پر مکې مکرمې د ډرون برید ادعا

د ویډیو تشریح، پر مکې مکرمې د ډرون برید ادعا
پر مکې مکرمې د ډرون برید ادعا
د خپرېدو وخت

سعودي عربستان وايي چې د مکې مکرمې سرسیم یا حدودو ته له ننوتو مخکې یې د یمن حوثیانو ډرون الوتکه راغورځولې او د برید مخه یې نیولې ده.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دویم ځل دی چې حوثیانو مکه په نښه کړه؛ لومړی ځل یې د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې د بالستیک توغندیو برید و.

له ۵۷ هېوادونو جوړ (د اسلامي همکاریو سازمان) پر مکې مکرمې او مدینې منورې "برید د نه منلو وړ" بللی او ویلي یې دي چې د "زغملو نه دی".

خو حوثیانو چې د ایران له ملاتړه برخمنه وسله‌واله ډله ده او د یمن پر لوېدیځه برخه پراخ کنټرول لري، پر مکې د برید ادعا رد کړې. دې ډلې سعودي عربستان په "جعلي ادعاوو او درواغو" تورن کړی دی.

پوځي ویاند یې یحیی سریع ویلي، "له یمنه سپېڅلو ځایونو ته هېڅ ډول ګواښ نه شته. زموږ عملیات د هغوی [سعودي عربستان] پر نفتي تاسیساتو او پوځي اډو ورټول دي او له مقدسو ځایونو ډېر لرې ترسره کېږي".