پېښور کې د ښوونځي چت د نړېدو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی

په پېښور کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدو پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی.
چارواکو ویلی، په دوی کې ۳۳ زدکوونکي او یوه ښوونکې دي.
د دیر کالونۍ اپریدي اباد سیمه کې په دې مرګونې پېښه کې نږدې ۲۰ زدکوونکي ټپيان شوي هم دي.
دا پېښه پنجشنبه سهار داسې مهال شوې، په ښوونځي کې د درس او تدریس بهیر روان و.
د ۱۱۲۲ په نوم ژغورنډلې ویلي، چې مرستندویانو او امبولانسونه یې له خبرېدو سره سم د پېښې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
د دې ادارې چارواکي وايي، اندېښنه شته چې لا هم یو شمېر ماشومان او نور کسان تر ویجاړیو لاندې پاتې وي.
دوی له همدې کبله د قربانیانو د شمېر د لوړېدو اندېښنه ښيي.

پېښور کې د لیډي ریډینګ روغتون چارواکو ویلي، د ۳۲ ماشومانو او یوې ۲۵ کلنې ښوونکې (ثمرین بيبي) په ګډون ۳۳ مړي او ۲۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې د پېښې د اکثریت قربانیانو عمر د شپږو او څلوارلسو کلونو ترمنځ دی.
د نصیرالله بابر مېموریل روغتون چاراوکو په وینا دغه روغتون ته هم ۳۳ ماشومان په ټپي حالت کې وروړل شوي چې یوه زدکوونکې ترې د سختو ټپونو له کبله مړه شوې ده.
د لیډي ریډینګ روغتون ویاند ویلي، چې په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د ماشومانو پر مړینه خواشیني ښودلې او له اړوندو چارواکو یې تفصیلې رپوټ غوښتی دی.


















