اردن وايي له ایرانه اته توغول شوي توغندي یې شنډ کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اردن د وسله والو ځواکونو د رسمي ویاند په وینا، د دغه هېواد د هوايي دفاع سيسټمونو "د دوشنبې په سهار اته توغندي شنډ کړي دي".
د بي بي سي د مانېټورېنګ برخې د راپور له مخې اردني رسنيو دغه خبرپاڼه خپره کړې خو د نور بيانيو پر خلاف په دې کې نه دي ويل شوي چې توغندي له کومو ځايونو توغول شوي او هدف یې کوم ځای و.
د ایران انقلابي ګارډ ساتونکو یا سپاه پاسداران وړاندې اعلان کړی و چې د امریکا له خوا پر لارک ټاپو د شويو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا اډه د ډرونونو په واسطه په نښه کړې ده.
ایران وايي په متحده عرب اماراتو کې یې د المنهاد پر اډه هم برید کړی خو د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.






