ازبکستان ته د افغان ایلېون ستره ماتې؛ کرېکټ بورډ وايي، مخ پر ودې هېوادونو سره په کرېکټ کې مرسته کوي

د عکس سرچینه، ACB
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
افغان ایلېون لوبډلې نن په یوه شل اووریزه دوستانه لوبه کې د ازبکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو په لوی توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان به کوربهتوب دا لوبه نن جمعه (چنګاښ ۱۹/جولای ۱۰) د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې وشوه. پچه یې ازبکستان لوبډلې وګټله خو د افغان ایلېون پر وړاندې یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اووو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې وکړې او له دې سره یې ازبکستان ته ۳۲۴ منډې ستر هدف وټاکه.
د افغان ایلېون له لوري نن تر ټولو ښه لوبه سر توپوهونکي حسن عیسیخېل وکړه. هغه په ۲۸ توپونو د ۱۳ شپږیزو او څلورو څلوریزو په برکت چټکه سلیزه ووهله او په یوازې ۳۴ توپونو یې ۱۲۰ مندې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، acb
په ده پسې بل ډېر رنزونه جوړوونکی عمران میر و چې د افغان ایلېون په ګټه یې ۷۴ منډې وکړې.
خو د ازبکستان کرېکټ ملي لوبډلې بیا په خپله پاڼۍ او ټاکلو شل اوورونو کې دا هدف ترلاسه نه شو کړای.
دې لوبډلې په شل اوورونو کې د اووو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۲۴ منډې جوړې کړای شوې او افغان ایلېون ته یې دا یوازېنۍ شل اووریزه سیالي په ۱۹۹ منډو لوی توپير وبایلله.
د ازبکستان لوبډلې ته تر ټولو ډېرې منډې معراج الدین جوړې کړې چې ۶۲ وې.
افغان کرېکټ بورډ: د مخ پر ودې هېوادونو کرېکټ لوبغاړو سره مرسته کوو
افغان کرېکټ بورډ تر لوبې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کرېکټ په برخه کې د مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
کرېکټ بورډ ویلي، "افغانستان کرېکټ بورډ د دغې سیالۍ په ترسره کولو سره یو ځل بیا خپله ژمنتیا څرګنده کړه چې د ازبکستان په څېر د کرکټ له نويو او مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ وکړي او خپلې تجربې او تخنیکي وړتیاوې ورسره شریکې کړي".
افغان کرېکت بورډ همداراز ویلي چې، "افغانستان کرېکټ بورډ له دې وړاندې هم د ظرفیت لوړونې پروګرامونو له لارې د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون غړو او یو شمېر لوبغاړو ته روزنیز ورکشاپونه برابر کړي او د ازبکستان یو شمېر چټکو توپ اچوونکو ته یې د افغانستان کرېکټ بورډ د چټکو توپ اچوونکو په ځانګړي کمپ کې د روزنې او پرمختګ فرصتونه هم برابر کړي دي".

د عکس سرچینه، RTA
د افغانستان کرېکټ بورډ شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ویلي وو چې د یوې شل اووریزې لوبې لپاره د ازبکستان د کرېکټ ملي لوبډلې کوربهتوب کوي.
د لوبې لپاره یې نننۍ نېټه هم اعلان کړې وه او ویلي وو چې د شپږیزې سیالیو په منځ کې به ترسره کېږي.
دا دوستانه لوبه د افغانستان کرېکټ بورډ او د ازبکستان کرېکټ فدراسيون ترمنځ د کرېکټ د پراختیا او ملاتړ تړون له مخې ترسره کېږي چې د تېر ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
هغه مهال د ازبکستان کرېکټ فدراسیون ویلي وو چې دې لوبې ته یوازې د سیالۍ په سترګه نه ګوري بلکې "د دوستۍ، ورورګلوۍ او د کابل-تاشکند ترمځ د داسې ورزشي اړیکو او پله" جوړولو هڅه ده چې "تر نسلونو به روانه وي".
همدراز یې ویلي وو چې له افغانستان سره لوبه کول "لوی ویاړ، ستر درس او د لوبغاړو لپاره لویه هڅونه" ده او په وینا یې، د ازبکستان کرېکټ ملي لوبډله به له دې لوبې او سفره د ازبکستان کرېکټ نوم لا لوړولو جرات ترلاسه کړي.
د ازبکستان کرېکټ ملي لوبډله تر اوسه د کرېکټ نړیوالې شورا یا ایسيسي بشپړ غړیتوب نه لري او هڅه کوي چې په داسې لوبو سره یې لوبغاړي تجربې ترلاسه کړي.
د ازبکستان ترڅنګ افغان کرېکت بورډ له چین سره هم د کرېکټ په برخه کې "تخنیکي مرسته کوي" او په تېره غويي/مې میاشت کې د افغان لوبغاړو یو پلاوی هم چین ته تللی و.

د عکس سرچینه، ACB
نننۍ لوبه د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې داسې مهال وشوه چې هلته د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو لوبې روانې دي. خو د شاپور ځدراڼ د مړینې له امله دا لوبې دوه ورځې ځنډول شوې وې او نن درېیمه ورځ دا لوبغالی له ازبکستان سره د افغان ایلېون د یوې دوستانه لوبې کوربه و.
تر دې لوبې وروسته د شپږیزې لیګ سیالیو په ترڅ کې نن د بند امیر ښاماران لوبډله له بست ساتونکو سره لوبه کوي.





















