سویس کې د امریکا او ایران خبرې: اسلام اباد وايي شهباز شریف او عاصم منیر هم پکې ګډون کوي

د عکس سرچینه، PM House
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر وايي، هغه او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر یکشنبه (د جون ۲۱مه) په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ په پلان شویو مذاکراتو کې ګډون کوي.
د جګړې پای ته رسېدو له هوکړې وروسته د تخنیکي کچې دا خبرې د سویټزرلنډ په بېرګن سټوک ښار کې کېږي.
د شهباز شریف له دفتره د شنبې پر ورځ خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د هغه په مشرۍ جګپوړی پاکستانی پلاوی په دغو خبرو کې ګډون لپاره سویس ته روان شوی دی.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره د مذاکراتو منځګړیتوب کوي.
د دغه بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې پر ورځ یوه بیان کې ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي کچې په مذاکراتو کې به پر دغو هېوادونو سربېره د پاکستان او قطر استازي هم برخه اخلي او دا چې پاکستان به د منځګړي رول ته دوام ورکړي.
د سویس بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې ایرانی پلاوی په ځايي وخت د شنبې ماښام دغه هېواد ته رسېدلی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هم سویس ته د دغه هېواد د پلاوي د رسېدو پخلی کړی.
ایراني رسنۍ وايي د دغې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران د پارلمان او مذاکراتي پلاوي مشر ملتیا کوي.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې " د دغې سفر موخه د مقابل لوري د ژمنو تعقیبول دي." او په ټکو یې دا د خبرو اترو د دویم پړاو د رسمي پیل په مانا نه دی.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د ایران د پوځ خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه اعلان کړی چې له ژمنو څخه د مقابل لوري د سرغړونو له کبله یې د هرمز تنګی تړلی دی.
د ایران پوځ د شنبې پر ورځ وویل د تېلو د لېږد دغه مهمه او ستراتېژیکه لاره پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو د دوام په ځواب کې تړي.
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي وو، له هوکړې د سرغړونې له امله هرمز تنګی په بشپړ ډول تړل شوی دی.
خو د ایران له دغه اعلان وروسته د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان وکړ چې هرمز تنګي پرانیستی دی.
سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي "امریکايي ځواکونه به د هرمز په تنګي کې پاتې وي، دوی هوښیارانه ګام ته چمتو دي تر څو وګوري له ایران سره د شوې هوکړې ټول موارد پلي کېږي."
د هرمز تنګي په تړاو له دغو متقابلو ادعاو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ ویلي، چې د اوربند دوره کې به ۶۰ ورځې هرمز تنګي کې هېڅ مالیه نه وي.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه پر خپله خواله رسنۍ تروټ سوشیل لیکلي چې تر دې ۶۰ ورځنۍ دورې وروسته به هم، له دې پرته چې هوکړه بشپړه نه شي او پخپله متحد ایالتونه د خپلو خدماتو او تېرو، اوسنیو او راتلونکو لګښتونو جبران لپاره مالیه وضع نه کړي، په هرمز تنګي کې څه ستونزه جوړه نه شي.
امریکا او ایران تر منځ شوې هوکړه کې راغلې "د دې یادښت په لاسلیک کولو سره، امریکا، د ایران اسلامي جمهوریت او په اوسنۍ جګړې کې د لبنان په ګډون د دوی متحدین په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پای اعلانوي او ژمنه کوي چې د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول جګړه یا پوځي عملیات نه کوي، د یو بل پر وړاندې به د ګواښ یا ځواک له کارولو ډډه کوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تضمین به کوي."
وروستۍ موافقه او د دې بند نور حکمونه به د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې دایمي پای تاییدوي.






















