پر بار لېږدونکې بېړۍ له برید وروسته ملګرو ملتونو په هرمز تنګي کې د ایسارو کسانو ایستلو چاره په موقت ډول ودروله

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه وروسته چې هرمز تنګي ته نژدې پر یوه باروړونکې بېړۍ برید وشو، د ملګرو ملتونو سمندري چارو ادارې (ای او ایم) هلته د نژدې ۱۱ زره ایسارو بېړیو کارکوونکو ایستلو چارو په موقت ډول ودروله.
د ای او ایم مشر ارسینیو دومینګیز وايي، ځینې بېړۍ لا مخکې ایستل شوې، خو اداره غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې "اړین امنیتي تضمینونه" لا هم په خپل ځای پاتې دي.
د بریتانیا د سمندري امنیت ادارې (یو کې ایم ټي او) د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې یوه بېړۍ د عمان له دهیت بندره ۷.۵ سمندري میله سوېل ختیځ ته د "نامعلوم توغندي" لخوا وویشتل شوه. په دې پېښه کې د مرګژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د سمندري خطرونو مدیریت شرکت وینګارډ وايي، دغې بېړۍ، چې د سنګاپور تر بیرغ لاندې روانه وه او نوم یې "Ever Lovely" و، له برید سره سره یې خپل سفر ته دوام ورکړ.
هغې ادارې چې د ایران لخوا د تنګي د مدیریت لپاره جوړه شوې، ویلي چې هغه بېړۍ چې له ټاکل شویو لارو بهر تېرېږي، د خوندیتوب تضمین به ونه لري.
د فارس خلیج د تنګي ادارې (پي جي اېس اې) پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي: "هر ډول پایلې چې د غیر مجاز لارو د کارولو له امله رامنځته کېږي، د بېړۍ د مالک، چلوونکي او کپتان مسؤلیت دی."
له فبرورۍ راهیسې، په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو لخوا د ایران پر ضد جګړې له امله سلګونه بېړۍ او زرګونه سمندري کارکوونکي په خلیج کې ایسار پاتې وو.
د ملګرو ملتونو د تخلیې هڅې پیلول همدا سې شنبه د تنګي له بیا پرانیستل کېدو وروسته اعلان شو. دومینګیز وايي، دغه "ستر عملیات" د ایران، عمان، متحده ایالاتو، د سیمې نورو ساحلي هېوادونو او د سمندري صنعت په همکارۍ ترسره کېږي.
تېره اونۍ متحده ایالاتو او ایران د ۱۴ مادو په یوه تفاهم کې د جګړې درولو موافقه وکړه، چې پکې دا خبره هم شامله وه، چې ایران به د ۶۰ ورځو لپاره د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره "خپلې ټولې هڅې" وکړي او هېڅ فیس به نه اخلي.
خو تهران څو ځله ویلي چې غواړي د هرمز تنګي د تېرېدو لپاره د مالیې پر ځای هغه څه واخلي چې دوی یې د سمندري خدماتو فیسونه بولي.
دا پلان د امریکا له سخت مخالفت سره مخ دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ چې هېڅ هېواد ته اجازه نه شته چې د هرمز پر تنګي فیس وضع کړي، ځکه هغه دا "نړیواله سمندري لار" وبلله.
روبیو اوس مهال په بحرین کې دی او د خلیج هېوادونو ته د سفر په لړ کې له تهران سره د شوې موافقې په اړه خبرې کوي.
له هغه وروسته چې د فبرورۍ په پای کې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل، تهران په عملي ډول دغه تنګی وتاړه، چې د تېلو او ګازو د لېږد لپاره خورا مهمه لار ده او دې چارې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړې او د نورو مهمو توکو لکه کیمیاوي سرې لېږد یې هم ټکنی کړ.
خو د خامو تېلو بیه وروسته له هغې په چټکۍ سره راکمه شوې ده چې امریکا او ایران د جون پر ۱۷مه یو تفاهم لیک (MOU) لاسلیک کړ، چې پکې د ۶۰ ورځو لپاره د خبرو موده ټاکل شوې وه، چې د تهران د اټومي پروګرام او نورو اقداماتو په اړه خبرې وشي او جګړه پای ته ورسول شي.
د پنجشنبې ورځې په پیل کې، د تېلو بیه د لنډ مهال لپاره تر ۷۲.۴۸ ډالرو پورې د هر بیرل لپاره راکمه شوه، دا هماغه کچه ده، چې له هغه یوه ورځ مخکې وه، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل، خو وروسته بیا یو څه لوړه شوه او ۷۳.۲۳ ډالرو ته ورسېده.



















