ایران کې پرېکړې څوک کوي؟

    • Author, امير عظيمي
    • دنده, بي بي سي فارسي
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د جګړې پیل کې د متحده ایالاتو او اسرائیلو له لومړنیو بریدونو راهیسې د ایران په اړه یوه مهمه پوښتنه شته، یوه خورا ساده پوښتنه: اوس په ایران کې چارې څوک سمبالوي؟

په رسمي ډول، ځواب ښايي روښانه وبرېښي. مجتبی خامنه‌یي د فبرورۍ پر ۲۸مه د جګړې په لومړۍ ورځ د خپل پلار علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د ستر مذهبي مشر ته څوکۍ ته غوره شو. د اسلامي جمهوریت واکمن نظام له مخې، دا څوکۍ پرېکنده واک لري؛ ځکه ستر مذهبي مشر په نږدې ټولو مهمو مسلو کې وروستۍ خبره کوي: جګړه، سوله او یا د هېواد ستراتیژیک لوری.

خو په عملي ډګر کې اصلي انځور تر دې لا ډېر پېچلی او پټ دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، ایراني مشرتابه "ویشل شوی" بللی او ویلي یې دي، متحده ایالات په تمه دي چې تهران یو "واحد وړاندیز" رامخې ته کړي.

د یووالي مفهوم په یقیني ډول د پنجشنبې پر شپه د ایران د مشرانو په ذهنونو کې و، کله چې دوی د ایرانیانو ګرځنده ټلیفونونو ته په دا ډول یو پیغام ولېږه: " ایران کې د سختدریځي یا منځلاري په نوم څه نشته دلته یو ملت او یو لوری دی."

پټ مشر

نوي ستر مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌یي واک ته له رسېدو راهیسې په عام محضر کې نه دی څرګند شوی. د لږ شمېر لیکلو ویناو پرته، چې یوې یې د هرمز تنګي د تړل کېدو پر دوام ټینګار کاوه، نور هیڅ داسې نښه نشته چې وښيي هغه د هېواد ورځنۍ چارې کنټرولوي.

ایرانیو چارواکو ومنله چې مجتبی په لومړنیو بریدونو کې ټپي شوی و، خو په دې اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

امریکایۍ ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» همدا اونۍ د ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ښايي د هغه د بدن بېلابېلې برخې ټپي شوي وي، چې په کې د مخ ټپونه هم شته او له امله یې هغه ته خبرې کول ستونزمن شوي دي.

دا غیبت خورا اغېزناک دی. د ایران په سیاسي اډانه کې واک یوازې په بنسټونو پورې تړلی نه دی، د واک تر عملي چارې غځېږي. علي خامنه يي به خپل لیدلوري د خپلو ویناوو، کره څرګندونو او د واک د بېلابېلو څانګو ترمنځ د ښکاره منځګړیتوب له لارې روښانول، خو اوس دا لارښوونکې دنده تر ډېره له منځه تللې ده.

اوسنۍ انګېرنه دا ده چې د ایران د روانو حالاتو په ارزونه کې یوه تشه رامنځته شوې ده. ځینې پر دې باور دي چې د جګړې پر مهال د مجتبی خامنه یي واک ته رسېدو هغه ته دا فرصت ورنه کړ چې خپله واکمني له پخپلو شرایطو سره ټینګه کړي. نور بیا د هغه د ټپونو په اړه راپورونو ته اشاره کوي او پوښتي چې، ایا هغه د نظام د اغېزمنې ادارې وړتیا لري که نه؟ په دواړو حالتونو کې، داسې برېښي چې د پرېکړې کولو بهیر د جګړې د مخکني وخت په پرتله لږ متمرکز شوی دی.

ډیپلوماتیکې لارې پرانیستې دي خو ډېر پېچلې دي

په نظري ډول، ډیپلوماسي د حکومت پر غاړه ده. د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ولسمشر مسعود پزشکيان سره په همغاړیتوب له امریکا سره په خبرو کې د تهران استازیتوب ته دوام ورکوي. خو داسې نه ښکاري چې پزشکيان یا عراقچي دې ستراتیژي جوړه کړي. همدارنګه د دوی د واک په اړه یو څه شکونه شته، ځکه چې د ایران د پلاوي مشري د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف کوي.

داسې برېښي چې عراقچي د ډیپلوماسۍ د لارښوونې پر ځای یوازې یو عملي ونډه لري.

د هرمز تنګي د پرانیستلو یا تړلو په اړه د هغه چټک شاتګ یو نادره لید وړاندې کړ چې په ایران کې ډیپلوماټیک بهیر پر پوځي پرېکړو څومره لږ کنټرول لري. هغه په پیل کې د ترافیکو د بیا پیلیدو اشاره وکړه خو ډېر ژر له خپلې خبرې پر شا شو.

د پزشکيان په اړه، داسې ویل کېږي چې هغه د نظام له ټولیز لوري سره ځان برابروي، پرته له دې چې د هغه په جوړولو کې څرګنده ونډه ولري. د یوې څه منځلارې څېرې په توګه، هغه تر اوسه د کومې خپلواکې تګلارې له غوره کولو ډډه کړې ده.

په اسلام اباد کې امریکا سره د خبرو اترو د دویم پړاو په سمبالښت کې پاتې راتلل دا ټکی تاییدوي. ان کله چې ډیپلوماټیکې لارې پرانیستې وي، داسې ښکاري چې نظام نشي کولی یا نه غواړي کومه ژمنه وکړي.

د پوځیانو د اغېز زیاتوالی

د هرمز تنګي کنټرول د ایران د نفوذ تر ټولو مهمه او چټکه سرچینه ده، خو د دې تنګي د تړلو پرېکړې د ډیپلوماټیکې ډلې پر ځای د احمد وحیدي په مشرۍ د اسلامي انقلابي ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران) له لوري کېږي.

دا چاره اصلي واک د هغو لوبغاړو په لاس کې ورکوي چې په پټه کار کوي. د تېرو کړکېچونو خلاف، اوس داسې کومه معلومه څېره نشته چې په ښکاره ډول د ستراتیژۍ واګې په لاس کې ولري. خو یو ځانګړی طرز لیدل کېږي: لومړی عمل کېږي او وروسته پیغام لیږل کېږي، او دا پیغامونه تل یو ډول نه وي.

په حقیقت کې، داسې برېښي چې د سپاه پاسداران کړنې که هغه د هرمز تنګي تړل وي او یا پر خلیج هیوادونو وارونه وي، د دې کړکېچ چټکتیا ټاکي. ډیر کله سیاسي او ډیپلوماټیک ځوابونه د نظامي عملیاتو له ترسره کېدو وروسته راځي، نه په پیل کې. دا په ایران کې د اداري واک د پاشل کېدو په مانا نه ده، بلکې د سیاسي بنسټونو د نشتوالي په سیوري کې د سپاه پاسداران د عملیاتي خپلواکۍ زیاتوالی ښیي، که څه هم دا حالت ښايي لنډمهاله وي.

قالیباف سرلاری دی

د دې ټولې ناڅرګندتیا په منځ کې، محمد باقر قالیباف را مخې ته کېږي.

قالیباف چې د پارلمان اوسنی مشر او د سپاه پاسداران پخوانی قومندان دی، اوس مهال د یوې خورا مشهورې څېرې په توګه راڅرګند شوی دی. هغه په مذاکراتو کې برخه اخیستې، عامه افکارو ته یې د رسېدا هڅه کړې او کله ناکله یې جګړې ته د ایډیالوژیک لیدلوري پر ځای د یو پراګماتیک (عملي) لیدلوري له مخې کتلي دي.

خو لا هم په پارلمان او د محافظه کاره بهیر په منځ کې د مذاکراتو پر وړاندې سخت مقاومت شته. د سختدریځو غږونه نور هم پورته شوي، تر دې چې دولتي رسنۍ او عامه ویناوې، مذاکرات د هېواد د دوښمنانو پر وړاندې د کمزورۍ نښه بولي.

له همدې امله، د قالیباف دریځ روښانه دی. هغه لا په چاره دی خو څرګند واکونه نه لري. هغه ټینګار کوي چې چارې یې د مجتبی خامنه یي له غوښتنو سره سم دي، خو بیا هم د مخامخ همغږۍ لپاره کوم روښانه شواهد نشته. په یو داسې نظام کې چې "له پورته ښکته" امرونه یې دودیزه بڼه ده، دا ډول ناڅرګندتیا خورا معنا لرونکې ده.

یومټیتوب ادعا ده که ريښتیا دی؟

دا ټولې چارې په ګډه دا ښیي چې نظام کار کوي، خو د یوې همغږې لارښوونې نشتوالی په کې لیدل کېږي. د ستر مذهبي مشر واک شته، خو په ښکاره نه کارول کېږي. ولسمشر په روانو بهیرونو کې ښکېل دی، خو مشري نه کوي. ډیپلوماسي فعاله ده، خو پریکنده نه ده. پوځ واک په لاس کې لري، خو پرته له کوم څرګند سیاسي طراح کار روان دی. سیاسي څېرې وړاندې ګامونه اخلي، خو پرته له مطلق مشروعیته.

سره له دې چې، دا د پرځېدا په معنا نه ده، اسلامي جمهوریت لا هم پر پښو ولاړ دی. خو دا یو ډېر کره ټکي ته اشاره کوي: نظام هڅه کوي چې خپل اغېز (لکه د هرمز تنګي د تړلو وړتیا) د سخت فشار په شېبو کې په یوه روښانه ستراتیژۍ بدل کړي.

نظام لا هم کولی شي په څو جبهو کې خوځښت وپالي، خو د خپل د واک مرکزونو ته د یو روښانه پیغام په رسولو کې له ستونزو سره مخ دی.

د ایران په سیاسي اډانه کې، "اشارې" د یووالي ساتلو وسیله ده. اوسمهال، نظام خپل ثبات او کنټرول ساتلی او د مخ پر زیاتیدونکي فشار سره سره یې له ښکاره پاشل کېدو ځان ژغورلی دی. خو دا په پراخه کچه دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا دا یووالی په رښتیا سره شته که یوازې یوه ادعا ده؟