شي، یا یوازې پیل وکړئ، دا څلور لارې به درسره مرسته وکړي چې خپله اورونه (پریزنټېشن) په بریالیتوب ترسره کړئ.