کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په ابوظبۍ کې يوازينۍ ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده.

د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پچه چې بنګله دېش ګټلې وه لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.

بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې وکړې، په ځواب کې بيا افغانستان ۲۴۰ منډې جوړې کړې چې په دې کې د لوبډلمشر رحمت شاه ناسوځېدلې سليزه هم شامله وه.

بنګله دېش بيا په دويمه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۷۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

په دويمه پاڼۍ کې د افغانستان لپاره صديق الله اتل د سليزې په بشپړولو سره ۱۱۱ منډې وکړې.

بنګله دېش په څلورمه ورځ د دريو وېکټو په لرلو سره افغان لوبغاړو ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د ورځې تر پایه افغانستان د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې کړې وې.

افغانستان لومړنۍ وېکټه ژر له لاسه ورکړه خو لوبډلمشر رحمت شاه وتوانېد نيمه سليزه بشپړه کړي. د ده تر څنګ صدیق الله اتل ناسوځېدلې ۳۵، شاهد الله ۱۹ او حشمت الله هم ناسوځېدلې ۱۹ منډې وکړې.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې بنګله دېش ۳۷۲ منډې کړې وې او له دې سره یې افغانستان ته د ۴۷۹ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش په لومړنۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې کړې وې چې په ځواب کې یې افغانستان یوازې د ۲۴۰ منډو په جوړولو وتوانېد.

په لومړۍ پاڼۍ کې د بنګله دېش لپاره تنزيد حسن ۸۳، شادمان اسلام ۶۷، لېتون داس ۵۳، مومن الحق ۳۹، نعیم حسن ۳۵ او لوبډلمشر نجم الحسین شانتو ۲۹ منډې وکړې.

د افغانستان محمد سلیم څلور، يمن احمدزي دری، عصمت عالم دوه او قيس احمد يو بنګالی لوبغاړی وسوځاوه.

په توپ اچوونه کې بيا افغان لوبډلمشر رحمت شاه د سليزې په بشپړولو سره ناسوځېدلې ۱۰۵ منډې وکړې. د ده تر څنګ عبدالملک ۶۲، اکرام عليخېل ۳۲، شاهدالله ۲۰ او صديق الله ۱۷ منډې وکړې.

په دويمه پاڼۍ کې بيا د افغانستان يمن احمدزي، ضيا الرحمان او محمد سليم هر يوه دوې دوې وېکټې، او قيس احمد يوه وېکټه واخيسته.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه ده چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.

د افغانستان له لوري د دې سيالۍ لپاره د رحمت شاه په مشرۍ، عبدالملک، صدیق الله اتل، حشمت الله شهيدي، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، شاهدالله کمال، يمن احمدزی، قيس احمد، محمد سليم او عصمت عالم غوره شوي دي.

بل پلو د بنګله دېش لپاره د نجم الحسين شانتو په مشرۍ، شادمان سلام، تنزيد حسن، مومن الحق، مشفق الرحيم، لېتون داس، مهدي حسن معراج، حسن محمود، تاج اسلام او عبادت حسين لوبېږي.

د افغانستان نورې راتلونکې لوبې

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ له دې ټېسټ لوبې وروسته به د همدې اوکټوبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو سياليو درې اړخيزه لوبلړۍ کېږي چې تر ۲۳ نېټې به دوام وکړي.

د دې دری اړخيزې لوبلړۍ له پايته رسېدو وروسته له زېمبابوې سره د دريو شل اوريزو سياليو لوبلړۍ پلان شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، د یادې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمه بولي.