د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ د رايو اچولو بهير پایته ورسېد؛ پايلې به کله اعلانېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په امریکا کې د رایې ورکولو بهیر له پایته رسېدو سره، لومړنۍ نښې څرګندوي چې اقتصادي وضعیت د منځمهاله ټاکنو پر مهال د رایه ورکوونکو تر ټولو مهمه اندېښنه وه.

داسې ښکاري چې دا موضوع به د ډیموکراتانو په ګټه تمامه شي او د کانګرېس د کنټرول بېرته ترلاسه کولو لپاره به د هغوی له هڅو سره مرسته وکړي.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایې ورکولو بهیر د امریکا پر وخت د ماښام په اوو بجو په ویرجینیا، جورجیا او جنوبي کارولاینا ایالتونو کې پای ته ورسېد.

په کنټکي او انډیانا ایالتونو کې هم د رایې ورکولو بهیر یو ساعت مخکې پایته رسېدلی و.

تمه ده چې له دغو ایالتونو څخه لومړنۍ پایلې به په تدریجي ډول خپرې شي؛ په ځانګړي ډول په جورجیا او اوهایو ایالتونو کې د سنا د څوکیو سیالۍ، چې د دغه مجلس د راتلونکي جوړښت په ټاکلو کې مهم رول لري.

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ميليونونو امریکايانو خپلې رايې وکارولې. له دې ټاکنو وروسته به معلومېږي چې د کانګرېس کنټرول به د کوم ګوند په لاس کې وي.

په امریکا کې هر ايالت د خپلو ټاکنو د ترسره کولو بشپړ مسوولیت او د رايو د شمېرلو او پروسې بشپړولو لپاره ځانګړي اصولو او مقرارت لري.

ځينې ايالتونه د ټاکنو له ورځې مخکې د هغو رايو ارزونه او شمېرل پيلوي چې له وړاندې اچول شوې وې، لکه د پوستې له لارې اچول شوې رايې، ځینې ايالتونه بيا دا پروسه د رايو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته پيلوي.

په ګڼو ايالتونو کې له ټاکنو وروسته پلټنه يا تفتيش اړین وي. په دې بهير کې د رايو پاڼې په فزيکي ډول شمېرل کېږي او پايلې له هغو سره پرتله کېږي چې د رايې شمېرلو ماشينونو له لارې ترلاسه شوې وي خو د دې بهير اصول په بېلابېلو ايالتونو کې هم توپير لري.

ټول ايالتونه او سيمه ييزې ادارې کلک قوانين لري چې له مخې یې کوم ډول خلک د رايو د ارزونې او شمېرنې په بهير کې ګډون کولی شي.

که په يوه ټاکنيزه سيالۍ کې د نوماندانو تر منځ توپير ډېر کم وي، د رايو شمېرنه ځنډېدلی شي. همدارنګه په داسې حالت کې رايې بيا شمېرل کېدی او د قانوني اعتراضونو احتمال هم موجود وي.

پايلې کله خپرېږي

د لومړنو پايلو خپرېدل به د امریکا ځايي وخت د ماښام له شپږو بجو وروسته پيل شي.

په راتلونکو څو ساعتونو کې لکه څنګه چې په بېلابېلو ايالتونو کې د رايو ورکولو بهير پایته رسېږي، لومړنۍ پايلې او اټکلونه رامخې ته کېږي. ښايي امریکايي رسنۍ د ځينو ايالتونو د پايلو په اړه وړاندوینې هم پيل کړي خو په هغو سيمو کې چې ټاکنيزه سيالي ډېره نژدې وي، د وروستيو پايلو او کره اټکلونو اعلان ښايي ډېر وخت ونيسي.

دا چې ټولې پايلې به کله بشپړې او اعلان شي، په دې پورې هم تړاو لري چې ټاکنيزې سيالۍ څومره نژدې دي او کوم ايالتونه د پایلو په ټاکلو کې پرېکنده رول لوبوي.

د يادولو وړ ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د منځمهاله ټاکنو په سبا یعنې د نومبر تر نهمې نېټې پورې د امریکا د کانګرېس د کنټرول پر سر د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراتانو تر منځ سخته سيالي روانه وه.

اوسمهال د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګرېس دواړه جرګې تر خپل کنټرول لاندې لري، خو دیموکراتان هیله لري چې دومره څوکۍ وګټي چې په دواړو جرګو کې اکثریت ترلاسه کړي.

که دیموکراتان د کانګرېس کنټرول ترلاسه کړي، هغوی به د ډونلډ ټرمپ د پلانونو د مخنیوي لپاره په ښه موقعیت کې وي. دغه راز به وکولای شي د ولسمشر او د هغه د ادارې د غړو په اړه پلټنې پیل کړي.

څنګه چې د شمالي افریقا لپاره د بي بي سي خبریال انتوني زورکر ویلی، دا به ښايي ان د ډونلډ ټرمپ د استیضاح (Impeachment) د هڅې تر پيلولو پورې هم ورسېږي.

د بي بي سي خبریال زیاتوي، د ډېرو خلکو له نظره د منځمهالو ټاکنو پایلې به په ۲۰۲۸ کال کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو وړاندې د رایه ورکوونکو وروستۍ پرېکړه وبلل شي.

دا ټاکنې به د هغه د واکمنۍ د پاتې مودې لپاره سیاسي فضا او تګلاره هم وټاکي.