د فوټبال نړیوال جام: د ایران او بلجیم لوبه بې ګوله پای ته ورسېده، خو سعودي له اسپانیا درنه ماته وخوړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام کې د ګروپي سیالیو په دوام د یکشنبې او دوشنبې ترمنخ پر شپه درې نورې مهمې او جالبې لوبې هم ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د امریکا متحدو ایالتونو په لاس انجلس لوبغالي کې د ایران او بلجیم ترمنځ وه چې له کوم ګول پرته مساوي پای ته ورسېده.

دا په روان نړیوال جام کې د دواړو هېوادونو دویمه لوبه وه.

ایران او بلجیم له مصر او نوي زیلنډ سره په (جي) ګروپ کې دي.

د ایران فوټبال ملي لوبډلې چې اوس له ۲ پواینټونو سره د ګولونو په توپیر د دغه ګروپ سر کې ده، خپله لومړۍ لوبه له نوي زیلنډ سره ۲-۲ مساوی کړې وه.

بلجیم بیا چې د اروپا په کچه یوه پیاوړې لوبډله ګڼل کېږي، خپله لومړۍ سیالي له مصر سره ۱-۱ پای ته رسولې وه.

که څه هم د ایران مهدي طارمي ۲۵مه دقیقه کې یو ګول وواهه، خو وروسته د ویډیو باکتنه کې مالومه شوه چې اف‌سایډ و.

که څه هم د سیالۍ لویه برخه (۸۱ سلنه) توپ د بلجیم د لوبغاړو په واک کې و او د ایران د ګول پر لوري یې ۱۱ شوټونه ووهل، خو ایراني ګول ساتونکي علیرضا بیرانوند راوګرځول.

په دویمه سیالۍ کې چې د اتلانتا لوبغاي کې کېده، اسپانیا سعودي عرب ته د صفر پر وړاندې په څلور ګولونو ماته ورکړه.

دغه هېواد چې اوس له ۴ پواینټونو سره د اېچ ګروپ سر کې دی، لومړۍ سیالي له کېپ وردی سره له کوم ګول پرته صفر- صفر مساوی کړې وه.

سعودي چې په ګروپي سټیج کې یې خپله لومړۍ سیالي له یوروګوای سره ۱-۱ مساوي وکړې، یوازې هغه مهال مخامخ دویم پړاو ته تلی شي، چې خپله راتلونکې سیالي له کېپ وردې وګتي او اسپانیا یوروګوای ته ماته ورکړي.

د دوشنبې پر شپه درېیمه سیالي هم همدغه اېچ ګروپ کې د کېپ وردې او یوروګوای ترمنځ وه چې ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.

دا دواړه لوبډلې دوه - دوه پواینټونه لري.

تر دې ورمخکې د یکشنبې سهار دوه نورې ګروپي سیالۍ هم شوې وې.

په (يي) ګروپ کې اېکوادور له کوراسیایو سره سیالی صفر – صفر مساوي کړې او (اېف) ګروپ بیا جاپان - تونس ته د صفر په وړاندې پر ۴ ګولونو ماته ورکړې وه.